د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ارمان "لېوني" شعرونه

غزل

بیا مې یاغي باغي او تراړې اوښکې
شوې هرکلي ته درولاړې اوښکې

ستا د انکار د عالمګیر لښکر ته
په جنګ در ووتلې واړې اوښکې

یو ګلرنګ راز يې و، د لاس نیولې
ټولو لیدې تا پسې لاړې اوښکې

ستا تصویر جوړ کړي بیا يې ورژوي
دا لېونۍ، او دا کاړ کاړې اوښکې

ارمانه  نور څه ډالۍ نه لرمه
بس در لېږم به ېې که غواړې اوښکې

د شاعر نور شعرونه ←