د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالروف قتيل خوږیاڼی

د عبدالروف قتيل خوږیاڼی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

نوم يې عبدالروْ ف تخلص يې قتيل او په قام خوږياڼى دى او له همدې كبله له خپل تخلص سره خوږياڼى يو ځاي ليكي. پلار يې محترم محمد سرور دى او په ١٣٠٨ ل كال د خوږياڼيو په كږه كې زيږيدلى دى .لومړنۍ زده كړې يې د كږې په لومړني ښوونځي او ثانوي او لوړې زده كړې يې د پغمان د شرعياتو ابو حنيفه مدرسه او د شرعياتو په پوهنځي كې ترسره كړې دي.

دى په مدرسه کې زده کوونکى و، چې له شعر او شاعرۍ سره يې نه يوازې مينه وه، بلکې مدرسې په کنفرانسونواو سټيچ ډراموکې به يې هم گډون کاوه. ان ، چې په يوه کنفرانس کې يې د سيدالمرسلين د هجرت پېښه يوه منظومه کې ليکلې او په يوه کنفرانس کې يې د کنفرانس د تنظيموونکي ښاغلي جمال عمار مصري ښوونکي له خوالومړۍ درجه جايزه و گټله او د عظيم الشان قرآن تفسير د جايزې په توگه ورکړ شو، چې بيا يې هماغه شعر د محترم محمد هاشم مجددي له خوا عرفان مجلې ته ورکړ شو. له چاپ وروسته د ((افندي )) صاحب له خوا ، د مجلې مدير و، د وخت لوړه جايزه ٣٥٠ افغانۍ ور کړ شوې. دغه جايزه د هغه وحت د ټيټ رتبه مامور له مياشتنۍ تنخوا سره برابرا وه .

دغه راز قتيل خوږياڼي د اميه بن خلف په ډرامه کې ، چې مصري ستر ليکوال او په پغمان کې د شرعيه علومود مدرسې استاذجمال عمارليکلې او تمثيل کړې وه، خپل رول په غوره توگه لوبولى ، چې له هماغه وخته يې له ډرامو او افسانو له ليکلو سره مينه پيداشوې او تر اوسه يې شل افسانې او لس ډرامې ليکلي دي. يوولس افسانې يې د ارمان په ټولگه کې چاپ شوي او ډرامې يې خورې ورې په کابل مجله، اصلاح او انيس ورځپاڼو کې چاپ او خپرې شوې دي.

قتيل خوږياڼى په هنري او فوكلوري ادبياتو كې لوى لاس لري او په ډرامو كې يې انتباهي او انتقادي پله ډېره درنده ده

ده دکږې د لوى ولسوال ارواښاد عبدالقادرد ولسوالۍ پر مهال ((بدرگه)) نومى ډرام پر ستيج او دريځ ولوباوه، چې په خپله يې په کې د سود خور رول لوبولى دى. ددغه رول په سرته رسولو کې دومره جالب او بريالى و، چې په نندارچيانوکې يو سړى پرې تر دې بريده احساساتي شو، چې يو ناڅاپه يې ورته له خولې ښکنځلې ووتې .

قتيل خوږياڼى هغه وخت، چې د ننگرهار د عالي ليسې تدريسي مرستيال او د پښتو ادبياتو استاذ و د جلال آباد د ښار والۍ په سينما كې يې ننگرهار ننداره د ارواښاد گلشاه ساپي په مرسته جوړه كړه، چې دى د ننگرهار نندارې موسس هم دى او دلته به يې خپلې ډرامې تمثيلولې، چې ساير هراتي هم ورسره كار كاوه.

د ((جامعې مکروب)) ډرامه يې، چې په ((ننگرهارننداره)) کې له ښاغلي ساير هراتي سره يو ځاى نندارې ته وړاندې کړه؛ د وخت والي په ١٣٣٩ ل کال بندي کړ، چې د والي په تبديلېدو او د تنظيمه رييس په توگه د مرستيال خان محمد خان په مقررېدوپه لومړۍ شېبه په ١٣٤٠ ل کال کې له بنده خوشې شو.

دى مجبور شو چې ځان د ابن سينا ليسې ته تبديل كړي. د خپل ماموريت لومړي لس كاله يې په معارف كې د ښوونكي، سرښوونكي او مفتش په توگه كار كړى او په ١٣٤٢ ل كال د پښتو ټولنې د زيرې د اوونيزې د مدير او بيا د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې رياست، د پوهنې د مجلې مدير او چلوونكى ټاكل شوى دى .

په ١٣٤٣ ل كال د اطلاعاتو او كولتور وزارت په وړانديز هغه وزارت ته تبديل او د هېواد ورځپاڼې د تدقيق او څېړنې د مدير په توگه يې په كار پيل وكړ، د ١٣٤٧ ل كال د سنبلې په مياشت كې د ننگرهار ولايت د اطلاعاتو او كولتور د لوى مدير او د ننگرهار ورځپاڼې د مسوول چلوونكي په حيث مقرر شو.

په١٣٥٠ ل كال كابل ته تبديل او د اصلاح ورځپاڼې د پښتو څانگې د مدير په حيث وټاكل شو.

د ١٣٥١ ل كال په وروستيو مياشتو كې د دوه يم ځل له پاره د ننگرهار د اطلاعاتو او كولتور د لوى مدير او د ننگرهار ورځپاڼې د مسوول چلوونكي په توگه مقرر شو.

په ١٣٥٣ ل كال د فراه ولايت د اطلاعاتو او كولتور د مدير او د سيستان جريدې مسوول چلوونكى شو او د ١٣٥٤ ل كال د عقرب په مياشت كې د كندز د اطلاعاتو او كولتور د مدير او د كندز جريدې د مسوول چلوونكي په توگه وټاكل شو، چې دا دنده يې تر ١٣٥٦ ل كال پورې تر سره كړه.

په همدغه كال د جمهوريت د اخبار د پښتو د تدقيق مدير او وروسته د هيواد ورځپاڼې مرستيال او د ١٣٥٩ ل كال د سنبلې په مياشت كې د انيس ورځپاڼې د مسوول مرستيال په توگه وټاكل شو. بيا د هېواد ورځپاڼې د ادب او فرهنگ د څانگې مسوول شو. په هيواد كې يې مافوق رتبې ته ترفيع وكړه او بيا په (١٣٧٩ ل) کال کې تقاعد وركړ شو.

لومړى شعر يې هغه وخت ويلى، چې د علامه سيد جمال الدين افغان مزار له تركيې نه كابل ته راوړل شو. د ده په خپل اواز له كابل راډيو څخه خپور شو او لومړنى شعر يې د ننگرهار په ورځپاڼه كې په ١٣٢٨ ل كال كې چاپ شوى، چې مطلع يې دا وه:

د وطن خدمت كومه څومې ساه وي په بدن کښې

ورنه سر قربــانومه څومې ساه وي پـه بدن کښې

د ده كتابي اثار

الف : چاپ شوي اثار :

١- دوه ياران ناول په ١٣٣٦ ل كال د اتحاد مشرقي د ادارې له خوا چاپ شويدى.

٢- ارمان د لنډو كيسو ټولگه ده ،چې د اطلاعاتو او كولتور د وزارت له خوا يې د ١٣٤٣ ل كال د كانديد شويو ادبي اثارو په جمله كې د رحمان بابا دوه يمه درجه جايزه گټلې او د خپرونو د لوى رياست له خوا په كتابي بڼه په همدې كال خپور شويدى. او بيا په دوه يم ځل په ١٣٨٤ ل كال په پېښور كې چاپ او خپور شو

٣- ټنگ ټكوردتغزلي شعرونو ټولگه ده، چې د ننگرهار د اطلاعاتو او كولتور د لوى مديريت د ننگرهار ورځپاڼې له خوا خپره شوې ده.

٤- انقلابي نغمې د شعرونو ټولگه ده ،چې په ١٣٥٩ ل كال کې د ليكوالو او شاعرانو د اتحاد يې له خوا چاپ شوې ده.

٥- دا حسن دا لمبې شعري ټولگه په ١٣٧٠ لكال د اطلاعاتو او كولتور وزارت د كتاب چاپولو د موسسې له خوا چاپ شوې ده.

٦- ارماني رازونه، شعري ټولگه ده ،چې په ١٣٧٤ ل كال د ليكوال په خپل لگښت په پېښور كې چاپ شوې ده.

٧- ادبي ليكونه د نثري ادبي ليكونو ټولگه ده، چې په ١٣٨٢ ل كال په پېښور كې د ختيځ بيا رغونې ادارې (كور) له خوا چاپ اوخپره شوې ده.

٨- گلان د ښاغلي نوابي د كتاب ژباړه ده، چې داريك كتابتون له خوا خپره شوې ده.

ناچاپ اثار:

1- د پښتو لغوي پانگه: د زيري په جريده او ننگرهار مجله كې پرله پسې خپره شوې ده.

2- ادبي موضوعگانې په زيري، ننگرهار او كندهار مجله كې پرله پسې د ١٣٣٦ ل كال څخه را په ديخوا د مقالو په بڼه خپرې شوې دي.

3- سندريز پيغام: شعري ټولگه

4- د محبت پيغام: شعري ټولگه په دوه ټوکونو كې.

5- د وحشتونو ننداره: شعري ټولگه.

6- فرياد: د شعرونو ديوان د الفبا په ترتيب راټول شوى دي.

7- خاطره: شعري ټولگه.

8- ملي دردونه: حماسي او وطني شعرونه

9- د جونگړې ملنگ: د ډرامو ټولگه

10- د غزلونو كليات: لومړى ټوك شعري ټولگه

11- جرس شعري ټولگه

12- لوڅه څنگل: ناول

13- څلى او نرخونه په پښتو ادب كې : د پكتيا په مجله كې پرله پسې خپاره شويدي او په سوونواو زرگونو مقالې او سرمقالې، چې په ورځپاڼو، جريدو او مجلو كې خپرې شوې دي.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

17 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالروف قتيل خوږیاڼی

 

 تاته د مينې ليونۍ خبره چا وکړله
د هغې ښکلې درخانۍ خبره چا وکړله

مينه مې چا درته رسوا کړه چې مغروره يې کړې
په ځان مغرورې پورنۍ خبره چا وکړله

خوری چې مې زړه د نا محلوم اميد په نيله ټالۍ
ورته د مينې پخوانۍ خبر چا وکړله

دا دښکلا ذرو کې نغښتې د نظر ما يوسی
دمغرور حسن ننۍ خبره چاوکړله

دګل په سره بار خوده پرخه کې ژړا د بلبل
راته د خپلې حيرانۍ خبره چا وکړله

په شمعه سوی پتنګ دا وروستۍ سلګې کې ووی
دسوې مينې سپيلنۍ خبره چا وکړله

دزړګی هيله د قتيل د اوښکو زړه کې پرته
دمرغلرو د سيپۍ خبره چاوکړله
 
کابل ۱۴ـ ۶ـ ۱۳۶۷

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالروف قتيل خوږیاڼی

 دخمارو سترګو نظر راځنې مه سپموه
تش د سورکو شونډو خبر راځنې مه سمپوه
 
که ژوندون اخلې ما لامخکې قربان کړی له تا
دنيا دې ستاوي يو دلبر راځنې مه سپموه
 
بې وفانه شې په مزل کې مې يوازې نه کړې
ژونده د دې پيرزو ګدر راځنې مه سپموه
 
قدمه لږ څه مېړنی شه لاره لنډه ښکاری
بې همتی ده خپل اثر راځنې مه سپموه
 
يوګوټ اوبه د ژوندانه څښمه د شونډو جام کې
په دغه لاره کې هنر راځنې مه سمپوه
 
دغزل توری به ګلونه ستا د زلفو کړمه
دقتيل مينې خپل شرر راځنې مه سپموه
 
 
ګرجستان ــ پسواند اليتفوند هوتل
۲۰ اکتوبر ۱۹۸۸
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالروف قتيل خوږیاڼی

 لږ راستنه ښکلی په لاره شه چې زړه مې ښه شي
يو څه معطل زما له پاره شه چې زړه مې ښه شي
 
پوهيږم تاته به تکليف شی که نظر راستون کړې
زکات د حسن ته تياره شه چې زړه مې ښه شي
 
اغزن نظر دې په مين زړګي لږ ښه وټومبه
سالو کې ورو ، ورو را دوڅاره شه چې زړه مې ښه شي
 
ويشتلی زړه د خپلو شونډو ګل کې ښه ونغاړه
دغه غريب ته پر ستاره شه چې زړه مې ښه شي
 
دا ستاد ورځو تيغ وژلی زړګی چاته يوسم
قتيل زړګی ته مدد ګار شه چې زړه مې شه شي
 
 
ګرجستان ــ پسونداليتفوند هوتل
۲۰ اکتوبر ۱۹۸۸
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالروف قتيل خوږیاڼی

د خټک صيب د غزل په اقتفا

قدم به په اغزونو پورته کوو مخکې به ځو

له سترنزو ډکه لار به لنډوو مخکې به ځو

 

له تورو شپو وتل په ځانځانې کې محال ښکاري

لاسونه به یو بل ته ورکوو مخکې به ځو

 

اغزو، نه ډکو دښتو کې مزل د قدم وياړ دی

په ځای به يې ګلان زرغونوو مخکې به ځو

 

باک نشته که ځوانۍ د سرو ګلونو مو خزان شي

ژوندون له بيوزلۍ نه خلاصوو مخکې به ځو

 

 شملو د لوپټو د پت په لاره کې سرايښی

سرونه به په پت قربانوو مخکې به ځو

 

د نرميړنی هوډه وطن پت درځنې غواړي

غرور د جابرانو ماتوو مخکې به ځو

 

شملو ته چې سپک ګوری په ټکبرو سوداګری کا

غوږونه د وختونو تا وو ؤ مخکې به ځو

 

په هو د شمله ورومې سوکند دی پورته کړې

قتيله خپل ارمان پوره کوو مخکې به ځو

کابل ۱۳ـ ۳ ـ ۱۳۶۷

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالروف قتيل خوږیاڼی

مست يم له مستيو نه سر شاره زما مينه ده

ډکه له نشو او له خماره زما مينه ده

 

مه رانژدې کېږه شيخه ځه وخت د مستۍ دی

هسې به خپه شې نا قراره زما مينه ده

 

تا د جنت حورو ته دام ايښی په شيخۍ کې دی

خدايږو  وله دامونو نه بيزاره زما مينه ده

 

وينه مې رګونو کې ځيږي له مستۍ ځنې

دغه تقدس ځنې نثاره زما مينه ده

 

دا مستی د مينې په يو ځل هم نصيب کيږي نه

راشه ساقی راشه انتظاره زما مينه ده

 

زه دمينې مست یم او قتيل د خوږې مينې يم

خدايږو چې له نورو بيله لار زما مينه ده

کابل ۲۸ـ ۴ ـ ۱۳۶۲

 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالروف قتيل خوږیاڼی

حرارت دا ستا د شونډو بيگانی دی
چی مې نن هوس په زړه کې غرڅنی دی
 
چی دې څومره شونډی زبيښم هومره خوند کا
په هر رگ کی يې د شاتو گبينی دی
 
دواړه شونډی دې په شونډو راته کيده
دې نبات پسی ما شوم زړه ليونی دی
 
چی يې اور زما په رگ رگ کې بل کړی
هر نفس دې راته  ښکاری اورنی دی
 
ستا د شونډو د مجمر له ډيره تاوه
هر خواهش مې دزړگی جوړ سپيلنی دی
 
د قتيل د وچو شونډو سوال قبول شو
چی شربت پرې ستا د شونډو بارانی دی

کابل ۱۴ ـ ۶ ـ ۱۳۶۰
له جنگ سره جنگبشپړ شعر ولولئ

له جنگ سره جنگ

عبدالروف قتيل خوږیاڼی

 زه له جنگ سره په جنگ يم

جنگ زما ښايسته نړۍ کړي
په لوخړو تکه توره
ښايسته ښکلى ماشوم وي
د مور غيږه کې لوبيږي
مور يې وتخڼوي مينه
لغتکې کړي مستيږي
بم د پاسه را غوټه شي
د مور وينو کې شټيږي
مينه وچه شي په زړه کې 
زړه ټوپونو، نه ودريږي
نه خندا او نه موسکا وي
فوارې وي د سرو وينو
د انسان له زړه خوټيږي
جنگه ورک شې! جنگه ورک شې!
زه له تاسره په جنگ يم
ښايسته گلان خزان کړې
دښته جوړه کړې له کوره
مور د زوى سرته ژړيږي
زوى د پلار پسې گرځيږي
همدا چيغې وي هر ځاى کې
هلئ پلار مې، هلئ زوى مې
هلئ ساه مې د مور خيژي
چې لمبه پرې بله راشي
شنه تخته شي وغځيږي
ښايسته ښکلي مخونه
داسې واړ وې په بله
چې هرگز پېژندى نه شي
بل لاڅه چې دى په خپله
خلاصه کړې چې تا خوله ده
ولسونه دې خوړلي
جنگه تا سره په جنگ يم
تا ښکلا ته مې د مينې
ده ورکړې بڼه نوره
ښايسته ځوانان دې ورک کړل
د دنيا له ښکلي مخه
ښه سوغات دې شل او شوټ دى
څوک بې لاسه څوک بې پښو وي
جنگه ورک شې تور ښامار يې
د انسان د سر قاتل يې
نه دې زړه په چا رحميږي
نه دې مينه را پاريږي
راته څه لوي مصيبت يې 
د مغرور انسان افت يې
اور او وينه در سره دي
د ښايسته نړۍ لپاره
ته لوى تندر يې هيبت يې
ځکه تا سره په جنگ يم
جنگه ورک شې د دنيا نه
چې خلک خلاص شي ستا له اوره
تل دې سوله امنيت وي
چې جهان ټول محبت وي
هر خوا مينه وي خندا وي
را خپره په وچو شونډو
د غريب ماشوم موسکا وي
تازه گي او طراوت وي
هره خوا ښکلا ښکلا وي
هره خوا زينت زينت وي
ژړا ورکه وي د خولو نه
ښه وروري صميميت وي
ژوندون خلاص له بيوزلۍ وي
محترم انسانيت وي
جنگ دې ورک شي تالانگر دى
سوله تل دې ژوندۍ اوسي
زه له جنگ سره په جنگ يم
جنگ زما ښايسته نړۍ کړي
په لوخړو تکه توره
پېژنيبشپړ شعر ولولئ

پېژني

عبدالروف قتيل خوږیاڼی

منزل ته رسي هغه قوم چې خپل کاروان پېژني
د ترقـــۍ پوړ ته رسیږي، چې خپل ځان پېژني
 
هغه چې خپل حـــالت پخپلبه بـــدلــوی شي کنه
له غمه خلاص وي تقاضا ، چې د زمان پېژني
 
تر خپــل هـــدفه رسیدل نصیب د هغه قوم شي
چې په پــوره بصیرت بانـــدې رهـبران پېژني
 
خود غـــرضي ملــي تهضت لــره بلا شي کنه
هغه به خلاص وي له بلا چې عزیزان پېژني
 
هرګـــز به نشي هغه مشر له کشرانو، نه سپک
چې د نرمۍ په نظر باندې خپل کشران پېژني
 
قــتیــله ژونـــد شي په جهان کې نصیبه د هغو
ملي تړون قومي وحدت چې په ایمـــان پېژني
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالروف قتيل خوږیاڼی

د شبنم پــه کـــــنډولــــــي کې د گلانـو جهان ناڅي
مينــــه ناڅـــي، الفت ناڅي ورسره پتنــــگان ناڅي
 
دا شبنم دومره ښايسته دى که تر لاندې گلاب مخې
چې يې لاس راکړ فنـــا شــو ورسره ملنگان ناڅي
 
د گلــــونـــو انعکاس دى د شبنمــــو پــه ښېښه کې
پاڼې پاڼې سره گلــــــونــه پــــه هوا د جانان ناڅي
 
زه په کومــو سترگو باندې د اشنا کوڅې ته ورشم
چې مينې ارزوگانې په ريښکــــو د گريوان ناڅي 
 
زه مجبــــور يمـــه د مينې په سر خاورې بادومه
زما اوښکې طوفانې شوې په لمن د طوفان ناڅي
 
خدايه! ستا په لوى جهان کې د فراق سندرې وايم
د اياز پــه ياد ((قتيله)) د محمـــــود گلستان ناڅي
ښه دیبشپړ شعر ولولئ

ښه دی

عبدالروف قتيل خوږیاڼی

په سرکې شورزړه گې انگارښه دی
ژوندکې همدغه افتخارښه دی
 
له دنيوي ثروت رسوخه ځنې 
دخوږې مينې اعتبارښه دی
 
دمحبت درنگينی جهان کې 
خوږتصوراوانتظارښه دی
 
دبې دردانوله گلزاره ځنې 
ديوشهيدپتنگ مزارښه دی
 
له خودغرضه شخصيت ځنې 
داجتماع يوخدمتگارښه دی
 
دمحبت دليونوپه خاطر 
(قتيله) تالره چلتارښه دی
 
۱۳۳۶/۱۰/۲۳