د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ميوند قرار

د ميوند قرار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

36 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند قرار

مـا زنـدګي اور کـى نـيـولي وه لمبې وهلې
د ژوند په دشته کى به چا راته نارې وهلې

دغه اواز پسې به تلمه خو پيدا مى نه کړو
د ښپو خاپونو پسې ما دشتې ميرې وهلې

اي مـورى ستـا ژړا زمـا له يـاده کله ووځي 
اي مـــورى ستـا ژړا زمــا زړه کى ارې وهلې

هر يو ته بيل بيل مى ژړل اوښکې مى نه ودريدې
اوف چى د هر يو ځوان په قبر مى لوحې وهلې

په دغه ښار کى مى د حق غوښتنه چا ونه کړه
خـو لـيـونى وم مـا د هر چا دروازې وهلې

قراره بـيـا مـو خوشحالي شوله پـه غـم بدله
راغـلي انـجـونـى نـا خـبــره وى چمبې وهلې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند قرار

هغه شکوه له مانه هم کوى ګيلې هم کوي
زما وجود کى فنا غواړى فاصلې هم کوي

دا انتها د ليونتوب ده که د مينى جنون
د ځان نه لرى مى شړي او بيا نارې هم کوي

ستا ليوني دا ستا د تلو نه پس شو داسى عادت
تا پسې ګوتې د لاسو خوري اندښنې هم کوي

په جدايۍ کى يۍ ځان اور واخلي لبمې هم کوي
ګوره کنه ستا د ساګانو نه جامې هم کوي

زه مى د يار په دغه دو اداو مړ مړ يمه
چى ما ته ګورى د بل چا سره کيسې هم کوي

د دى سړى لاسونه سرهٙ دى د انسان په وينو
بيا تا ته ودريږى خدايه او سجدې هم کوي

ملا صيب وايه چى د دى قاتل سزا به څه وي
خپل ارمانونه قتلوى او جنازې هم کوي

يا خو شاعره شوه قراره يا ميئنه ښکاري 
ځان سره وايۍ غزلونه زمزمې هم کوي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند قرار

لګ د ژوند اخوال يۍ اخله ليونى دى 
انـتـهـا تــه رسـيـدلـي يــو ســړى دى

ته د خپل رنځور پوښتنه داسې وکړه 
دومره اوايه چى مړ دى که ژوندى دى

خود پرسته په قيمت يۍ نه پوهيږى
ژوند په ګوته کى غمې دى يو غمى دى

ته چى لاړى زه کالبوت يم پاتې شوى
زه قسم خورمه قسم زما په خداى دى

دونــيـا هـغـسـې پـه شـور ده لـونـيـه
راشه وګوره يو ستا په کې کمى دى

الوداع په داسې وخت کى پکار نه ده
د باران څاڅکې شروع دى ماښامى دى

که عربت مى ځواني وخوړه قراره
ستا احسان دى ربه خيال مى له زلمى دى
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند قرار

وايـۍ بـس زه درنـه ځـم حـلـک پوهيږى
بس دى پرى مى ږده صنم حلک پوهيږى

زه که هر څو خانده رويه شمه مړه
زما سترګو کى په نم حلک پوهيږى

ستا په پل باندې قدم ږدمه او ځمه
زه چى اخلمه قدم حلک پوهيږى

خود عرضه زمانه ده ګيله نه کوم 
ګني ښه زما په غم حلک پوهيږى

دا د نه کتو تمثيل هم سومره ګران وى
خو په سترګو مى بيا هم حلک پوهيږى

ستا د نشتون احساس هر چا سره نه و
ستا په قدر محترم حلک پوهيږى

هسې واه واه ورته وليکي قراره
په هنر باندې ډير کم حلک پوهيږى
نظمبشپړ شعر ولولئ

نظم

ميوند قرار

ژوند د فلم يو صحنه وه
زه د دى فلم هلک وم
په زړه باندى ډير کلک وم
او د ګل په شان نازک وم
په همزولو کى ملک وم
قرار مى تخلوص وو
او ميوند زما نامه وه

ژوند د فلم يو صحنه وه

زه د هر چا مسيخا وم 
د هر چا درد ته دوا وم
په خندا کى په خندا وم
په ژړا کى په ژړا وم
د ماشوم سره ماشوم وم
د بوډا سره بوډا وم
د هر چا زړه مى ساتلو 
خو بيا هم دا زمانه رانه خفه وه

ژوند د فلم يو صحنه وه

شاعرې سره مى شوق وو
زندګې سره مى شوق وو
د محنت سره مى شوق وو
د خوارې سره مى شوق وو
د رحمان سره مى شوق وو
د حمزه سره مى شوق وو
د غنې سره مى شوق وو
په شعرونه کى پرته يۍ فلسفه وه

ژوند د فلم يو صحنه وه

زما ځان ته دونياګۍ وه
زما ځان ته ٶ خيالونه 
زما ډير ٶ ارمانونه
که په کار کى که په لار کى وم 
خو په زهين کى هغه وه

ژوند د فلم يو صحنه وه

فلم سر د خندا وي
مينځ کى خيال وي
يو تصوير وي يو کمال وي
څو صحنه وي درده ونکى 
څو صحنه وي خندونکى
او اخيره کى ژړا وي 
خو جينۍ په کى ښايسته وه

ژوند د فلم يو صحنه وه

اخ چى کله شوم بى وروره
زندګي مى شوه بى شوره
مور مى هم درپسې مړه شوه
ته خبر يۍ کنه وروره
زه اوس ګرځمه بى کوره
په ژوندون کى مو تياره ده 
نه رڼا وه نه ډيوه وه

ژوند د فلم يو صحنه وه

هغه ورځ راته ياديږى 
هغه شيبه مى نه هيږى
هغه کال هم راته ياد دى
هسپتال هم راته ياد دى
ستا په خوله چى اکسيجن وو
چا ويل چى دا ښه کيږى 
چا ويل چى دا جوړيږى
حلک ټول درنه چاپير وو
ډاکټران هم بلها ډير وو
هغه ماشين يو دم زنګ شروع کړو
ستا فشار وو صفر شوى 
ستا د زړه خرکت نه وو
ډاکټرانو ويل مړ شو 
خدايه ما سومره بى واره چيغى وکړى
ما دا يو چيغه اخيره پورى وکړه 
زما خوله باندى نه نه وه

ژوند د فلم يو صحنه وه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند قرار

زه ستا په سر باندې قسم خورم ته يقين نه کوى
تــا تــه واړه واړه قـسـمـه زه دا ځـل نـه خـورمه

بى مينى مه شى خو څنګل مى سر ته مه کې ږده
زه د خپل سر لاندې دا ستا نازک څنګل نه خورمه

زمـا د خولى جواب کـه وايۍ ورتـه داسې وايـه
هغې ته وايه چى اوس ښه يمه درمل نه خورمه

ما په بى ځايه اندښنو ځان له خپل زړه وخوړو
بس اندښنې نـه کوم زړه مى مکمل نـه خورمه

ډاکټر خـو واي چـى دوا خـوري دوعاګانى کوى
ته خو ويل چى دوا خورم خو مسلسل نه خورمه

د دى نه ښه ده چى خپل ځان په تنهايۍ و خورمه
قـراره ځـان نـور پـه سنـدرو پـه غزل نـه خورمه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند قرار

بيا ماښام دى بيا مى زړه په خوږيدو دى
د چـا يـاد لـکـه بــاران ښه پـه شيـبـو دى

تـمـاشې لـه کـه يـۍ راشي خوند بـه وکا
د ليـمـو بـام مـى رور رور پـه نـړيـدو دى

شابـه زر وايـه پـه چـا پـسـې خـفـه يـۍ
ولـى ستـا د لاس اترنګ پـه ختميدو دى

اې زمـا د مـرګ پوښتنه چـا نـه مـه کړى
مــا پـخـپـلـه ځـان وژلـى پــه نـشـو دى

د امـيـد پـه لاره نـور نـه ځمـه بـس دى
لار اوږده ده او مـزل ډيـر پـه اوږدو دى

زه يۍ د ګوتو په بندونو باندې شمارم
نـور علط رانه حساب ستا د واعدو دى

راشــه وګــوره درزا مـى د زړه واوره
ستا ليدو سـره مـى زړه په درزيـدو دى

چـرتـه لاړلې د سترګو نـور يۍ کم شو 
يـو سـړې پـه تـا پـسې پـه ړنديدو دى

سـومره غـم چـى تـا لـيـدلي دى قراره
پــه والله قــراره زړه دى د کــتـــو دى 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند قرار

بدرنګ دى کړم غربته آيئنه راپورې خاندي
ته ګوره کنه خدايه زمانه راپورې خاندي

ما زوره وره تنده وژني ته دا حلک ګوره
چى اوايمه چرته ده چينه راپورې خاندي

زه د تنهايۍ ملګرو هم تنها پريښى يم
يقين وکړه چى خپله شوګيره راپورې خاندي

يا زه ليونى شوى يم يا دا حلک ليوني دي 
د ځان سره چى اخلم ستا نامه راپورې خاندي

له خو د لفظونو جوړلو بى هنره يم
له خو د لفظونو فلسفه راپورې خاندي

ما اوريدلي وو اکثر چى خانده دوه رنګه وى
اوس پوى شمه صاحبه چى هغه راپورې خاندي

يو تا نه ګيله نه کوم چى ته راپورې خاندي
قراره دغه ټوله محله راپورې خاندي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند قرار

وړه خو نه يۍ چى کوې ماشومانه خويئونه
ښه نـو تـه ولى کوې دومره عجيبه خويئونه

توبه توبه دې بعضو بعضو سره خوند نه کوې
تا سره خوند کوې کوه ته نازدانه خويئونه

دغه تصوير کې سادګي سومره ظاهره ښکارى
ګـوره اشنا زمـا لرى سومره درانه خويئونه

بيا به زما نه نه هيريږى ما به ډير ځوره وى
جانانه مکوه زما مخکې ښايسته خويئونه

ساه مى اوباسې مړ به شمه خون مى ستا په غاړه
ته چى په سترګو کې کوې قاتلانه خويئونه

قراره دا خو غزل نه وو او ته واه واه کول
خو په ما ښه لګي دا ستا شاعرانه خويئونه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند قرار

د ريـوايـتـو د دايـرې نـه بـهـر نـه وځـمـه
ځکه د خپل کور دروازې نه بهر نه وځمه

زه پښتنه يمه پښتو باندې ايمان لرمه
چرته چى ځمه لوپټې نه بهر نه وځمه

ډزوو کى وشومه پيدا شومه او لوى هم شومه
خالقه ولى د جګړې نه بهر نه وځمه

ما ترې حالات لرى کوى زه يۍ جنت ګڼمه
ګينى نو زه د دى کوڅې نه بهر نه وځمه

هره خبره کى د ميني ذکر خولې ته راځې
چى ولى دغه کلمې نه بهر نه وځمه

ساقي قربان دى شم کيسې کوه پيالې پريګده
ساقي نن شپه د ميکدې نه بهر نه وځمه

چى تصويرونه ته د ژاړمه ډيوه مړه کمه
تياره کى خوښ يمه تيارې نه بهر نه وځمه

قراره زه د خپل زړګې لمبو ته ځان نيسمه
زه مى د خپل وجود لمبې نه بهر نه وځمه