د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ميوند قرار شعرونه

غزل

د ريـوايـتـو د دايـرې نـه بـهـر نـه وځـمـه
ځکه د خپل کور دروازې نه بهر نه وځمه

زه پښتنه يمه پښتو باندې ايمان لرمه
چرته چى ځمه لوپټې نه بهر نه وځمه

ډزوو کى وشومه پيدا شومه او لوى هم شومه
خالقه ولى د جګړې نه بهر نه وځمه

ما ترې حالات لرى کوى زه يۍ جنت ګڼمه
ګينى نو زه د دى کوڅې نه بهر نه وځمه

هره خبره کى د ميني ذکر خولې ته راځې
چى ولى دغه کلمې نه بهر نه وځمه

ساقي قربان دى شم کيسې کوه پيالې پريګده
ساقي نن شپه د ميکدې نه بهر نه وځمه

چى تصويرونه ته د ژاړمه ډيوه مړه کمه
تياره کى خوښ يمه تيارې نه بهر نه وځمه

قراره زه د خپل زړګې لمبو ته ځان نيسمه
زه مى د خپل وجود لمبې نه بهر نه وځمه
د شاعر نور شعرونه ←