د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ميوند قرار شعرونه

غزل

وايـۍ بـس زه درنـه ځـم حـلـک پوهيږى
بس دى پرى مى ږده صنم حلک پوهيږى

زه که هر څو خانده رويه شمه مړه
زما سترګو کى په نم حلک پوهيږى

ستا په پل باندې قدم ږدمه او ځمه
زه چى اخلمه قدم حلک پوهيږى

خود عرضه زمانه ده ګيله نه کوم 
ګني ښه زما په غم حلک پوهيږى

دا د نه کتو تمثيل هم سومره ګران وى
خو په سترګو مى بيا هم حلک پوهيږى

ستا د نشتون احساس هر چا سره نه و
ستا په قدر محترم حلک پوهيږى

هسې واه واه ورته وليکي قراره
په هنر باندې ډير کم حلک پوهيږى
د شاعر نور شعرونه ←