پښتو ادب · شاعران
کامران احمدزی
د کامران احمدزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
څه وخت وو نوبشپړ شعر ولولئ
څه وخت وو نو
کامران احمدزی
ژوند همدا دی
چې ستا لاس په لاس کې واخلم
او د ګوتو له بندوو دې
ښه په زوره زوره وباسم ټکونه
ته له درده شې په ملا باندې راقاته
او زه ستا دغې ادا ته له خندا نه
ستا په غیږه کې در ړنګ شم
ژوند همدا دی
چې زه کار څخه ناوخته کورته راشم
دا مې وره کې لاره څاري
کاري بکس رانه واخلي
پخپل ځای کې یې خوندي کړي
او بیا شنه له خندا راشي
په پستو وریښمنو لاسو
مې دا ټول بدن چاپي کړي
په تندي مې لاس راکیږدي
راته وایي
ګرانه تبه خو دې نه ده؟
که مریض کار ته مه ځه
هسې هم له لوږې نه مرو
روزي خدای رارسوي وعده یې کړې.
ژوند همدا دی
چې دې مخې ته لیپټاپ وي لږولی
او خپل سر دې وي ددې په زنګون ایښی
او په ګډه یو د مینې فلم ګورئ
پکې داسې صحنه راشي
چې هلک له جینۍ کلکه غاړه اخلي
دا دې غلې په ویښتو کې لاس راکش کړي
او خپل سر درته راټیټ کړي درته وایي
واخله، زه په تا پوهیږمه لیونیه
چې بوسې ته دې زړه وشو
ژوند همدا دی
چې له کوره بهر شپه درباندې راشي
ماسختن دې ټیلفون ته میسج وکړي
((که مصروف نه یې کیسې به سره وکړو))
او بیا ان تر نیمې شپې پورې ناوخته
په وړو وړو خبرو
په ناز ناز دې
د خوبو تر ښاره یوسي
ژوند همدا دی
ژوند د مینې دوهم نوم دی
ژوند په مینه باید تیر شي
ژوند دکرکې له ذات نه دی
نفرتونه باید هیر شي.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کامران احمدزی
راتاو دې نکړې تیرې زمانې ملنګه ځه
پوهیږم راته مه کړه بهانې ملنګه ځه
نور نه درځم زیارت ته سوال مې وخته قبول شوي
چې ونه ساتې نورې هدیرې ملنګه ځه
تصویر چې دیو یار ساتلی نه شي حافظه کې
نو څنګه درنه واخلم اینې ملنګه ځه
تا تش د خیراتي مینې کچکول غاړه کې ایښی
تا نه دي تیرې کړي شوګیرې ملنګه ځه
پښتو ده خدای ته وګوره پيغور به راته جوړ کړې
پښتو ده کنه اې دد دروازې ملنګه ځه
بیګا ته مې دهغه احمدزي لالي په قبر
ځه وکه کنه بلې کړه ډیوې ملنګه ځه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کامران احمدزی
ورغلمه ټولې هدیرې ویلې هی هی
ژونده له ما وروسته زمانې ویلې هی هی
څو ځله مې وویسته او څو ځله مې ماته کړه
نور راته باور وکړه توبې ویلې هی هی
څه د سپوږمۍ شپه وه څه سندرې وې څه کیف وو
ما ورته غزل ویلې او دې ویلې هی هی
اوښکو مې ګریوان ته تسلي ورکړه چې رابه شي
زړه ته به مې بندې دروازې ویلې هی هی
څه به مې دسپین مخ تلاوت کاوه لګیا به وم
څه به مې د شونډو سیپارې ویلې هی هی
تا چې ورته ځان سینګاروه داحمدزي په نوم
حال به راته هغې اینې ویلې هی هی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کامران احمدزی
په پرهرونو به دوا وکي نو ښه به وکي
هغه که لږ شانتې موسکا وکي نو ښه به وکي
مور مې چې دا خبره بیا وکي نو ښه به وکي
پلار مې چې مالره همدا وکي نو ښه به وکي
لالی به شپه پاتې شي زه به یې دیدن وکړمه
باران که خدای پاک تر سبا وکي نو ښه به وکي
دجونو سرکې دچمبې درز ته په ملا شي قاته
تکرار که بیا ددې ادا وکي نو ښه به وکي
زړه ورکومه په بدل کې ترینه زړه غواړمه
که توکل وکي دا سودا وکي نو ښه به وکي
چې احمدزي لره دعا کوي نو ښه نه کوي
چې احمدزي لره ښیرا وکي نو ښه به وکي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کامران احمدزی
څه د داعش څه د انګریز څه د مولا ونډه
په ورانیدو د ملک کې واخیسته هر چا ونډه
دمحبت خالقه کرکه ترې کړم نه یې اخلم
دمحبت خالقه بده ده زما ونډه
سلګۍ ژړا ویر او خفګان مې دمورکۍ ونډه
په بمو سوری سوری بدن مې دبابا ونډه
د خدای په ذات له دې بد ذاتو یې پوښتنه وکړه
که ددې ولس قتل کې نلري پاچا ونډه
زوی مې زلمی شو مکتب نه پرې وایم ملک پرې ساتم
اردو کې اخلي به که نن شوه که سبا ونډه
اخ ډز شو اخه لکه چې بیا جومات کې بم والوته
لکه چې بیا مو احمدزیه شوه ژړا ونډه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کامران احمدزی
بیا لکه چې کوم ویر خور په زړو د ګلابونو ده
پرخه چې پرته په اننګو د ګلابونو ده
ژوند زمونږ تړلی په زنځیر دګلابونو دی
مینه زمونږ ګرانې له رشتو د ګلابونو ده
شکر دی د ملک مې اوس اکثر بچي مکتب ته ځي
شکر دی په دې باغ کې نمو دګلابونو ده
باد دیار د زلفو بوی راوړي ته وا قسم په خدای
چرته که شیندلې چا خوشبو د ګلابونو ده
چا راته سپرلي کې د یوې غاړې ویلي دي
دلته انتظار اوس تر راتلو دګلابونو ده
یه باور دې وشه احمدزی لالیه ماسره
ستا تصویر په منځ کې د پوښو د ګلابونو ده