د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي کامران احمدزی شعرونه

غزل

بیا لکه چې کوم ویر خور په  زړو د ګلابونو ده 

پرخه چې پرته په اننګو د ګلابونو ده

 

ژوند زمونږ تړلی په زنځیر دګلابونو دی 

مینه زمونږ ګرانې له رشتو د ګلابونو ده

 

شکر دی د ملک مې اوس اکثر بچي مکتب ته ځي 

شکر دی په دې باغ کې نمو دګلابونو ده

 

باد دیار د زلفو بوی راوړي ته وا قسم په خدای

چرته که شیندلې چا خوشبو د ګلابونو ده

 

چا راته سپرلي کې د یوې غاړې ویلي دي 

دلته انتظار اوس تر راتلو دګلابونو ده

 

یه باور دې وشه احمدزی لالیه ماسره 

ستا تصویر په منځ کې د پوښو د ګلابونو ده 

د شاعر نور شعرونه ←