پښتو ادب · شاعران
منګل ښېوه وال
د منګل ښېوه وال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
منګل ښېوه وال
زه څه خبر وم دېوالونو ته ورغاړې وتم
په ځان پوه نه شوم ستا يادونو ته ورغاړې وتم
ما دې ازغن ازغن حالاتو سره شپې تېرې کړې
زه ستا د اوښکو امېلونو ته ورغاړې وتم
په رڼا ورځ مې ستا دحسن تذکرې يادې کړې
په توره شپه ستا تصويرونو ته ورغاړې وتم
دا ستا خوږو خوږو دردونو رانه غېږ تاوه کړه
لکه نسيم غوندې ګلونو ته ورغاړې وتم
له ما نه دومره لرې چرته سحرونه تلي
زه چې د ژوند تور ماښامونو ته ورغاړې وتم
منګله! ژوند به مې غزل، غزل، غزل، غزل شي
چې ستا د ذکر الهامونو ته ورغاړې وتم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
منګل ښېوه وال
هله مې مخ ته د ژوندون هره لمحه ودرېده
چې د انسان غوندې ګويانه ايېنه ودرېده
زه وم راوتى د رڼا او د ښکلا په تکل
لکه دېوال به زما مخ ته توره شپه ودرېده
ښکاري د کار سړى به وي همدغه يو وګړى
چې استقبآل ته يې دا ګرده ښاريه ودرېده
زما د غم په کېفيت دومره غمژن شو ماحول
زه داېرې کې وم اوماته تماشه ودرېده
په يبلو پښو، په شاړو دښتو وو نږدې منزل ته
افسوس افسوس چې بې همته قافله ودرېده
شاېد د زړه غوښې يې وې د مځکې تل کې پرتې
يوه مورجانه هدېرې ته ودرېده ودرېده
سترګې مې ډکې شوې کنډکنډ غمي راتوي شول ترېنه
کله چې ېاد ته مې سپېره د ژوند کيسه ودرېده
منګله! دا چې مسيحا نه وي نو څوک به وي بيا
د چا دپاره چې روانه جنازه ودرېده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
منګل ښېوه وال
داسې لفظونه ځايومه د غزل وجود کې
لکه هندارې لګومه د محل وجود کې
د دغه تورو شپو قاتل مې ځکه خلک بولي
رڼا څرغ غوندې راوړمه اشنا خپل وجود
لا خو مزل ته مې بلا غوندې مزل پاتې دى
دا فاصله رالنډومه په چل ول وجود کې
دا ستا د غم کيفت ګوره دل هستي به راوړي
يو ورځ به ته پيدا کومه مکمل وجود کې
تا خو د غم يو زايقه چيرته څکلې نده
عمر دې تير کړلو سبنمه په دې ګل وجود کې
خير دى که مړه دي حسرتونه د منګل وجود کې
مسيحايي به ورکومه ګوره تل وجود کې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
منګل ښېوه وال
لا خو روانه ده منګله د تقدير کيسه ده
زمونږ په برخه يې ليکلې تل د وير کيسه ده
زمونږ ذهنونه يې تر اوسه مقېد ساتلي
زمونږ زهنونو کې لا اوس هم د زنځير کيسه ده
دغه سړى خو به نن خامخا ايمان هم راوړي
ما ورته کړې د منکر او د نکير کيسه ده
زما کيسه نه ختمېدنکي سلسله وګڼه
زما کيسه خو د لفظونو د تحرير کيسه ده
اوس مې په سترګو کې منکله ائينې ځلېږي
چا تېره کړې راته ستا د يو تصوير کيسه ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
منګل ښېوه وال
د ژوند کیسه ده، چا خواږه او چا ترخه لېکلې
هر یو سړي په خپل کردار دا ډرامه لېکلې
د دغه دور المیو په هر چا وکړې کانې
دا مرثیه یو چا په خپله دروازه لېکلې
زه به له روحه بغیر هم کړمه وجود مې اثبات
ما په وران شوي قبر هم یوه لوحه لېکلې
د کاینات تمام تاریخ مې دی ژوندی ساتلی
چې د ادمه مې تر دې دا سلسله لېکلې
منګله زه په ژوند مین یم ما تل ژوند ستایلی
منګله ما په خوشبويي د ګل نامه لېکلې