د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي منګل ښېوه وال شعرونه

غزل

لا خو روانه ده منګله د تقدير کيسه ده

زمونږ په برخه يې ليکلې تل د وير کيسه ده

 

زمونږ ذهنونه يې تر اوسه مقېد ساتلي

زمونږ زهنونو کې لا اوس هم د زنځير کيسه ده

 

دغه سړى خو به نن خامخا ايمان هم راوړي 

ما ورته کړې د منکر او د نکير کيسه ده

 

زما کيسه نه ختمېدنکي سلسله وګڼه

زما کيسه خو د لفظونو د تحرير کيسه ده

 

اوس مې په سترګو کې منکله ائينې ځلېږي

چا تېره کړې راته ستا د يو تصوير کيسه ده

د شاعر نور شعرونه ←