د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

قدرت الله مظلوم

د قدرت الله مظلوم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

 

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

8 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

قدرت الله مظلوم

کړم دعا درته هیڅ کله خزان مه شې
درنه جارښایسته کابله خزان مه شې
 
دوطـــن درې دې تــــل پــــــدې ابادې
یه چـــــنار ګودر بلبله خزان مــــه شې
 
دوامــــــداره بـــــهارونه دې نصیب شه
دآشــــنا د اوربـــــل ګله خزان مه شې
 
د جانان خایست دی لاپـــسی سیوا کړ
په سپین مخ توره اوربله خزان مه شې
 
چـــــې زمــا دزړه دنیا رنګیــــنه ساتې
یه مظلومـــــه ته پخپله خزان مه شـې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

قدرت الله مظلوم

خیال د ځان هیڅ  نــــه ســــاتـــــې ملـــنګه لیونیه
ګــــرزیـــــږې خــــاک پــــروره ړنــــګه بنګه لیــــونیه
 
ته یــــی دنظر شکرانـــــه ورکــړې په سجده رب ته
ښکلــــي درتــــه وایــــی چــــې بدرنــــګه لیـــونیه
 
افسوس چی دغربت څادر کی ته نه وای رانـغښی
ځـــواني لرې دګــــل پــــه شـــان ګلرنـــــګه لیـونیه
 
داستا دمعصومیت نښې په سترګو کې ښـــکاریږي
خــــوشـــــبو دې دبــــدن لکه لـونـــــګه لیــــونـــیه 
 
دا ســــتا دغږیـــدونــــه بغـــــیر خـوب زما حرام وي
داڅــــه دې په مــــاکړي دي آهنـــــــګه لیــــونـــیه
 
دشمعې دښــــــــایست رڼا په ټول محفل خوره وه
تـــــــاهسې ځـــــان ستـــــي کړ پرې پتنګه لیونیه
 
دانـــــن چی دې مظلومه ګیلاسونه ټول خالي کړل
دنیا شوه جـــوړې نــــوره پــــه تـــا تنــــګه لیـــونیه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

قدرت الله مظلوم

راډکې که پیالې ټولې ساقې بـــې ســــوره شـــوی یم
باور وکــــړه ولاچــــې نــــن بیخـــي بې سوره شوی یم
 
د هغې قمر مخې نـــــاز نخــــــــرې یــــاره تـــوبه تـــوبه
سم روغ یــــی لیـــونـی کړمه چټي بې سوره شوی یم
 
دا مه ګوره چی ســره دي اوکه سپین دي یاکوم بل رقم
راوای ړوه ټول بس سم دستي بـــې ســــوره شوی یم
 
داڅــــــوک ده چې پـــه داســـې نــــزاکـــــت ده راروانه
قدم لـــــکه د زرکې په شان ږدي بې ســــوره شوی یم
 
دسپـــــینې سینې بام ته مې نګاره لـــږ درجـــوخت که
دې حـــــسن کړم نشه ما زنګوي بې ســـوره شوی یم
 
ملګرو تخـــــــــلیه د یـــــو څــــه وخـــــت له پاره غواړمه
یادونه دیو چــــــــا جــــوړې رازي بـــــې سوره شوی یم
 
مظلومه لــږ بـــــیان کــــه فلـــــسفه دغنـــي خان چرې
مظلومه نن په عشق کی دغنــــــي بې سوره شوی یم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

قدرت الله مظلوم

دا دخــــــکلو پـــــــــــیره ده مــــــلالــــه ده 
دا په خــــایســــتونـــــــو مــــاله مــــاله ده

پــــیره نــــورصفــــــت یی په خوله نه رازی
پــــیره دا ذاتـــــی بــــــدری جمــــــــاله ده

ستاد عشق جلال کی دومره ډوب یم چې
دنـــیا مــی په حالت بــانــــــدې بدحاله ده

نـــه پــــــوهـــــیږم دغــــه فــــکروی یـــــم
چـــی اوس هـــم زمامینی ته لــــــیواله ده

مــــاورنــــه پــــوښــــتنه دپــــرهـــــــــروکه
هــغـــې ویـــل وتــــلی مـــــی له خیاله ده

پـــــیره داجیــــــنی مـــــــی پدی خوخه ده
پـــــیره تـــــل مظلــــــــوم ســـــره ولاړه ده
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

قدرت الله مظلوم

در په دره زنـــــده ګـــــي ده
خــــه اوتــــــره زنــدګــی ده

پــه اوږو وړوم انـــــــبارونــــه
لــــکه غــــره زنـــده ګی ده

وږی تـــږی درپــــــسی یـم
پـــه نهـــــره زنـــدګــــی ده

په زر قســـمه یی بدل کړم
جـــادوګــــــــره زنده ګی ده

د ســـتم په ژرنده دل شوم
ستمــــــــــګره زنده ګي ده

طــوفـــان وړی یــم بیدیا ته 
ناخــــبره زنــــــــده ګي ده

چی عشق نه پیژني څوک 
هغه غــوره زنــــده ګي ده

کــــــډه ونــــغـاړه مظلومه
دا کافره زنــــــــده ګي ده

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

قدرت الله مظلوم

تل صفت دې دجــــمال کـــــوم لګـــیایم
زه په شعرکی داکـــــمال کـــــوم لګیایم

سرمی پښو کې درتــه ایخی دی کافره
مســــلمان یــــم خـــو اوبال کوم لګیایم

مصوریــم یــــوتصــــویــــــــر دی جوړومه
اننګې کې درته خــــال کـــــوم لګـــیایم

ښاپیرۍ حسن دې ساتـــــــم له عذابه
درنه ګــــردچـــاپیــــر دیــوال کوم لګیایم

دوه وجوده یو  چی يو شو دابه ښه وي
پينځه وخته دغـــه ســــوال کوم لګیایم

پــه جنت کی داویـــا حـــــــورور په تمه
صـــدقــه دســـر اومـــال کـــوم لګــیایم

زه مـــظلوم بــــه د دنیاخلک حیران کړم
محــــبت دې بــــی مثال کـــوم لګــیایم
تصویربشپړ شعر ولولئ

تصویر

قدرت الله مظلوم

ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی

ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
زه چی دشپې کوټې ته ننه وتم
په کټ کی کیناستم بالښت می سم کړ
دتوشک څنډې ته می لاس ورتیرکړ
داستاتصویرمی بیارا واخیستلو
په پټوسترګومی پری خوله کيښوده
ښکل می کړو څوځلې په وچو شونډو
بیامی د زړه پوری کلک ونیولو
یوڅوشیبی ورته خاموشه ومه
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
ټوله دنیاپه خوب ویده پرته وه
مادې تصویر داسی زیر زیر کتل
لکه چی ړوند ته خدای پاک سترګی ورکړي
داستادسترګو مزل واخیستمه
لاړم زاړه یادونه بیاتازه شول
هو داتصویر و درنه مااخیستی
هغه دغټې ونی لاندې څوکی
تری ګردچاپیره دنرګس ګلونه
هرمازدیګر به مونږ همدلته راتلو
په دی څوکی به موږ دمه کوله
تابه له مانه لاس چاپیره کړولو
مادی دسترګو ننداره کوله
ترماښامي پوری به هلته ناست وو
مابه غزل تابه ټپه کوله
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
راته رایادشو بیاهغه مازدیګر
ته چی سینګاروی له کاله راوتی
زه انتظارومه په پارک کی درته
ته دکانټین په خواراتیره شولې
ماله ملګري وه کمره راوړی
کمره دی واخیسته او ښکل دی کړمه
یوه سیلفی دې هلته واخیستله
دپریټی په سټایل کی ودریدلی
ویل دی واخله څوعکسونه رانه
توبه توبه څومره نښرې دی زده وی
په څو رقمه ډرامې دې زده وی
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
ستاتصویرونوپسې ډیرخفه وم
هغه یادونوپسی ډیره خفه وم
میموری کارت دی رانه واخیستلو
ویل دې دایادګاربه زه ساتمه
دشپی چی کورته کله ورسیدم
درته واټساپ کی می مسج وکړلو
درنه می وغوښتل ها ټول تصویران
خوتادایوتصویر راولیږلو
ویل دې نورو باندی څه کوی ته
دایوتصویرمی په یادګارکی واخله
ویل دې هسی نه هم ستایمه زه
مجنونه یاره ستالیلایمه زه
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
خوږی خبری دې رایادی شولی
زړه می تاو واخیستو بهر ووتم
بره اسمان ته می څو وار وکتل
سپوږمی څه تته شان رنړاکوله
ستوروبه وریځوکی ځانونه نغاړل
بیاتماشه به یی زماکوله
زړه می طاقت ونکړ بیرته لاړم
په بالښت پروت تصویرمی بیاراواخیست
ورته می سم په چغوچغو ژړل
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
په زړه می درد و هیڅ قرار یی نه و
تصویرهم چپ و هیڅ ګفتار یی نه و
ها توره شپه یی راپه یاده کړله
یوڅومسجه دې واټساپ کی راغلل
مادی هریوته جواب ولیکلو
بیادی ویل ښه شپه i love u جانه
په دغه لفظ دی راته خوب راوستو
کله چی پاڅیدم سحر له خوبه
په پټوسترګو می مسج ولیکو
سحرپه خیر ګرانی سحردی په خیر
خو هی افسوس چی ستاترننه پوری
ګوتې می ستړې شوی لیکلوباندی
ماته دیومسج جواب رانغی
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
قسم دی بیامی په زړه ووریدی
ماویل چی یوزل دې خبری واورم
موبایل می واخیستو خواري می وکړه
نمبر دی هم بنددی هیڅ کارنکوی
زه څومره ډیر درپسی وګرزیدم
پرون هم هغه پارک ته تللی ومه
هرڅه دتیر په څیر هماغسی ول 
لاړم هغی کرسی کی کیناستمه
دزړه دنیامی ورانه شوی وله
یوازی ناست ومه ډیربدخکاریدم
خپل سپیره بخت ته زه مظلوم ژړیدم
ما بیګاه ټوله شپه خوب ندی کړی
ما بیګاه ټوله شپه سلګې وهلې
ځکه چی ته راسره خواکی نه وی
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

قدرت الله مظلوم

زړه مې پرې بایللی دی ستا صورت سبحان الله
واه یاره ډیر ښکلی دی سـتا صورت سبحان الله

تل یم تصورکې ستا زړه نـــه مې هیڅ نه وځې
سم پکی نغښتلی دی ستا صورت سبحان الله

ستا مین په تاپسې تـــــل په دښتوغرو ګرځي
روغ لیونی کړی دی ســـــتا صورت سبحان الله

ووایه نو زړه بــه مې بـــل له خدایه څه غواړي
داچې یی ګـــټلی دی ستا صورت سبحان الله

ما په دې نـــړۍ کې بل داسې صورت ونه لید
ځکه مــامنــــلی  دی ستا صورت سبحان الله

دا زماد زړه دنـــیا ســــمه پــــــرې روښانه ده
ستوری ځلیدلی دی  ستا صورت سبحان الله

وګوره مظلوم ته لـــــــږ رحم یی په حال وکړه
دارته رسولی دی  ســــتا صورت سبحان الله