د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه

غزل

کړم دعا درته هیڅ کله خزان مه شې
درنه جارښایسته کابله خزان مه شې
 
دوطـــن درې دې تــــل پــــــدې ابادې
یه چـــــنار ګودر بلبله خزان مــــه شې
 
دوامــــــداره بـــــهارونه دې نصیب شه
دآشــــنا د اوربـــــل ګله خزان مه شې
 
د جانان خایست دی لاپـــسی سیوا کړ
په سپین مخ توره اوربله خزان مه شې
 
چـــــې زمــا دزړه دنیا رنګیــــنه ساتې
یه مظلومـــــه ته پخپله خزان مه شـې
د شاعر نور شعرونه ←