افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زړه مې پرې بایللی دی ستا صورت سبحان الله
واه یاره ډیر ښکلی دی سـتا صورت سبحان الله
تل یم تصورکې ستا زړه نـــه مې هیڅ نه وځې
سم پکی نغښتلی دی ستا صورت سبحان الله
ستا مین په تاپسې تـــــل په دښتوغرو ګرځي
روغ لیونی کړی دی ســـــتا صورت سبحان الله
ووایه نو زړه بــه مې بـــل له خدایه څه غواړي
داچې یی ګـــټلی دی ستا صورت سبحان الله
ما په دې نـــړۍ کې بل داسې صورت ونه لید
ځکه مــامنــــلی دی ستا صورت سبحان الله
دا زماد زړه دنـــیا ســــمه پــــــرې روښانه ده
ستوری ځلیدلی دی ستا صورت سبحان الله
وګوره مظلوم ته لـــــــږ رحم یی په حال وکړه
دارته رسولی دی ســــتا صورت سبحان الله