پښتو ادب · شاعران
نسیم ایثار
د نسیم ایثار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شعرونه
18 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
د غرور ټولې فلسفې یې ستاپه سترګوکې وې
دریاب په زمکه وو څپې یې ستاپه سترګوکې وې
ستاپه نظرکې هسک او ټیټ وو هسک او ټیټ دجهان
اسمان وو هالته او زینې یې ستاپه سترګوکې وې
خدای شرابخورځکه هم نه بخښي په دغه ګناه
شراب بوتل کې وو،نشې یې ستاپه سترګوکې وې
تا سترګې واړولې، مړشوڅوک،عجبه نه ده
ژوند په شېبو کې وو، شېبې یې ستاپه سترګوکې وې
تکرار ایثار نه کړي،او نوی بې تا نشي لیکی
دغزل ټولې تجربې یې ستاپه سترګوکې وې
دخدای غزلبشپړ شعر ولولئ
دخدای غزل
نسیم ایثار
وخت چې په تاباندې غزل لیکلو
د خاموشۍ په شور
او د فضاء په کاغذ
د، کُنّ،........په خوږ ترنم
لفظونو ساه واخیسته
پښې یې وکړې
منډې یې کړې
خپل وجودونه یې سجده کړل درته
زما لا سترګې نه وې
خوته مې ښه ولیدې
زما غوږونه نه وو
خوته مې ښه واورېدې
ځان مې په زمکه کې یوه لوټه پروت وو
خوته مې ټول درک کړې
د تندې خاوره مې لنده لانه وه
تاته سجده مې وکړه
نو،نن به زه څه یم؟
زما کیسه به څه وي؟
ځه، وایه وایه راته ته ووایه
ستادغزل دیو ،الف،دسیورې
سیوری یم
زه به په تاباندې غزل څه لیکم.
ــــــــــــــــــــــــــــ
۲ خپلې سترګې مي په ما پسې ړندېږي
۳ له تصویر نه دي راوتي ؤ لاسونه
نوټ.....اول نوم،یونظم دی،
دویم، ..
د یوسف او د یعقوب کیسه خو ښه ده!
( خپلې سترګې مي په ما پسې ړندېږي )
درېیم ..
ټوله شپه یې زما اوښکې وچولې
( له تصویر نه دي را وتې ؤ لاسونه )
نور نو تاسو پرېکړه وکړئ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
تور لوګی په خوله کي را کړي، او په سا یې اړوو
لکه ژوند چي ناروا وي، په روا یې اړوو
زموږ د غرونو وجودونو غرور هم څه د کمال دی
لمر که هرڅو ګڼي ځان هسک خو تر شا یې اړوو
ښه دي غږ اورو نړېږې خو اسمانه!بس له وېري
پۀ،ږلۍ،واوره،باران او په برېښنا یې اړوو
موږ څلور خوا دېوالونه تر ډېوې تاو کړي نۀ ؤ
دابه ځان غلطوو چي په هوایې اړوو
دي ستا سترګي زمرۍ دومره ؟چي بس ټول راټول مو وخوري؟
هو، خپل ځان په موږ تاوان دی په بلا یې اړوو
مسئولیت د بندېدلو مو هم طمع وي له نورو
چي له خولې مو هم غاښ ورک شي په باچا یې اړوو
ستا دروغ،مکر، کمال ستا د زات نۀ دی تېروتلیه!
داهم زموږه کرامت دی، په وفایې اړوو
بیا نو موږ هم خبر نۀ یو چي د چاشي، څنګه ورک شي
خو، چي لاس ګیا ته ور وړو په کیمیا یې اړوو
تۀ به وایې خدایه! موږدې دوه جهانه له تا غوښتې
بس ، لاسو مو اور اخیستی په اشنا یې اړوو
هغۀ سترګې،خوله،خبرې! راځه پرېږده نۀ ورګورو!
که بیا ورک شو یو له بله ،زړه! په چایې اړوو ؟
زموږ ایثاره! بې له میني نور هیڅ بخت او هنر نشته
مۀ مۀ،ښار له موږ نه ساتئ په صحرا یې اړوو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
خدای پامانۍ څه وه،بس زر کېنستم
لۀ تا په پښو تلمه،په سر کېنستم
صبر،دخپلې مور د پوندو چاودې
زما په سر راوست چکر کېنستم
تاویل خاورې!ماوېل،ځاااار،ودرېدم
تاوېل پکار مي دي سره زر،کېنستم
تۀ په زړه خوړین د تاج محل دننه
زۀ مسک د سیوري په څادر کېنستم
دشېبو نېښ نېښ مي خوري ویني د زړه
د انتظار د مار په سر کېنستم
مړ وم،اخر مي د یوې چغې په لاس
وټکولو د خدای ور،کېنستم
فقط،لحد، لوحه،جنډه مي نه وه
ځانته له ځانه چي بهر کېنستم
د رڼا ضد ښار کي زۀ تل ایثاره!
په هر یو وره کي لکه لمر کېنستم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
نۀ غواړم زۀ هم خو په شدت له حده زیات وشي
مانه محبت وي که نفرت له حده زیات وشي
نۀ دي پرېږدو لمره!که هرڅو ستا په خلاف موږ ته
هره شپه له ستورو شیطانت له حده زیات وشي
لاس،پښې، یې لفظونه کړي پیدا،تا ترلاس ونیسي
چرته په غزل کي چي جدت له حده زیات وشي
پای د یو لحد په یوه لوټه کي ځان وینو چي
تاپسې له ځانه مو هجرت له حده زیات وشي
تږی مرم دریابه!کۀ داځلې درنه پاڅېدم
څو، کۀ دي څپوکي راته ست له حده زیات وشي
زۀ وایم،څوک هرځای غواړي هغه شئ، چي نۀ یې وي
تۀ وایې چي هرځای مي عزت له حده زیات وشي
وي که په رښتیا د کتابو کیسې ایثاره! نو
هره شپه پر موږه قیامت له حده زیات وشي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
بیل موږ شو او په سر مو شوه ګنا د دېوالونو
تۀ نه اورې؟ زۀ اورمه ژړا د دېوالونو
د زړۀ د مینې لمر مي ؤ ډېر پورته خو تر عرشه
سرونه لګېدل ستا د کلا د دېوالونو
تا دلته دي خندلي یوځل تاته یې کتلي
درز درز مي ده د خونې هره خوا د دېوالونو
زۀ دغه شېبه ژوند ګڼم، راتلونکې شېبه مرګ دی
تۀ سوچ کوه همداسې په دریا د دېوالونو
ما ستاد راتګ ځان سره وعده تکراروله
زۀ کوڼ کړمه په ځان پورې خندا د دېوالونو
تۀ غواړې چي د زړه په ورین ورغوي کي مي شین شې؟
تۀ غواړې بنیاد کېږدې په هوا د دېوالونو ؟
باران کي چي لامده شي،هو هو هغه،بلکل، هغه
د عطرو دوکانداره!خوشبو را د دېوالونو
حیران یمه ایثاره! د خپل سات کمزوري ستن ته
شېبه شېبه مي اړوي سا سا د دېوالونو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
چي دوئ به څنګه زغمل ، د یو او بل مخونه؟
نۀ آئینې ماتېدې، نۀ شرمېدل مخونه
ستا پښوکي پروت بختور ،او موږ یو زمکه،اسمان
ناست یو ستا لارکې( مُښو )، دتا په پل مخونه
ما مخامخ وګوره، هلته له ډېرو ورک یم
زه همدا یو مخ لرم،غزل مي سل مخونه
ستا د رټلو باران،چي مسلسل ؤ پر موږ
د خام دېوال پشان مو، ورژېدل مخونه
دوئ به د جبرخندا، کړه څوڅوځله مګر
زما نظر یې کوڼ کړو، چي ژړېدل مخونه
ایثاره! خلک یو بل، په حافظه کې ساتي ؟
قسم دی هېر دي له موږ زموږه خپل مخونه
مُښو،..مږل،موښل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
د اوبو څه ده،څه خبره یې زما له تندې
زۀ په دې نه مرمه که مرمه مرمه ستاله تندې
چي راسره یې یزیدان به یو تر بله ځار کړم
حُسین په توره نۀ، شو مړ په کربلا له تندې
که د ښار نوم واخلمه کاڼي به خدای اووروي
په کنایه کي وایم مړه شوله صحرا له تندې
هغۀ غنم نومېدۀ دغۀ یې اوبۀ نومېدۀ
هغۀ د لوږي مړشو دغۀ ورور یې بیا له تندې
د دریا خولې نه د هوا په دود یو آه را وځي
بیا ټوله ورځ وي اور ورینه د دریا له تندې
هجومه!وځم،ښاره نۀ نۀ نۀ نۀ نشي کیدی
نو،زه قاتل شمه او مړه مي کړم چُپتیا له تندې ؟؟
چي تصویران دي ؤ هغه مي ؤ خوړلي ماښام
مۀ پوښته مۀ پوښته بس مړ نشوم بېګا له تندې
بې تا د سیند غاړي تصویر یې خپله چغي وهي
اُف ایثار مړشو مړشو مړشو اُف الله له تندې