د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

رحمن الله ریحان

د رحمن الله ریحان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

16 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمن الله ریحان

هو ضروري ده ګډه و‌‌‌‌‌‌ډه نشي
سوله پري ده ګډه و‌‌‌‌‌‌ډه نشي

د کرن خان ګانه وه بنده مې کړه
مسافري ده ګډه و‌‌‌‌‌‌ډه نشي

تاته اظهار رانه بیخي ګډو‌‌‌‌‌‌ډ شو
تاته زاري ده ګډه و‌‌‌‌‌‌ډه نشي

هغه چې څه وایي نو زه یې منم
د سوال یاري ده ګډه و‌‌‌‌‌‌ډه نشي

ریحانه راشه چې غزل ولیکو
انځورګري ده ګډه و‌‌‌‌‌‌ډه نشي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمن الله ریحان

ما په سینې پورې نیولی ندی
پوره پنځلسوه ورځې وشوې

د یو سړي مخ مې لیدلی ندی
پوره پنځلسوه ورځې وشوې

غږ مې تر تا در رسیدلی ندی
پوره پنځلسوه ورځې وشوې

زړګی مې هيچاته سپړلی ندی
پوره پنځلسوه ورځې وشوې

ریحانه څوک مې زورولی ندی
پوره پنځلسوه ورځې وشوې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمن الله ریحان

په ارمانونو ساعت تیري کووومه
هو په جامونو ساعت تیرې کوومه

ته په سګرټو باندې غم غلطی
زه په شعرونو ساعت تیري کوومه

ستا نوم پرې ولیکمه بیا یې وران کم
په کاغذونو ساعت تیري کوومه

مالګه پرې وشیندمه ښه وسوزي
زه په زخمونو ساعت تیري کوومه

ورسره ټوله ورځ خبرې کووم
په تصویرونو ساعت تیري کوومه

وخت څوک دې وخت دې په ما ساعت نه تیری
زه په وختونو ساعت تیري کوومه

په تا مئينه نه یم ‌‌‌‌‌‌ښه ریحانه
هسې په زړونو ساعت تیري کووومه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمن الله ریحان

په زړه رنځوره یم په ‌‌‌‌‌‌ډمه معشره کې یمه
بس خو مجبوره یم په ‌‌‌‌‌‌ډمه معشره کې یمه

په لاره تلی نشم ادمه ستا ځامن ولاړ دي
زه یوه حوره یم په ‌‌‌‌‌‌ډمه معشره کې یمه

ښځه یم کون‌‌‌‌‌‌ډه یم په ‌‌‌‌‌‌ډمه معشره کې یمه
مور یمه بوره یم په ‌‌‌‌‌‌‌ډمه معشره کې یمه

هو پري ذاتې يمه خلک راپسې لېوني
ښه مشهوره يم په ډمه معشره کې یمه

د یتیمانو بچو غم مې په اوږو باندې دی
د خان مزدوره یم په ‌‌‌‌‌‌ډمه معشره کې یمه

نه به زه ستا شمه ریحانه نه به ته زما شې
زه دې تربوره یم په ‌‌‌‌‌‌ډمه معشره کې یمه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمن الله ریحان

زړه مې نری دی، پرې خفه کیږم
یو لیونی دی، پرې خفه کیږم

دلته یو څوک دی،د چا په څیر دی
هماغه شی دی، پرې خفه کیږم

چې هر څه وایې ، ماته یې وایه
شعر مې بچی دی ،پرې خفه کیږم

کلونه وشو، مور مې ښکل نه کړو
زما تندی دی، پرې خفه کیږم

مورته مې وایې ،ما ورته وکه
ځوی دې زلمی دی ،پرې خفه کیږم

مچکه غواړي ،ویلی نشې
ریحان ګونګی دی، پرې خفه کیږم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمن الله ریحان

خدای چې ژوند او ژبه راکړل، د خبرو حق لرمه
چې ښکلا اورم او ګورم، د سندرو حق لرمه

چې د خیال زرغون طوطي مې، له مستیه چغار غواړي
د خوږو خوږو نباتو، د شکرو حق لرمه

په ځیږو ځیږو ډبرو، مې ورغوي کړل تڼاکې
د رڼو رڼو غمیو، پر ډبرو حق لرمه

د زړه تار تار مې بښلی، ستا لپاره و نغمو ته
چې لفظونه پرې پېیم د، مرغلرو حق لرمه

په باروتو په اغزیو، کې پښې یبلې یم راغلی
د ګلابو د نرګسو، نیلوفرو حق لرمه

۷ میزان ۱۳۹۸ کابل