د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه

غزل

په ارمانونو ساعت تیري کووومه
هو په جامونو ساعت تیرې کوومه

ته په سګرټو باندې غم غلطی
زه په شعرونو ساعت تیري کوومه

ستا نوم پرې ولیکمه بیا یې وران کم
په کاغذونو ساعت تیري کوومه

مالګه پرې وشیندمه ښه وسوزي
زه په زخمونو ساعت تیري کوومه

ورسره ټوله ورځ خبرې کووم
په تصویرونو ساعت تیري کوومه

وخت څوک دې وخت دې په ما ساعت نه تیری
زه په وختونو ساعت تیري کوومه

په تا مئينه نه یم ‌‌‌‌‌‌ښه ریحانه
هسې په زړونو ساعت تیري کووومه
د شاعر نور شعرونه ←