افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زړه مې نری دی، پرې خفه کیږم
یو لیونی دی، پرې خفه کیږم
دلته یو څوک دی،د چا په څیر دی
هماغه شی دی، پرې خفه کیږم
چې هر څه وایې ، ماته یې وایه
شعر مې بچی دی ،پرې خفه کیږم
کلونه وشو، مور مې ښکل نه کړو
زما تندی دی، پرې خفه کیږم
مورته مې وایې ،ما ورته وکه
ځوی دې زلمی دی ،پرې خفه کیږم
مچکه غواړي ،ویلی نشې
ریحان ګونګی دی، پرې خفه کیږم