پښتو ادب · شاعران
ولايت عزام
د ولايت عزام پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ولايت عزام
ویلـــی نـــشــم پــه ایمـــان ډاریـــږم
اوس داسې وخت دی چې په ځان ډاریږم
حیوان کې شـته دی بـل حــیوان ته مینــه
زه چــــې انســان یــم لــه انســان ډاریــږم
پوهیږم تــه مــې هـــیڅ پــروا نـــه ساتــې
زه خــو والله ســـتا پـــه خفـــګان ډاریــږم
هغــو خــرڅ کړی دی ما هـــم نـــه پـریږدي
چې رانــه خــرڅ نـــشي وجـــدان ډاریــږم
د بعـــضې خـــلکو چــې نیــتـــونـه ویـــنم
پـــرې راخـــطا نشـــي اســـمان ډاریـــږم
سـترګــــې دې ماتـــه هســـې مــه برګـــوه
له بـرګـــو ســـترګـــو پـــه قـــران ډاریـــږم
عـــزامــــه دلتـــه کـــه هــــمدا چـــارې وي
په مـونګه قـحط نه شــي بـــاران ډاریـــږم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ولايت عزام
ستــــا لـــه نظـــره مـــې نــظــــر جــدا دی
له تـــا مـــې سیمـــه لـــه تا غـــر جــدا دی
مسلماني تـه او خـــدای داســـې کیـــږي
چـــې دې روژه جـــدا اخــــتـــر جـــدا دی
دلتــــــه مـــــلا فتـــــوا ورکــــړې ده اوس
دلتــه لــه هــــرې تنــــې ســـــر جــــدا دی
خــدای تـه بــه یـو رقــم حــساب ورکــوي
خیــــر که بـــادار جـــدا نــوکـــر جـــدا دی
ْبــاچــاخــانـــی یـــم زه یـــې نـــه منـــــمه
چـــې دکـــابــــــلــــه پیـــخـــور جـــدا دی
تــاتـــه مــې نــه ویل عـــزام خه وسـاتـــه
لاړو لــــــــه تـــــانـــــه مــــرور جـــــدا دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ولايت عزام
زمــــا دې زړه وچــــوي جانانه کــه مــــې زیاتـــه کـړله
ســــتا پــه شـــان نـه یـــم چـــې خبــــره مې هر چا ته کړله
مــــا پـــه زړګــــي کې له مــــودو پــټه سمـــبال ساتله
اوس بــــه ورانیــــږي چــــــې خبــره دې مــلا ته کړله
دې شېــــطان ذاتـــي د یـــو بل سره په جنـــګ اخته کړو
دې شېــــطان ذاتــــي زمـــا تاتــــه ستا یې ماته کـړله
هغه دې عېش کړي هم دې نوش کړي دبل حق ورسره
زمــــا په حق کې دې اوس بې ګــــناه سزا تــه کړله
څــــوک چـــې روژه پښـــتون تـه سپاري د هغه پدې څه
څـــــوک کــــه شهــــید روژه په خـــله شو کـه چا ماته کړله
انـــــګړ کــــې ته درشل هـــــم ســـتا بیـــدیا دې هــم نیولې
نامـــــرده اوس خـــــو دې قیــصه زمـــــا حـــیا تـــــه کړله
غــــم د طورخــــم نـه وو د دوه ورونو بیلتون وو پکـــې
ظالـــــمه ټوله پخــــتونخوا دې پـــــرې میراتـــــه کړلــه
خالـقه بـــې لــــه تــــا کــــه تـــا د سجـــدې حکــــــم کــــاوه
مابـــــه سجـــده د پښـــــتنې خــــــاورې ښـــکلا تــــــه کړله
دوئ بـــــــه د شـــــک پـــــه نظر تــــل راتـه همداســې ګوري
باچـــــاخاني مـــې خدای راستي د خــدای رضا ته کړله
عـــــزامه خدای شــــته دی پروا چې یې بیــــخي ونکړې
دغــــــه دې حـــــال شــــو چـــې دې ټول عمر پروا ته کړله
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ولايت عزام
داسې ماحول کې مې بنیــــادا یــښی
ژوندون زما یې په فریــــــاد ایــــښی
ساقي نشه نه یم زنګـــــــیږم پــه دې
د زهن جام کې مې ستا یاد ایـــــښی
بغیر د مینې دلته نــــــور څـــــــه وو
دا چا زمونږ تر منځ تـــضاد ایـــــښی
بله ډیوه یې راتـــــه مــــــړه کړلــــــه
داغ په زړګي راته یو بــــاد ایــــــښی
هغه لګیا دی خپـــــــله ورور وژنـــــي
دا کوم ظالم پرې نوم جــهاد ایـــــښی
زه به انسان یم که مــــارغــــه ربــــــه
دام راته بیا د وخت صـــــیاد ایــــښی
څه هـــنرخـــــــنده شاعـــــري ده واه
په غزل مخ یې خال نقـــــاد ایــــــښی
لا د چنګیز زنځیر کې بــند پـــروت دی
هسې یې نوم اســــــــلام اباد ایــــښی
د عــــــزام لاس کــــې هتـــــــکړۍ الله
دې لیـــــونـــــۍ نوم پرې ازاد ایــــښی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ولايت عزام
اوس امن محدود فقط تر ښارہ دی
ستړی ھر سړی د ژوند لہ کارہ دی
دا به د ملا وی پہ ممبر فتوا???
اور چی رسیدلی تر مزارہ دی
بیا دی جوړی سترگی لمدی کڑی دی
بیا دی جوړى بد حال ننگرھارہ دی
چا چی خپله خاورہ مور ګڼلی وہ
ھاغه رسیدلی اوس تر دارہ دی
زان درته ازاد خکاری او زہ اسیر
دغه کار دی بد گورہ بادارہ دی
اوس د څو سرونو قربانی غواړی
امن راروان زمونگ پہ لارہ دی
ھغه سړی ھغه پاتی نه دی اوس
اوس دی گورہ وتی لہ اختیارہ دی
سر که صدقه کړی ستا لپارہ اوس
بیا دی ھم عزام بلا قرضدارہ دی.