افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زمــــا دې زړه وچــــوي جانانه کــه مــــې زیاتـــه کـړله
ســــتا پــه شـــان نـه یـــم چـــې خبــــره مې هر چا ته کړله
مــــا پـــه زړګــــي کې له مــــودو پــټه سمـــبال ساتله
اوس بــــه ورانیــــږي چــــــې خبــره دې مــلا ته کړله
دې شېــــطان ذاتـــي د یـــو بل سره په جنـــګ اخته کړو
دې شېــــطان ذاتــــي زمـــا تاتــــه ستا یې ماته کـړله
هغه دې عېش کړي هم دې نوش کړي دبل حق ورسره
زمــــا په حق کې دې اوس بې ګــــناه سزا تــه کړله
څــــوک چـــې روژه پښـــتون تـه سپاري د هغه پدې څه
څـــــوک کــــه شهــــید روژه په خـــله شو کـه چا ماته کړله
انـــــګړ کــــې ته درشل هـــــم ســـتا بیـــدیا دې هــم نیولې
نامـــــرده اوس خـــــو دې قیــصه زمـــــا حـــیا تـــــه کړله
غــــم د طورخــــم نـه وو د دوه ورونو بیلتون وو پکـــې
ظالـــــمه ټوله پخــــتونخوا دې پـــــرې میراتـــــه کړلــه
خالـقه بـــې لــــه تــــا کــــه تـــا د سجـــدې حکــــــم کــــاوه
مابـــــه سجـــده د پښـــــتنې خــــــاورې ښـــکلا تــــــه کړله
دوئ بـــــــه د شـــــک پـــــه نظر تــــل راتـه همداســې ګوري
باچـــــاخاني مـــې خدای راستي د خــدای رضا ته کړله
عـــــزامه خدای شــــته دی پروا چې یې بیــــخي ونکړې
دغــــــه دې حـــــال شــــو چـــې دې ټول عمر پروا ته کړله