افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
داسې ماحول کې مې بنیــــادا یــښی
ژوندون زما یې په فریــــــاد ایــــښی
ساقي نشه نه یم زنګـــــــیږم پــه دې
د زهن جام کې مې ستا یاد ایـــــښی
بغیر د مینې دلته نــــــور څـــــــه وو
دا چا زمونږ تر منځ تـــضاد ایـــــښی
بله ډیوه یې راتـــــه مــــــړه کړلــــــه
داغ په زړګي راته یو بــــاد ایــــــښی
هغه لګیا دی خپـــــــله ورور وژنـــــي
دا کوم ظالم پرې نوم جــهاد ایـــــښی
زه به انسان یم که مــــارغــــه ربــــــه
دام راته بیا د وخت صـــــیاد ایــــښی
څه هـــنرخـــــــنده شاعـــــري ده واه
په غزل مخ یې خال نقـــــاد ایــــــښی
لا د چنګیز زنځیر کې بــند پـــروت دی
هسې یې نوم اســــــــلام اباد ایــــښی
د عــــــزام لاس کــــې هتـــــــکړۍ الله
دې لیـــــونـــــۍ نوم پرې ازاد ایــــښی