د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

اکبر سيال

د اکبر سيال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

  
د سترګو سمندر که دې راتـــــاو دی د دنيا نه
زمونږ شونډې له تندې نه پړق وچاودې جانانه
بس بس هسې نه صبر شي تمـــــام د لېونو
بېلتونـــه ګــوتې اوبــاسه زمونږه د ګـــرېـــوانه

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

27 خپاره شوي شعرونه

نظمبشپړ شعر ولولئ

نظم

اکبر سيال

په ګل درو دې ورول اورونه

د نظر تاو دې سړېدو او که نه
په سرو لمبو کې دې سېزل ګلونه
ظالمه زړه دې خوږېدو او که نه

هغه د ګل په رنګې ښکلې کوچۍ
هغه ساده ساده د کلي کوچۍ
هغه د پت او د حيا مېرمنې
نن د طورخم په سړک زغلي کوچۍ
اوتر اوتر سرتور سرتور سرونه
فکر دې دومره رسېدو او که نه

دا د نازونو د دنيا ښکلي وو
د ننګ د خاورې نه پېدا ښکلي وو
دغه بچي د ابدالي او خوشال
دا خو هم ستا د وطن ستا ښکلي وو
په وينو سره دې کړل نازک مخونه
د چا فرياد دې اورېدو او که نه

خدايه دا مونږه لېوني پښتانه
د شاړو دشتو غرڅني پښتانه
دا در په در بې کوره شوي خلک
د خپلې خاورې ارماني پښتانه
لږ خو راوکړه د کرم خيالونه
دغه قيامت دې وليدو او که نه

ارمان ارمان د وطن شوخو جونو
ارمان زلمو د مستو غرونو
ستاسو په درد او بې وسۍ مې قسم
زما د فکر د شملې ګلونو
چې ورانووم به د ستم برجونه
يه سياله زور مې رسېدو او که نه
په سرو لمبو کې دې سېزل ګلونه
ظالمه زړه دې خوږېدو او که نه
مرګبشپړ شعر ولولئ

مرګ

اکبر سيال

د هډوکو پنجره ده

د پستې غوښې ټوکړه ده
د سرو وينو سرچينه ده

کله کله داسې وشي
چې د وينو دا چينه
د رګونو دا ګُور جال
د پستې غوښې ټوکړه
دومره ښکلی شي حسين شي
چې په يو نظر کتو يې
زړه ټکور سترګې خوږې شي
د وجود هر يو اندام يې
د رنګين سپرلي غنچه شي
کله ګل کله ګلفام شي
کله رِند شي کله جام شي
داسې خوږ داسې خوندناک شي
دومره پوست شي ، دومره نرم شي ، نازک شي
چې د ګل ګذار پرې هم کول زياتې وي

خو ناساپه بې تپوسه يو طوفان د اجل راشي
دا د سرو ګلونو لخته
دا د حسن پاغونده
دا مينار د عظمتونو
تسنې وسنې رېز مرېز پوټي پوټي کړي
او د زمکې په يو تل کې
د منونو خاورو لاندې
د ښکلا معراج بندي کړي

د خوشال بابا په قول
؛؛ هغه مخ چې پرې پېرزو نه شوه ځوانکه
هغه مخ اوس په لحد کې په چينجو خوري ؛؛

چې دا ولې داسې کيږي
چې تر څو به داسې کيږي
کاش دی مرګ له يو علاج هم
چې انسان چرته پېدا کړې ؟؟؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژوند جانان -- چاپ دسمبر ۱۹۹۵
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اکبر سيال

مينې ته دې مينه پاروله تلې
پرخه په لمبو دې وروله تلې

چا نه دې واپس غوښتو.ورکړې زړه
بيا دې چا ته ګوته څنډوله تلې

چا درله د زړه غمی مات کړې و
اوښکه دې په ګوته ګډوله تلې

چا ته دې خېرې او که منت کوو
پورته دې جولۍ جولۍ کوله تلې

څه دې وو په زړه کې چې خوب نه درتلو
مړه ډيوه دې بېرته بلووله تلې

نه ورځ د اختر وه.نه جرګه نه جنج
سياله چې شمله دې جوړوله تلې
تعمير نوبشپړ شعر ولولئ

تعمير نو

اکبر سيال

د ننګ او پت په غر ولاړه ګله

په لر او بر کې دې بهيږي وينې
په ونو غنو غرونو غاړو کې ژوند
لکه د اوښکې شو د سترګو نه توی
لکه زخمي هوسۍ ترپکې وهي
ــــ
د چا په پښو کې د بمونو پتري
د چا ټټر سوری سوری په راکټ
د چا په سر کې د ګولۍ زخمونه
د چا په زنه کې سنګين د ټوپک
ــــ
د رنګ او نور د ښکلا ډک مخونه
د ګل بدنو د چمن خالونه
نن د بارودو په لوګو خړ دي
رنګونه ټول د ګلالو زييړ دي
ــــ
د ننګ او پت غر ولاړه ګله
د درد علاج په تماشو نه کيږي
راشه لږ جاج دې د چمن واخله
په اسويلو او په سلګو نه کيږي
ــــ
دا لر او بر ابادول غواړي
ژوند به ژوندون ته پارول غواړي
دا تس نس شوې تالا شوې چمن
د نوي سر نه جوړول غواړي
ــــ
د ننګ او پت په غر ولاړه ګله
دا پرهرونه به ګنډل غواړي
دا پرهرونه به ګنډل غواړي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اکبر سيال

ټکور د زړه خانه خراب خو راوړه
تودې تودې شونډې ګلاب خو راوړه

نصيبه دې جولۍ ته وګوره لږ 
چرته د يار د مخ کتاب خو راوړه

زما پيکه پيکه عذاب ژوندونه
يو ځل د تود سپرلي ثواب خو راوړه

وخت د ګلونو نه جامې اوويستې
که نور څه نه وي يو نقاب خو راوړه

دا ځل د کلی نه چې ښار ته راځې 
ماله منګے ماله رباب خو راوړه

زه پرې د خپل جانان تصوير جوړوم 
چرته قلم چرته کتاب خو راوړه

دا سمندر به درته ګډ راګډ کړم
سياله تکړه شه لګ شراب خو راوړه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اکبر سيال

په تود سپرلي کې مې لو لور کړه زړګے
جانانه لږ خو مې ټکور کړه زړګے

ستا دې قسم وي ستا په تورو سترګو 
ما له زما د سترګو تور کړه زړګے

لږ مې د خپل مخ په موسم کې ځای کړه
لکه د سور ګلاب مې خور کړه زړګے

ستا د بڼو خوب ته مې زړه شوے دے
ما له په دې غنو ټکور کړه زړګے

زوړند مې اونيسه په سر د بڼو
وريت مې د ګل رخسار په اور کړه زړګے

سياله تر څو به در په در ګرځمه
نصيبه لږ خو مې په کور کړه زړګے
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اکبر سيال

دا ګل دې راکړو ګل بدنه لوی شې
جانانه يوم جهان مننه لوی شې

ځکه د هر ګلاب په زړه کې اوسې 
وږمې دې خېژي له بدنه لوی شې

د زلېخو د ښار ښايسته هلکه
څيرې دې نه کړي څوک لمنه لوی شې

نازک لاسونه دې تڼاکې نه شي
شړق چې اوباسې له مئېنه لوی شې

ګور مې د کور سره په خوا کې ښه دے 
چې بېل مې نه کړې له وطنه لوی شې

د چا د غم نه درله نه درځي خوب
يه زمان زړه غمژن غمژنه لوی شې

لکه چې تا وو پرې شيندلي ګلاب 
لمبی مې خېژي له کفنه لوی شې

وخت په درنه سترګه کتلي ورته
چا چې د ژوند کړي پالنه لوی شې

سياله د وسپنو نېنې مه چيچه
دا د عشق لاره ده ازغنه لوی شې