د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

اکبر سيال

د اکبر سيال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

  
د سترګو سمندر که دې راتـــــاو دی د دنيا نه
زمونږ شونډې له تندې نه پړق وچاودې جانانه
بس بس هسې نه صبر شي تمـــــام د لېونو
بېلتونـــه ګــوتې اوبــاسه زمونږه د ګـــرېـــوانه

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

27 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اکبر سيال

مخ ته دې ايښې يو تصوير و چې دا څه دې کول
بېګاه دې ټول کړې شوګير و چې دا څه دې کول

ناست وې د ګل په تماشه لاس دې راښکل په زمکه
سترګې مسکۍ زړه دې زهير و چې دا څه دې کول

نه لېونی او نه باغي وې نه غلام وې د چا
ځان دې تړلی په زنځير و چې دا څه دې کول

کوڅه خالي وه ترږمی و د روژې د ماښام
په دروازه کې يو فقير و چې دا څه دې کول

تا په دنيا کې د جنت په تمه ژوند نه کوو
نه دې جوړ کړی خپل جاګير و چې دا څه دې کول

هاغه نشه دې سياله اوس په سرکې شته او که نه
چې دې د پښو لاندې تقدير و چې دا څه دې کول
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اکبر سيال

په زړه مې خخې وې لشې سر ته به څنگه ختم
ستا د خمار خمار نشې سر ته به څنگه ختم

لارې کوڅې د غوړمبېدلو سپو د شور ډکې وې
نادانه ياره د کوټې سر ته به څنگه ختم

چې يې وړه وړه رڼا ستا په جبين پرېوته
لکه د تېلو د ډيوې سر ته به څنگه ختم

مينې ؛ چې تا به د پتنگ غوندې مستي کوله
د چراغونو د لمبې سر ته به څنگه ختم

زه چې درتلم نو لاس او پښې رانه پرې کړي وو چا
ستا د جنت د منارې سر ته به څنگه ختم

دا مې په ژوند کې د احساس نزاکتونه نه وو
سياله د گل او د وږمې سر ته به څنگه ختم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اکبر سيال

والوزي د حورو په ارمان شهيد
مه وايه قاتل ته د انسان شهيد

دلته هر ډنډر په وينو سور ولاړ
دلته شو هر گل د گلستان شهيد

دلته مقرر د هر يو سر قيمت
ليک دى په هر څلي هر دکان شهيد

نه پوهېږم کوم يو به جنت ته ځي
دا چې مسلمان کړي مسلمان شهيد

دېرش لکه پوره دي کنه بس يې که 
کور په کور دې وليکو افغان شهيد

دا بمونه روغ او رنځور نه مني
خان شهيد ملا شهيد دهقان شهيد

خر دى د صحرا او که غرڅه د غر
بريد به همېشه کوي په ځان شهيد

سياله مبارک شه جنتي لحد
مينې د وطن کړى په ايمان شهيد
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اکبر سيال

دلته جوړوي د جنگ مېدان ولې!
دلته ورانوي کور د افغان ولې!

جنگ به د هاتيانو او سنگانو وي
څيري به زمونږه وي گرېوان ولې!

وينې او خولې به د مزدور سوزي
جوړ به په بنگلو وي چراغان ولې!

دلته شېطاني لوبه ښه گرمه ده
دلته کې هيڅ نه وايي رحمان ولې!

ستوري به زمونږ په وير مستي کوي
مونږ به امن غواړو له اسمان ولې!

سياله چې جنت د قاتلانو شي
ځي به جهنم ته شهيدان ولې!
وطنبشپړ شعر ولولئ

وطن

اکبر سيال

دا وطن د خرو وطن

دلته د سړو څه کار
دلته کښې تيارې ښه دي 
دلته د ډيوو څه کار
دلته کښې ګل مړ ښه دې
دلته د سپرلو څه کار
دلته جزبې تور کفر
دلته د زړګو څه کار
دلته جاهلان اوسې
دلته د پويدو څه کار
دلته هر قاتل اتل
دلته د شملو څه کار
دلته فېصلې زاتي
دلته د جرګو څه کار
دلته پوهنتون څه وي!
دلته د لوستو څه کار
دلته خوب او خيال حرام
دلته به کېدو څه کار!
دلته شي لغړ مړي
دلته د جامو څه کار
دلته به اتڼ نه وي
دلته د مستو څه کار
دلته ګلالۍ په دا ر
دلته د غوټو څه کار
دلته بس يو کور او ګور
دلته د مېلو څه کار
دلته خاموشي ښه ده
دلته د بنګړو څه کار
دلته موسيقي ګناه
دلته د نغمو څه کار
دلته د ملا خاني
دلته د حجرو څه کار
دلته زنځيرونه ډېر
دلته د ګجرو څه کار
دلته کې جل تل وطن
دلته د اوبو څه کار
دلته ننګ او پت لغړ
دلته د پښتو څه کار
دلته وخت په ځای ولاړ
دلته د ژوندو څه کار

سياله سترګې وګنډه
دلته د لېمو څه کار...
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اکبر سيال

نه ته درد يې نه دوا د زړه ارمانه
تا به نه کړم مسيحا د زړه ارمانه

د يو څاڅکي په رڼا پسسې دې ړوند کړم
د تور تم تورې بلا د زړه ارمانه

ستا له ششته مې زړه سم پولۍ پولۍ دی
زړه دې اوچوه ای زما د زړه ارمانه

د مستۍ يوه خندا مې هم ونکړه
بس ژړا ژړا ژړا د زړه ارمانه

د خپل سيال نه دې ژوند اوتروړو بدبخته
که يې خوب و که خندا د زړه ارمانه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اکبر سيال

کور په کور او چم په چم زده کول غواړي
يو سبق د مينې سم زده کول غواړي

چې د جبر نه يو شين لوګی کړي پورته
دا هنر د اېټم بم زده کول غواړي

د مغزو نه دې د جنګ پېريان کړه لرې
کلي واله لږ به زغم زده کول غواړي

که د مينې په چل نه پوهېږې خېر دی
يارانه به د قلم زده کول غواړي

د دنيا د ښکلو اوښکې دې په خېر شي
د خپل کور کلي ماتم زده کول غواړي

چې دې ټول عمر سر ټيټ نه شي هيچا ته
دا سجده به د صنم زده کول غواړي

د تاريخ د کهنډراتو نه رااوځه
ددی دور پېچ و خم زده کول غواړي

هر يو درد به دې په سترګو کې مسکی وي
سياله ستا نه چل د غم زده کول غواړي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اکبر سيال

د بېلتون په خاورو خړ ، زه مسافر يم
شونډې وچې رنګ مې زيړ،زه مسافر يم

خپلې اوښکې رانه خپلو سترګو اوڅښې
يم دوچو کاڼو خوړ ، زه مسافر يم

جنازې له مې اوګه قدرې درنوړه
تا ته پړ يم تا ته پړ زه مسافر يم

دغه داغ به مې په زړه باندې تل داغ وي
چې مې يار په وطن مړ ،زه مسافر يم

رانه زړه د اباسين چپو لاهو کړو
سياله ګوره پسې چړ ، زه مساافر يم
نظمبشپړ شعر ولولئ

نظم

اکبر سيال

يوه خندا چې په خندا کړي سړی

يوه ښکلا چې سم ښکلا کړي سړی
يوه رڼا چې ټول رڼا کړي سړی
يوه ادا چې دلربا کړي سړی
يوه ارزو چې تمنا کړي سړی
يو محبت چې په غوغا کړي سړی
ما له د خپل وجود احساس راکړه
له خاورو پورته مې کړه لاس راکړه

دا ستړې ژوند چې لږ دمه دمه شي
شوګير خوبونه هم اوده اوده شي
د سترګو تنده چې لمبه لمبه شي
د انتظار غارمه تاوده تاوده شي
دا زما زړه او ستا باڼه باڼه شي
رنګونه مست شي او وږمه وږمه شي
د زړه په دشت کې مې سپرلي اوکره
د ګل ګل فکر بوزغلي اوکره

چې ستا د لاسو بنګړي شړنګ شړنګ شي
جوړ مو په سترګو کې يو جنګ جنګ شي
چې د رباب د نغمو ټنګ ټنګ شي
پيالۍ چې پورته شي او کړنګ کړنګ شي
چې د بدن خولې مو بنګ بنګ شي
سپينې جامې مو ټولې رنګ رنګ شي
ځان دې قابو ساته او وار اوکه لږ
سپرلی به راشي انتظار اوکه لږ
زمونږ وطن د جنګ بټۍ خو نه ده ؟بشپړ شعر ولولئ

زمونږ وطن د جنګ بټۍ خو نه ده ؟

اکبر سيال

هر يرغلګر ځان له راښکي کرښه

زمونږ د مينې د تاريخ په تندي
هر يو غاصب د بم چاودنې کړي
زمونږ د غرونو په ګل ګل سينه کې
هر هلاکو،چنګېز ،مغل د تاريخ
زمونږ سرونه په نېزو پيرلي
هر پيرنګي هر يو تور مخي دښمن
زمونږ په سترګو کې ازغي ټومبلي

زما د غرونو د دشتونو ښکلو
راځئ راپاسئ يو تپوس چې وکړو
د تهذيبونو د جمهور له دنيا 
دا زمونږ سيمه څه مورچه خو نه ده؟
د اور بټۍ د جنګ اډه خو نه ده؟
مونږ انسانان يُو مونږ هم امن غواړو
د يرغلګرو د يرغل نه امن 
زمونږ وطن څه لېبارټري خو نه ده