د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صابر شینواری

د صابر شینواری پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

20 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

داسې هجوم ولاړ د ښار په کناره صابره
چې نه به پریږدي میخانه نه مناره صابره

هغه سړي د دلیلونو کاروبار شروع کړو
چې نه پوهیږي په کوتک نه اشاره صابره

څهره د هر سړي جدا جدا د غم پیکر و
نه څوک زما، نه زه د چا استعاره صابره

هغه یو قام چې یې د غږ پورته کولو وخت دی
څوک مشوره کوي او څوک استخاره صابره

آخر دا خلک اوس په چا پسې تر شا روان دي
او چې عمل کوي په کومه سيپاره صابره؟

دا چې تمامه دنیا پریږدي زمونږ خواته راشي
نو خامخا به وي تالا یا آواره صابره

یو بد چلن مشکل کشا ته مو خپل درد بیان کړو
کور یې آباد، شو ټول د وینو فواره صابره
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

دغه کافي ده چې زما دې همسفر وي هغه
خیر که له ما نه هم برباد وي در په در وي هغه

څه به خبر وي د پښتون لالي خو یا به مړ وي
او یا به بیا چرته روان کډه په سر وي هغه

چې زما خپله څهره نه وایي د زړه حالونه
هغه نه څه ګیله که هر څو کوزه ګر وي هغه

زما د زړه درزا به څنګه په خبرو راشي
داچې په نه خبره هر وخت مرور وي هغه

چې يې زما غوندې معصوم سړي ته هم نه وکړه
یا به یې زړه نه وي او یا به زورور وي هغه

آخر هغه دغسې څه وايي چې زه ګونګی شم
چې نه جادو وي، نه آیت وي نه منتر وي هغه

صابره څه زما مسکن وی خو زما آبادي
یا بیابان وي یا د تورو کاڼو غر وي هغه
نظمبشپړ شعر ولولئ

نظم

صابر شینواری

ما سره نن سبا 

دا غم دی 
چې زه به په جنت کې 
د محمد ابنِ قاسم سره 
ديوال شريک ګاونډی یم او که نه
ما سره دا غم دی 
چې د شاتو مُچۍ به
څو ځایه عشقونه کړي وي 
ما سره دا غم هم دی 
چې د تسبو دانې څو واوښتې 
او څو لا پاتې دي
اوه زما خدايه!
زه څومره غمونه لرم
او زه څومره مصروف یم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

هغه وختونه چې غمونه د روزګار کم وو
دا غمازان او رقیبان به هم په لار کم وو

هغه چې مونږ په واړه عمر مینه هم وکړه
هغه چې مونږ سره لفظونه د اظهار کم وو

امن به څه رنګه راتلو په مسلمان ښار کې
چې هم د کفر سخت کمی و هم کفار کم وو

یه سبا رنګه ! ستا په شان زمونږ په ژوند کې هم
خوشحالي نه وه، خواهشونه هم په شمار کم وو

صابره ټوله ورځ به تیره هدیره کې شوه
او نور ثواب، نور فرصتونه د بل کار کم وو
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

د چا د مخ د ليدو نن سبا شديد خواهش دی
هغه د شمار په خواهشونو دا مزید خواهش دی

پیره کمال وکړه او ما ځان ته نزدې کړه خیر دی
پیره وه پیره دا خو ستا د یو مرید خواهش دی

د بیابان د تاریکۍ د شپو یادونه راغله
د چا د تورو تورو زلفو د یو دید خواهش دی

جانانه تا سره دې زړه هم د کتو قابل دی
هره شیبه یې نوی خیال دی او جدید خواهش دی

ای زما ربّ ِ لا یزاله لږ آرام خو راکړه
دا د غمجن صابر د خولې په زړه شهید خواهش دی
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

منظر ټول شیشې شیشې شي راته ګوري
هغه ماته رانزدې شي راته ګوري

زما زړه ارې ارې شي ورته ګورم
د هغې باڼه لشې شي راته ګوري

د هغې د قربت دا انداز مې وژني
چې په تلو کې په مزې شي راته ګوري

ستا د سترګو د خوښۍ نمي چې ګوري
زما اوښکې بې اسرې شي راته ګوري

یوه زه یم چې د ورځې انتظار کړم
یو صابر دی چې د شپې شي راته ګوري
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

ما دې ته نه کتل چې چرته راغلم چا ته راغلم
خو ما هر څۀ هير کړل اشنا او بيرته تا ته راغلم

ستا د طلب د لار سختۍ وې زما ستړی وجود
چې يو قدم به مخته تلم نو دوه به شا ته راغلم

تا د اظهار ويل او ما درته زړګی ډالۍ کړ
تا ابتدا غوښتله او زه انتها ته راغلم

په ښاريه کې د بيان د آزادۍ د لاسه
د خپل وجود له شوره تنګ شوم او صحرا ته راغلم

صابره څوک وو زما, زه آخر د چا پکار وم? 
هغه زما چې وه پکار، هغې شها ته راغلم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

نه مې جهاد وکړو او نه مې غنیمت راوړۀ
خو بیا مې هم وطن ته زیری د جنت راوړۀ

هغه نغمه د اویا حورو او جنت راوړه
ما د انسان د بربادیو حکايت راوړۀ

له ځانه دوه قدمه لیرې عجیبه حال وو
یو سړي ځان خرڅوه بل ورته قیمت راوړۀ

تا نه رخصت شومه او څومره بې نوا راغلم
نه مې ستائنه راوړه نه مې شکايت راوړۀ

ما سره څه وو، ما لفظونه او خپل زړه راوړل
چا به رتبه چا به شهرت چا به دولت راوړۀ

ما پکې ستا د سپورو زلفو تذکره وکړه
ما په دعا کې توسل د محبت راوړۀ

د خاورې رنګ د ګل خوشبو مې په لهجه کې ده
صابره ما په نوي رنګ کې روايت راوړۀ
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

د کوم هنر د انتخاب په غم کې ورک يې ياره
دا چې اکثر د انتخاب په غم کې ورک يې ياره

بيا د قربت دپاره کومه بهانه لټوې
دا چې د شر د انتخاب په غم کې ورک يې ياره

زما د قتل اراده دې په آسانه وکړه
خو د خنجر د انتخاب په غم کې ورک يې ياره

د نظر عيبه زه د ځان په تماشه ولاړ يم
ته د منظر د انتخاب په غم کې ورک يې ياره

هغه صابر ستا د تمامو غمنامو علاج دی
د چاره ګر د انتخاب په غم کې ورک يې ياره
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

چې قتل شوی چرته هر آهنګ او هر یو ساز و
هغلته ما دپاره ساه اخیستل هم اعزاز و

هغه به مرګ راوسته، ما به ژوند ته لاره ورکړه
د هغه خپله طریقه وه زما خپل انداز و

هغه غازي مې په جنت کې چرته ونه لیده
چې ورسره زمونږ د قتل شرعي جواز و

کله د ځان کله د بل د بچ کولو فکر
ژوند په دې سیمه یو کوشش و، مسلسل پرواز و

د خپل وجود د خلا شور آرام ته نه پریښودم
له ډیره وخته مې تر غوږو یو مبهم آواز و

صابره څه د کائنات لټون آسانه نه و
او څه د ذات سفر تاریک و، معمه و، راز و