پښتو ادب · شاعران
ناصر سروري
د ناصر سروري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د ناصر سروري لنډه پېژنده
ښاغلی ناصر سروري د محمد عثمان زوی په ۱۳۷۱ه ش کال کې په بغلان ولایت کې زیږېدلی
۷ وه کلن وو چې پلار یی په ښوونځي کې داخل کړ
په ۱۳۹۱ ه ش کال کی د نوي بغلان لیسې نه په عالی درجه فارغ شو بیا یې
په حسابداري برخه کی دوه کاله زده کړې وکړې خو د زده کړو تر څنګ یې د بغلان ولایت
یوه محلي رادیو کې خپرونې چلولې چې ډیر شمیر اوریدونکې یی درلودل خو بخت ورسره یاري ونه کړه دناصر سروري ژوند افغانستان کې په خطر کې وو مهاجر شو چی اوس مهال فرانسه کې ژوند کوي
له شاعرۍ سره یې له ماشومتوبه مینه درلوده تر دې وړاندې یې (دغم سره مینه) لومړۍ شعري ټولګه چاپ شوې دویم شعري ټولګه یی هم چاپ شوې چې نوم یی دې( تاته دزړه خبره څنګه وکړم؟)
ناصر سروري د مینې او سولې او زده کړې تږی دی ټوله شاعري یی په همدې راڅرخي زه ورته د څښتن تعالی نه هوسا ژوند غواړم
شعرونه
18 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ناصر سروري
لا وړه یې ســــن دې خام دی لیونۍ
زما ژوند د ســــــتا په نام دی لیونۍ
چې قلم مې ستاصفت ته شو عاجز
ټول ښایســت په تا تمام دی لیــونۍ
راګیـر شوی یم د میـــنې دام کی نن
راتـه ایښــی دې نن دام دی لیــــونۍ
دروازي څخــه یې منـع کـــړله ورور
راختـــــلې بیــــا پـــه بـام دی لیونۍ
ما چې خپل غـزل کړو خپــــله ترنم
وایي وا وا څـــه کـــلام دی لیونۍ
ما ناصر ته مخــــــامـــخ ګوره آشـنا
ســـــتا کاتـــــه راته الهـام دی لیونۍ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ناصر سروري
د زړونو غـــلا کوي هــنر یی دا دی
ښکلې خنـــدا کوي هـنر یې دا دی
زما دزړه په تاج محــل کی جانان
پاچــــاهي دا کــوي هنر یې دا دی
څوک چې زما دجانان مخ ته کوري
بیــا خو هـوا کــوي هنـر یې دا دی
د یار په مخ چې زه غـزل ولیـکم
راتــــه وا وا کـــوي هـنر يې دا دی
(ناصـر)چې تل هغې مخ ته ګوري
مخ يې رڼــــا کوي هـنـر یې دا دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ناصر سروري
ما د ځان اشـــنا کړه چاته نه وایم
ښکل مې ترسبا کړه چاته نه وایـم
ماسره د دروغـو وعـدې مه کــــوه
نن وعده رښتیا کړه چاته نه وایـم
ماتـــه یی ویل کــــه راځې کلي ته
ځان دې بیا ملا کړه چـاته نه وایـم
ما خو خپل زړګی تا لـه درکړی دی
ته هم یو څه را کړه چاتـه نه وایم
ما ناصر خمار کړه او نشـه مې کړه
نن مې په هوا کړه چـــاتـه نه وایم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ناصر سروري
ته چی رانه ځې زما به څــه حال وي
مــرمه درپسـې زمـــا به څــه حال وي
تــه خــو لـــکــه ســمه د مــزار نــبات
اۍ!خوږې خوږې زما به څه حال وي
نن مې په زړګي کې اور بل شوی دی
زړه کــوي لمبې زما به څه حــال وي
خیال او تـصــور کې مې خــوره وره
خوب نشته دشپې زمابه څه حال وي
دامســـافــــري او بی جانانـــه ژونـد
یم ایرې ایـرې زما بــه څه حــال وي
زه (ناصـر )دې هر وخت لاره څارمه
ته چې نه راځې زما به څه حـال وي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ناصر سروري
څـاڅــکـو د بــاران به يــادولې ته
ځـــمـکې او آســمان به يادولې ته
دواړه مخامـخ شولو په تـير باران
ځکـــه هــر زمـــان به يـــادولې ته
وريځې خـورېدلې په هــوا بانـدې
ټپ پـټ دې جانان بــه يـادولې ته
کله کله ستــــرګو بـه اوبـــه وکـړې
اوښـــکو د ګــريوان بـه يادولې ته
ستاخندا ناصر باندې څه کـړي وو
هغــــه ناصـــر جان به يــادولې ته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ناصر سروري
چې ما نه روانیږې او په شا راپسې ګورې
زړګې مې هواشي چې بیابیا راپسې ګورې
ستا تورو تورو سترګو کې دمینې جهان ګورم
په تورو تورو سترګو چې اشنا راپسې ګورې
په زړه کې دې اوسیږمه په زړه کې مې اوسیږې
کوڅه کې چې تیریږم خامخا راپسې ګورې
ای مه خانده خندا دې په میلونو روپو ارزي
ای جیب زما خالي او په خندا راپسې ګورې
د کلي ماشومان کله چې ما ولي په کاڼو
پټ پټ له دروازې نه په ژړا راپسې ګورې
د کلي کوره ځمه ای ناصره مجبوري ده
چې زه هم درته ګورم په دعا راپسې ګورې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ناصر سروري
د زړه دښته کې شـپونګۍ نه يې نو څه يې
يه ګـل ګل دګل غـــوټۍ نه يې نو څه يې
ســتا دمـــخ ځــلا ته خلک حـيــران پـاتي
چې په ځمکه کې سپوږمۍ نه يې نو څه يې
قـــد دې لـوړ لکـه چيـــنار شـولو دلبـــره
لا راغـــلې پـــه ځوانۍ نـه يې نو څه يې
چې نه سپــينـه او نه ســره نـه غنمرنـګــه
راتـــه ګــرانه تــورپيکۍ نه يې نو څـه يې
تــاو راتاو شـوې لکه شعر مې شاعري کـې
د شـــعـرونـو ښـاپيـرۍ نـه يې نـو څه يې
ليـــونۍ لــه ليونـي ســــره جـــوړيـــــږي
ليـوني تـــه ليــونۍ نـه يــې نــــو څه يې
زه ناصــر خـــو دې تــل وينــمه خوبو کې
دخـوبـو شـــهـزادګۍ نـــه يې نــو څه يې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ناصر سروري
ستا خبرې مې زړګي کې تاو راتاو شي
لکه شعر مې شاعري کې تاو راتاو شي
ستا یادونه مې تل یو خوا بل خوا بیایې
ستا یادونه خاموشي کې تاو راتاو شي
یاره راشه چې ژوندون زما رڼا شي
چې رڼا مې زنده ګي کې تاو راتاو شي
داسې زه یمه د غم ښار کې ګیر شوی
لکه ګل چې په اغزي کې تاو راتاو شي
ته چې زلفې ښوروې رڼا رڼا کړې
د لمر وړانګې دې پيکي کې تاو راتاو شي
زه ناصر چې هر وخت وکړمه خبرې
دیار نوم خو بیا حتمي کې تاو راتاو شي