د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ناصر سروري شعرونه

غزل

ستا خبرې مې زړګي کې تاو راتاو شي
‎لکه شعر مې شاعري کې تاو راتاو شي 

‎ستا یادونه مې تل یو خوا بل خوا بیایې 
‎ستا یادونه خاموشي کې تاو راتاو شي 

‎یاره  راشه  چې  ژوندون  زما رڼا  شي 
‎چې رڼا مې زنده ګي کې تاو راتاو شي

‎داسې  زه  یمه د غم  ښار  کې ګیر  شوی
‎لکه ګل  چې په اغزي کې تاو راتاو شي

‎ته  چې  زلفې ښوروې  رڼا  رڼا  کړې
‎د لمر وړانګې دې پيکي کې تاو راتاو شي

‎ زه ناصر چې هر وخت وکړمه خبرې
‎دیار نوم خو بیا حتمي کې تاو راتاو شي
د شاعر نور شعرونه ←