د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ناصر سروري شعرونه

غزل

چې ما نه روانیږې  او په شا راپسې ګورې
زړګې مې هواشي چې بیابیا راپسې ګورې  

ستا تورو تورو سترګو کې دمینې جهان ګورم
په تورو تورو سترګو چې اشنا راپسې  ګورې

په زړه کې دې اوسیږمه په زړه کې مې اوسیږې 
کوڅه  کې چې  تیریږم خامخا راپسې  ګورې 

ای  مه  خانده  خندا  دې په میلونو  روپو  ارزي 
ای  جیب زما خالي  او په خندا راپسې  ګورې 

د کلي  ماشومان  کله چې  ما  ولي  په  کاڼو 
پټ  پټ له  دروازې  نه  په ژړا راپسې  ګورې 

د کلي  کوره  ځمه  ای  ناصره  مجبوري  ده 
چې  زه هم درته  ګورم  په  دعا راپسې ګورې 
د شاعر نور شعرونه ←