پښتو ادب · شاعران
ممتاز اورکزی
د ممتاز اورکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
نوم ممتاز الرحمن
ادبی نوم- ممتاز اورکزی
د پلار نوم -نور اصغر
ممتاز اورکزی په ۱۹۷۲ کښی په دی دنیا کښی سترګی غړولی دی ابتدای تعلیم یی په خپل کلی توره وړی کښی حاصل کړی دی او لسم یی د ګورنمینټ های سکول داوابه نه کړی دی دولسم یی د ګورنمینټ هایر سینکنډری سکول خیبر بازار پیښور نه کړی دی د شاعری سره یی مینه له وړوکوالی نه وه په څلورم پینځم ټولګی کښی وو چې شعر به یی لیکو خو د ۱۹۸۶ نه یی ښه پخه شاعری شروع کړی ده ممتاز اورکزی صیب زیاته ناسته د حمزه بابا او قلندر مومند سره هم کړی ده او په دغی باندی خوشحاله نه بلکښی فخر پری هم کوی د تیرو اتلسو کالو راسی د مسافری شپی ورځی د دوبی په خاوره تیره وی او د پښتو ادب خدمت یی پکښی هم ملا تړلی ده په پاکستان کښی د پښتو ادبی چمن ټل غړی دی او په دوبی کښی یعنی متحده عرب امارات کښی د اماراتو پښتو ادبی ټولنی صدر دی ۰
چاپ اثار یی دوه دی
۱ -- بنګړی بنګړی وعدی
۲--د زمکی آسمان
دریمه شاعری ټولګه هم چاپ ته تیاره لری انشاالله ډیر زر به چاپ شی
شعرونه
47 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
زمااوستا داختلاف خبر يې عام کړ لاړو
زمونږه خیر غوښتونکی دغه کار تمام کړ لاړو
یو بېړندی سړي په څه عذاب کې پرېښودمه
ځانته مې پام نه و، زمايې خانته پام کړ لاړو
داستا ښایست یو ښکلی خوب و، خوب به څو پورې وي
دا ډېره نده چې پر مايې خوب حرام کړ لاړو؟
وخت و جانان، او که دوخت غوندې عادت يې وکړ؟
راغی ایسار نشو، زما هرخیال يې خام کړ لاړو
سحر يې تکه سره غرمه، غرمه يې زېړ مازیګر
ممتاز سوداکې مازیګر سکڼی ماښام کړ لاړو .
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
زماجانانه بتخانې به لتوم درپسې
اې مسلمانه بتخانې به لتوم درپسې
دخپل ښایست نه ناخبرو کې له مانه ورکه
شیرینه ځانه بتخانې به لتوم درپسې
دهنر خوبه که تعبیر دې رنګ او لفظ رانکړ
یم سر ګرد انه بتخانې به لتوم درپسې
ته پرستش غواړې او زه دابراهیم پیرو کار
کیسه ده ور انه بتخانې به لتوم درپسې
عقیدتونه، ګومانونه چاڼومه ممتاز
ځه بې نشانه بتخانې به لتوم درپسې .
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
زه خو منمه دخپل زړه، بلا وهلی یمه
ما په خپل حال کې پرېږدئ زه، بلا وهلی یمه
نا معلوم لوري ته تګ غواړم دسپوږمۍ رڼاکې
ستا له لیدلو نه پس څه، بلا وهلی یمه
دځانځانۍ بلا وهلو کې هم درد لټوم
ښه لېونی یم زه هم ښه، بلا وهلی یمه
څوک به کوي زما دکرب، زما دوېرې احساس
چې په اباد ښارکې دغره، بلا وهلی یمه
ته خبر نه يې چې اوس هغه ممتاز پاتې نه یم ؟
ما پورې ولې کېنې ته، بلا وهلی یمه .
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
زړه دې وي او د تا ياد دې پکې نه وي؟
کور دې وي او څوک اباد دې پکې نه وي؟
ستا له ياده مې د ځان فکر اوباسي
دا ډيوه دې وي دا باد دې پکې نه وي
ستا په ښار کې دې د لاس بري قانون وي
او زمونږ غوندې برباد دې پکې نه وي
د واړه کلي دا خلک دې تل اوسي
خو دا دومره لوی تضاد دې پکې نه وي
د ممتاز نظر دې وي تاته غزله
خو خويونه د نقاد دې پکې نه وي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
لکه درد زما د زړه له کوره مه ځه
ما بې کوره کړه خو ته له کوره مه ځه
شبنمي ښایسته! تل مي خیال کې اوسه
ددې ګل د ګریوانه له کوره مه ځه
د جانان یاده خوبونه مي در واخله
خو تش لاس د پښتانه له کوره مه ځه
ما دانو پسې وطن پرېښوود ته چپ وې
څه دي ویل چې په ډیر څه له کوره مه ځه
په شا اوګوره ممتازه ! بیا به راشې
په پټ مخ لکه د مړه له کوره مه ځه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
ليوني ګرځي بادونه بيابانه
ورته ښايه زما پلونه بيابانه
زما تنده ړنده نه ده،ښۀ پوهيږي
سترګي سترګي سرابونه بيابانه
ستا د ډوبې خاموشۍ په ورۀ ولاړ يم
راسره دي څو غږونه بيابانه
داسې ويړ او بوږنونکي.لکه ته ي
نن صبا وينم خوبونه بيابانه
د ممتاز غوندې وا مه وړې په هښيارو
درنزدې مه شه کورونه بيابانه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
څراغه! دا زما شپې ته دې پام دے؟ لکه دود
چې خيال پکښې بيخي د قرار خام دے، لکه دود
سحره! خو د ګرد غوندې تير شوے يې په ما
ګيله د څۀ ؟ راغلے که ماښام دے، لکه دود
په خداے که پريوتلو ته مجبور يم لکه څاڅکے
په خداے که مې ختلو ته ناکام دے، لکه دود
شغلې! چې نازيدۀ دې په يارۍ .هاغۀ ته ګورم
په تور مخ يې اخستے درنه ګام دے، لکه دود
ممتازه! ملنګي، او بيا پروا د چاپلوسانو؟؟
په دې جنت کښې دغه شے حرام دے، لکه دود
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
لکه انعام د ماښامي. لکه تقدير د ماښامي
که استقبال د ماښامي .او که دے وير د ماښامي
ته ميخانه ميخانه خوږ. او ته شرينه ېې جام جام
ز ۀ يو ملنګ د ماښامي. زۀ ي و فقير د ماښامي
رنګ زما زيړ . زړۀ زما تور. ښه نو زۀ څۀ? يعني زۀ څۀ?
ياره تصوير د مازيګر. ياره تصوير د ماښامي
راځئ . راځئ. واورئ کنه.که مو د ظرف وي اجازت
کوم تشريح . د ماښامي .کوم تفسير د ماښامي
ممناز . باچا. ممتاز. نواب.ممتاز.بې نيازه خود پرست
لري وطن د ماښامي. لري جاګير د ماښامي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
ژوند نیمګړی که ناکامه تجربه ده
او که نه بس ناتمامه تجربه ده
بدرګه راسره اوکړه بغاوته
دلته اوس هم لا حرامه تجربه ده
د هنر په خاطر پام ورباندې اوکړه
ستا په څنګ کښې مې الهامه تجربه ده
خلقې له دایرو نه بهر اوځی
زما خدایه، د چا رامه ، تجربه ده
په ممتاز بدګمانی پریږده هيڅ نشته
نن جمات ته ځي ماښامه،تجربه ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
په دروغجنو تسلېو ډاډه زړه او ماښام
لکه یاران په یو بل اوغرېږو زه او ماښام
داسې عجب نسبت لری چې ورته ګونګ پاتې یم
ستا مېکده مېکده سترګو کښې رانجه او ماښام
زمان ته هیڅ نیشته زما د ډ ېرې بیړې احساس
ګنی په دومره فاصله کښې نمرخاته او ماښام
قسم خوړو ته هیڅ هم نه لرم خو اویې منه
چې ما له خوده څوک اوباسی هغه ته او ماښام
ممتازه زه یم او هغه ده د دریاب غاړه ده
یوه ګویانه خاموشی ده او ساړه او ماښام