د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سيد کريم خوستى

د سيد کريم خوستى پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

پدې وطن كې زموږ پت زموږ عزت خوندي دى
وطن ناموس وطن مو ځان دی نور يې مه ورانوئ
 
دا د بيرو  بيرو ميراث مو د پلارو او نيكـــــــو
دا امانت جنت نشان دى نور يې مــــــه ورانوى

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

18 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سيد کريم خوستى

وطن مو ښكلى دجهان دى نور يې مه ورانوئ
د هر افغان د زړه ارمان دى نور  يې مه ورانوئ
 
پدې وطن كې زموږ پت زموږ عزت خوندي دى
وطن ناموس وطن مو ځان دی نور يې مه ورانوئ
 
دا د بيرو  بيرو ميراث مو د پلارو او نيكـــــــو
دا امانت جنت نشان دى نور يې مــــــه ورانوى
 
دټول جهان ښايست چمن ورته سركوف دي كوري
وطن مو  دغسې بوستان دى نور يې مه ورانوئ
 
چې كوه قاف نه ښاپيريان به يې تماشو ته راتلل
دا خو همغه كابل جان دى نور يې مـــــــه وانوئ
 
دژړا ډك  ږغ دخوستي اورې كــــــه نــــــه افغانـــــــه
ډير مې ارمان سي وطن وران دى نور يې مه ورانوئ

د خوست يو څوارلس کلن شهيد تهبشپړ شعر ولولئ

د خوست يو څوارلس کلن شهيد ته

سيد کريم خوستى

 دا مې د ورور ده جنازه که مې د ځان جــــــــــــــنازه

ولې مې وژنی او ليږي مې په ارمان جــــــــــــــنازه

په ما قيامت دی او محشر دی نن خو داسې غـــــم دی
نن می ټول خوست مړ دی چې ځي د داسې ځوان جنازه

زه د دښمن اوداسې ورور تر منځ څه فرق وکړمــــــــــــه 
چې ليږدوي مې وچ  په وچــــــــــه د جانان جــــــــــنازه

دښمن کرار ناست دی موږ يو د بل قتل جوړ شولو 
يو خو ګلاب مړ کړو بل خوا وې د زغفران جنازه

خوستی خو ځکه په سلګو سلګو سفر کې ژاړي
چې بېګناه يې په ارمان ځي د افغان جــــــــــــــنازه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سيد کريم خوستى

 دا چې هر سړی مغرور دی زمـــــــوږ کــــور دی۰

خپل چې خپل لاسه نسکور دی زموږ کور دی۰

دښمن پريږده خـــــــپل د خپله لاسه ژاړی۰
هر سړی په وينو سور دی زموږ کور دی۰

دښادۍ ږغ به ونـــه اوري په کـــــوم ځاې کې ۰
تل چې بورې مورکی شور دی زموږ کور دی۰

نوره څــــــه شته دی په دښکلی وطن کې۰
يا مرګی دی اويا چور دې  زموږ کور دی۰

چهار چابپر تک سره اورونه په موږ بل دی۰
سخترين چې چېرته جور دی زموږ کوردی۰

دخپل حق تپوس چې وکړي بيا دوژنې۰
چې قتلو پکې زور دی زموږ کور دی۰

هغه ګورې هغــــــــــــــه کلی د خوستی دی ۰
اه پرې بل چې سرکې اور دی زموږ کور دی۰
ګل د ښکلا روح دیبشپړ شعر ولولئ

ګل د ښکلا روح دی

سيد کريم خوستى

 ګــل د ښـکـلا روح دی خــو خــــزان تری نه روح اوباسی

ښـــکـــلی وی د ګــل نه ظــلــمان تـری نه روح اوباسی
 
زړه می روغ رامـــــــټ وی ستا یــادونه لــکه بـــاز راشی
و ښـکــلیه جـانانه سـتا چــــشمان تری نه روح اوباسی

دغــه فـــردیــسې کی خو دهـــــــر خوار مـــــــسافر لره 
را چی شی جانان په یــاد جا نان تری نه روح اوباسی

ګــل وی دګـــلاب او شــهزاده وی خـو دوبـی کـی بــیـــــا 
دغه سره ګـــــرمی دا عــــربــان تــــری نه روح اوباسی

دا حـسن حـسین دغـه بې وســـــه دا مـــــــظلوم وطن 
خـپل دغـه پــرادې جـــګره مـــاران تری نه روح اوباسی

ته زمـــا دا طفل پــریښتي دا تـــــور ســـري ګــــــــــــوره 
ګـــوري په باروتو ډیر ارمــــــان تــــــری نه روح اوباسی
 
پروت وی ستا د سره مخ په ګلاب لکه شبنم خوستی
د هــــجر وړاڼــګه راشی په یــو ان تری نه روح اوباسی
ديار څڼو کیبشپړ شعر ولولئ

ديار څڼو کی

سيد کريم خوستى


زه د یــار څــڼو کی ځـــــــــــکه ګـــــــلان ستایم 
هــــر ځاې ګل ګل ده نو ځکه بــــــوستان ستایم
 
زړه مـی ټــول پـرهـر پـرهـر دی جوړ به نه شــی 
زړه زخــــــمونو ته هم دغه درمــــــــــــان ستایم
 
قـضاوت تاسو پــــــرې ټــــــول و کـــړی یارانــــــو 
ما چی ګرم نه کړي چی هر وخـــت جانان ستایم
 
چـی د اور لـــــــــــمبو کی دا جــنت می ســوزي
نــو زه څــنګه به دا خپل رهـــــــــــــبــران ستایم
 
زمـــا مــینه ده د ژوند ارمـــــــــــــــــان می دا ده 
خـپل ژوندون مــینی ته هــروخت امــــــان ستایم

زه چـی تــا لـــرم ما غــبرګ په سـترګو ړوند کړی 
چی خـــوستی چــیرته پاریس یــــا جـاپـان ستایم 
ژوندونبشپړ شعر ولولئ

ژوندون

سيد کريم خوستى

 ژونــدون لــــکـه جــانــان دی مـسافــر دی رانــه ځی

دا عــــمـر خـدایــه ،څــه رټ مــخـتــصــر دی رانـه ځی

نــن خــو یی غــمــونــو ،هــره خـــوا ده رانــه ورکــــــه 
پــه مــا نـــن قــــیـامــت دی، یــو نــــفـر دی رانـه ځی

د سـترګــو نـه می اوښکی ، دزړه می ویـنې څاڅی 
روان ښــکـلی جـــانــان بــیـا، په ســفـر دی رانـه ځی

لاړو ، راســتـون نـه شــو نــه پـه ســوال نـه پـه زاریــو 
جــانــان اوښــکو قـــطـار شــو، سراسر دی رانــه ځی

پـه ســـترګــو بـه ړنـده شـم، د غـمه به یی مـړه شـم 
خوستی می سترګــو تور ، زړه ، اوځیګر دی رانه ځی
غمونهبشپړ شعر ولولئ

غمونه

سيد کريم خوستى

 په کـی دلۍ دلۍ بــی شــماره ســــــتا غــمــونــه پاتې 

نــــور می څه نه شــتـه په زړګې کی ســتـا یـــادونه پاتې

تـه مــــسافر شــــوی رانــه لاړې نــور د څـه را پــریــښـول 
بـــــــس ســتا د پــــښو د قــدمـو د خـــــاورو پــلونــه پاتې

دســــتا بستر می ټوله وله وای نه شوه خواره می پریښوه 
ســـــتـا په بـستـر کی ستا د اوښکو سپـیـن لــعـلـونه پاتې

یـــــــو د خــانــدلـې دی پــه بــــل کـی د ژاړلـې ګــــــرانــه 
زمـــــــا پــه ســتـرګــو کی همدا  دوه تـــصــویــرونـــه پاتې 

بــــوی یی کـړم ښکل یی کړم په مخ پورې یی کلک ونیسم
(خـــــوستـیه ) ســـــتــا د خـــوږ بـــدن دوه بــنــیـلـــونه پاتې
دهجر لمبو وسومبشپړ شعر ولولئ

دهجر لمبو وسوم

سيد کريم خوستى

 هــــجـر لــــمـبو وسـوم لــوغـــړن شومه 

حـاص لـکه ذوغـل تـور په خپل تن شومه
 
وچ ګــل شـوم ډنـډر په ډنـډر مات شومه 
بـیـل چی سـتا د غـیـږي د خــتن شومه
 
کـله می هـیریــږې سـتا هــغـه اوښـکی
زه د چی رحـصـت کــړم پـه رفـتن شومه

سـتـا د ښـکـلو ستـرګـو چی فـنا شولم 
بــس د هــغـه وروسـته ډیر غمـژن شومه
 
ســتـا دبـــیـلــتــانـه پــه د مـــزلـونـو کـی 
سـتـړۍ د خـپل ژونـد د خـپل بـدن شومه

ویــنې د زړګـې چی درلــه در نــه کـــــړم 
بــیا خو ستا په عشق کی درغژن شومه
 
سـتا پـه وعـده تــا لـه چی زه در نـه شم 
ګـــرانۍ بـیـا لایـق خـو د کـــشتن شومه
 
ستا خوستی بیا ښاد په ژوندانه نه شوم 
بـیـل چی په ارمـــان د خـپـل وطـن شومه
چی امن نه ویبشپړ شعر ولولئ

چی امن نه وی

سيد کريم خوستى

 چی امــن نـه وی نـو ژونـــــدون به څه وی

چی ورور قـتـیـل وي اه پـښتون به څه وی

بې غــیر د ښـکـلی جـانـان غـــیـږې څخه 
زمـــــــا د زړه صــــبـر ســـکــون بـه څه وی

دا چــی مــوږ خــپلو کـی یــوبــــل قــتـلوو
د د دښمنو شـتون نه شـتـون به څه وی

چـی جــــــهنـــم پــه لاره خــــــپــلـــه ورزي 
عــقل ســقراط د افـــلاطـــون بــه څــه وی

خــوسـتیه سر د چی پــرې بــویــه نه کړی 
دیـــار پــه مــینه کی سـتا جـنون به څه وی
دلته څوګ مريبشپړ شعر ولولئ

دلته څوګ مري

سيد کريم خوستى

 څوګ چی مـري په دغه خاوره کی افغان مري

نـوره څـوګ مـري زما تن مـري زما ځـان مري

دا خـــو زه پـه وجـود نــیـم شــومــه دوه ځــایه 
کـه طـالـب زمــا د خـاورې کــه فــوځـیــان مري 

دا خــو ډیـــره بـې نـنـګي راتــه ښــکاره شـوه 
چـی ژونـــدی پـــایــــمـه زه زمـــا جـانــان مري

بــې وریـــځــــې بــې طـــــو پـان ږلـۍ را اورې
زیـــړ ګـــلونـه مـی په ظـلــم پــه دا شــان مري 

دغـــه څــوګ کــوی دا ولــی داســــی کـــیــږي 
چی نښتر غـونــدې ځـوانان می هر زمان مري 

هــــر انـــدام مـی د وجـــود بــیـل بــیـل ژړیــږي 
کــه د خـــــاوري هـــــزاره کــه تـــاجــکــان مري 

نـــړۍ والــــو نــور مــو خـدای لــپــاره پــریــږدي 
ستاسو جـنـګ کی زمـوږ کونـډي یتیمان مري 

د ا د څـومــره بـې وسـې شــوه ای خـوستـیـه 
تــه ورګـــــــورې پــه ژړا دســـتــا خــوبــان مري