د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سيد كريم خوستى شعرونه

غزل

وطن مو ښكلى دجهان دى نور يې مه ورانوئ
د هر افغان د زړه ارمان دى نور  يې مه ورانوئ
 
پدې وطن كې زموږ پت زموږ عزت خوندي دى
وطن ناموس وطن مو ځان دی نور يې مه ورانوئ
 
دا د بيرو  بيرو ميراث مو د پلارو او نيكـــــــو
دا امانت جنت نشان دى نور يې مــــــه ورانوى
 
دټول جهان ښايست چمن ورته سركوف دي كوري
وطن مو  دغسې بوستان دى نور يې مه ورانوئ
 
چې كوه قاف نه ښاپيريان به يې تماشو ته راتلل
دا خو همغه كابل جان دى نور يې مـــــــه وانوئ
 
دژړا ډك  ږغ دخوستي اورې كــــــه نــــــه افغانـــــــه
ډير مې ارمان سي وطن وران دى نور يې مه ورانوئ

د شاعر نور شعرونه ←