د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سيد كريم خوستى شعرونه

د خوست يو څوارلس کلن شهيد ته

 دا مې د ورور ده جنازه که مې د ځان جــــــــــــــنازه

ولې مې وژنی او ليږي مې په ارمان جــــــــــــــنازه

په ما قيامت دی او محشر دی نن خو داسې غـــــم دی
نن می ټول خوست مړ دی چې ځي د داسې ځوان جنازه

زه د دښمن اوداسې ورور تر منځ څه فرق وکړمــــــــــــه 
چې ليږدوي مې وچ  په وچــــــــــه د جانان جــــــــــنازه

دښمن کرار ناست دی موږ يو د بل قتل جوړ شولو 
يو خو ګلاب مړ کړو بل خوا وې د زغفران جنازه

خوستی خو ځکه په سلګو سلګو سفر کې ژاړي
چې بېګناه يې په ارمان ځي د افغان جــــــــــــــنازه
د شاعر نور شعرونه ←