د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

بختيار تلاش

د بختيار تلاش پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

 نوم مې بختيار او تخلص مې تلاش، د ميرغلام تلاش زوى له نن نه شل کاله وړاندې د کامې ولسوالۍ د ارباپانو په قريه کې زېږېدلى يم چې اوسمهال د جلال اباد ښار د عيدګاه جومات تر څنګ مېشت يم ، په ١٣٩٠ لمريز کال کې د عبدالوکيل له لېسې څخه په ښه درجه فارغ شوم په ګڼو ژورنالېستيکو ورکشاپونو کې مې ګډون هم کړى ، تر اوسه مې يوه د ټپيزو ټولګه چې ( په زړه مې ته وې خداى رانه کړې) د چاپ په پار ښکلې شوې ده او دوه ناچاپ اثار لرم،چې يوه پر کتابونو باندې تبصرې دي ( کتاب پېژندنې) او يو ژباړل شوى ناول دى، لنډې کيسې هم ليکم او تر ډېره مې ژباړلي دي، ښايسته ګڼ شمېر شعرونه هم لرم،خو د شعرونو د چاپ لپاره مې لا څه پلان نه دى نيولى،همدارنګه له ګڼ شمېر ويب پاڼو سره همکاري هم لرم، چې وخت ناوخت ورته ژباړې،شعرونه او ادبي ليکنې ورلېږم، په ختيځه سيمه کې له ( سيمه) مجلې سره هم همکاري کوم، چې وخت ناوخت ورته ځېنې سياسي ليکنې هم ليکم.

دمګړۍ په ننګرهار کې له يوې شخصي راډيو سره دنده لرم.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

42 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

 تاچې خفه کړمه يارانو مې هم پرېښودمه

د چم ګاونډ خپل او خپلوانو مې هم پرېښودمه

سترګې مې ډکې د ژړا په پور تړلى ژوند مې
لکه ماشوم د کور ګلانو مې هم پرېښودمه

پر ما يې زړه درد وکړ، خوږ شول پرما
د وخت ظالمو رقيبانو مې هم پرېښودمه

ستا د وصال د بارانه په تمه تږى ناست وم
د خپلو اوښکو ګاونډيانو مې هم پرېښودمه

ستا په تلاش د هر سړي سره په جنګ اوښتم
څو پخوانيو بابا ګانو مې هم پرېښودمه

جلال اباد
١٣٩٠ -٦-٢٩
 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

په لپه کې مې واورې دي په لپه کې ګلان

شيندلى مې جانان راته خپل لپه لپه ځان

ها شين منګى به نور په دغه لاره باندې نه ځي
په سپينو لېچو مات شولو په زلفو اويزان

تنبل دى،که لايقه خو بس دومره مې په ياد دي
چې ماته درېدل سخت وو هغه ته امتحان

ته ګل شه او خمار د زلفو ټول پر ما راخور کړه
چې پاتې شي جنت کې درته حورې او غېلمان

٦/٢٤ ١٣٩٠
 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

 اوس به د زړه کله په زړه باندې باور را نه شي

زړه ته راټول شي خو دزړه تل ته اکثر رانه شي

له پېشنمي نه مخکې تا له خوبه پاڅولم
په تمه تمه شم ويده خواته اختر رانه شي

لپه دې پورته کړه،دعا کوه وصال وغواړه
په بېلتانه کې دې پر ما غريب سحر رانه شي

ته په ګرمۍ کې له يخنۍ نه رپېدې لړزېدې
پر ماغريب دې هيڅ نظر د خپل دلبر رانه شي

ځه! ته خو لاړلې خو زه هم په کوښښ کې يمه
د ځان وژنې په پار لاس ته سپين خنجر را نه شي

په داسې ځاى کې رانه پاتې شولې خوږه ياره
پر ما تلاش باندې دې سيورى راځي لمر را نه شي

جلال اباد-صفا راډيو
١٣٩٠-٤-٢ د شپې ١١ بجې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

په طلايي پاڼې مې داسې ليکل نه غواړمه

چې بېوفا يې دروغجن يې فرېبکار ياره

سندرې ووايه،ټپې په لاله زار ووايه
په زړه مې ښې لګي سندرې ستا د ښار ياره

په ژوند مې نه ليدل جانانه ستا دردمن خوبونه
چې رانه لاړلې په غم کې شوم ايسار ياره

ستا له سروره،له جنونه دار ته نه دانګمه
دانګم په دې چې رانه تا نه کړي په دار ياره

ته د تلاش سره په نيمه خوله ياره مه کومه
وفا يې ټوله ده په برخه د بختيار ياره
 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

نه د ارمان په لټه يم، نه د جانان په لټه
له ځانه ورک يمه،لګيا يمه د ځان په لټه

نن دې يوه خبره کړې، دومره وګرځېدم
لکه کوم ستورى،چې وي تل د کهکشان په لټه

موږ هم د شعر نيلۍ نيولې ده روان يو پسې
نړۍ خوځښت کوي، ورځي د لامکان په لټه

څومره توپير شو، راشه ويې ګاله تاته وايم
زه ستا غمونه ژاړم ته مې د خفګان په لټه
 
ازميښتونه يې اوس ان د غره په سرکې نه دي
ستوري، سپوږمۍ څه کوې،خېژي داسمان په لټه

اوبو ته ولوېده، د ناز نارې يې ډېرې وکړې
تلاشه! ما درنه اوبه وړي،د پېزوان په لټه
 
١٣٩٠- عقرب - لومړۍ

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

غزل چې ليکم ستا له مخه رياضــــــــــــــــت کومه
پير مې يې، مير مې يې جانانه ستا خدمت کومه

د زړه قاتله زه دې دومره مـــــــينه وال يمــــــــه چې
هره شېبه دې، په کتاب کې تــــــلاوت کـــــــــــومه

رقيبه ! ته مې د قلم له زوره څـــــــــه خــــــــبر يې
د شعر په زور په ډېرو زړونو حکـــــومت کــــــــومه

تاچې خفه ووينم خوب کې،شم ناڅاپه راويـــــــښ
په خداى چې ټوله شپه بيا خداى ته عبادت کومه

ته خفه کېږې،زه پوهېږم جنګ دې نه خوښېږي
دا ستا لپاره د ټول کلي محــــــــــبت کــــــومــــه
 
نن د اشنا په لورې څو قدمه وړاندې اخـــــــلم
تلاشه نن له رواجــــــونــــــو بغـــــــاوت کـــــومه

١٣٩٠-١٠-٩  دشپې لس نيمې بجې
خپله مېنه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

نوم به وي ستا هره سلګۍ کې، ته به نه يې خـــبر
زه به يم ستړى زنده ګۍ کې ، ته به نــه يې خـــــبر

قسم يې وکړ راته ويې ويــــل، نــــه هــــــېرېـــــــــږې
مړه به شمه مړه ستا جدايۍ کې،ته به نه يې خبر

زه، محبت او مينه بيا دا ستا کاليزه نمـــانځـــــو
ټول به راټول يو خوشالۍ کې، ته به نه يـــــم خــبر

ويل يې داځل دې پوره په مينه موړ ســـــــــــاتمـــه
خولګۍ به درکړمه خولګۍ کې،ته به نه يې خبر

دا حيرانتيا به زه ضرور درکوم ګـــــــــــرانـــــه ياره
نوم د تلاش ليکم ګوتمۍ کې، ته به نه يم خــــبر

١٣٩٠- ١٠-١٥   د شپې يوولس بجې
خپله مېنه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

په شومه دم کې ، خو دعا دعا کوه راپسې
له خلکو پټه ،د مزار ډېوه راوړه راپسې

زه به قدم ته ستا د مینې په نوم قلف واچوم
ستا دې قسم وي، کله ، کله خو راځه راپسې

زه مسافر د جل وهلو مزلونو یمه
لږې اوبه ؛خو دې د لپې نه شینده راپسې

یوه ساده پېغله مې د زړه په زلمیتوب کې لیده
چې به د لرې منزلونو نه راتله راپسې

بختیاره! ستا په دې تلاش باندې درغرقه یمه
بختیاره ! مړ شې، ګله وتړه نامه راپسې

جلال اباد
د شپې یوولس بجې د چنګاښ ۱، ۱۳۹۱لمريز

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

یار چی اوس له لپې نه هر څه راغورځوي
زړه داسې ګومان کوي، چې زړه راغورځوي

که هر څومره په قار شمه، که هر څومره خپه
دښمن دې راته مخې ته ځان نه راغورځوي

زما د ګاونډي لور بلا دومره ده هوښیاره
کوټې ته مې ګلان په لمر خاته راغورځوي

د ژوند له ګړندیو شېبو دومره یم خوښمن
له دې نه پس به نور د دیدن ښه راغورځوي

ای ترورې ! دا تلاش به اوس د ډېرو زړونو خپل شي
له شونډو، چې ګلان په پېغلو سره راغورځوي
 
۱۳۹۱/۳/۵ تاریخ صفا راډیو

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

يو څوک مې هر وخت د زړګي په حاشيه کې راځي
نوم يې رديف کې راځي، نوم يې قافيه کې راځي

((مينه کوم )) خو نو څه تېره زمانه، نه شوله؟
((مينه کوم )) خو په زمان جاريه کې راځي


که پر ما پام کوې،نو غم دې په اوده کې ساته
غم دې په غره کې راځي،غم دې ښاريه کې راځي


که ته نوي درجې هم له ما ځان لرې ساتې
خو زما زړه به ستا په ټوله زاويه کې راځي


که ثريا غوندې د بل زړګي په چت ځوړند وې
تته رڼا به دې تلاش ته په ثانيه کې راځ


١٣٩٠-١٢ – ٢٣
خپله مېنه د شپې يوه نيمه بجه