پښتو ادب · شاعران
جلال امرخېل
د جلال امرخېل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
مرور غم دې زړه تــــــه څـــــه په ټيټو سترګو راغی
لکه مـــــــاجـــــــر چـې په واپس افغانستان ته اوړي
ځار د پښتو له فلسفې ،چې غشی بل ته جوړ کړم
څو شېبــې پس مې د کمان مخه خپل ځان ته اوړي
شعرونه
83 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
مه راوړه ماته زولنې ګوره
بدنامه به شې
د وخت منصور يم زمانې
ګوره بدنامه به شې
ګلونه مه رالېږه کلی ټول
شکمن دی ګرانې
زما او ستا په يارانې
ګوره بدنامه به شې
د پښتو چم دی دوی د پېغلو
اوښکې کفر ګڼې
زړه دې قابو کړه پښتنې
ګوره بدنامه به شې
مور ته دې مه وايه چې ما
درته بنګړي مات کړي
ور ته کړه جوړې بهانې
ګوره بدنامه به شې
زه او دا مخامخ انسان يو
ځای کېدل غواړو نور
له منځه اوځه ائېنې ګوره
بدنامه به شې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
نـه د مــشرق په لــوري
لــمر پـرېوځي
نه مې تندی دا ستــا په
در پــرېوځي
د کــابل جــان ګــلونــو
رنـګ وبايـلــه
جــوړ کـــوم افـــت په
پېښور پرېوځي
دا خــــو مـې ړنګه کــړه
مــاڼۍ د غاور
دا چــې هــر کاڼی مــې
په سر پرېوځي
ښه ده چې ته خو بې وعدې
شوې راته
ښه ده چــــې ستــوری د
سحر پرېوځي
ځار دې لــه ســترګو
اوښکې مه توېوه
بې قــدره خــاورو تــــه
ګــوهر پرېوځي
نـــه د حـــالاتـــو
غــــــلامــــي
کـــوومــه
او نـــه پـــر مــــــا
د چـــا اثــر پــرېـوځي
ذره ذره مــــې کـــــړه
راټـــولـــه صـــحــرا
ذره ذره رانـــــــه
نـــظــر
پــــــرېــــــوځــــي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
د زړه پــه وينو
پېــشــنمی کومــه
ســتا پــه يــادونو
پېشنمی کومه
د ګاونډۍ د لور د خولې په
شاتو
پـــه دېـوالونـــو
پـــېشــنمی کــومه
څـــه بـــې اذانه روژه
مـــاتـی کــوم
څــه بـــې بانـګونو
پېشـنمی کومه
هــره مــړۍ زمــا پــه
اوښــکو لمده
ډک لـــه دردونــو
پېـــشنـمی کومه
د خپل جومات د اذان کړنګ
مې په زړه
پــــه افـــسوســـونـــو
پـــېشنــمی کــومــه
مور مې هم نشته چې مې زړه
ونيسي
بــې خـــويــندو ورونو
پېشنمی کومه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
راځه چې لاړ شو د الفت
زړې دنــــيا تـــه واپس
لـــه ابتـــدا څـــخـــه
زړګـــيه انـــتــــها
تــــه واپس
د ژوند طوفـــان په يوه
داسـې موړ کې ودرولم
چې نه خو مخکې تګ کولی شم
نه شا ته واپس
د زمانې ګردش په هرګوټ
پـــېر ټکرې راکړې
اخر هــم راغلــمه په
پـــښو پــــرېوتم تا ته
واپس
د تور تـــهمت له توره
تورې هديرې سپينې دي
راځئ چې بېرته شو د سرو
تورو خرپا ته واپس
راغــــاړه وتــــی درد د
ايســــته غورځولو نه دی
دا ډکې، ډکې سترګې څنګه
کړم خندا ته واپس
خدای به مې لنډې کړي د
اوښکو تويولو شېبې
په نـــنــــنــو
پــلونـــو بـــه نـــه
راځــم ســـبــا ته واپس
ســــتا امــرخېـــل پـه
داسې تکو تورو لارو سر شو
امــېـــد مــې نـه شته
که به چېرته شي رڼا ته
واپس
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
ناشکره نه يم ؛
خو احســـان، پر
اوږو نه شمه وړی
خاونده ! مړ ښه يم چې
ځان، پر اوږو نه شمه وړی
زه ورتـــه نـــــه وايم
چې زه درســـره مـــينه
کوم
زه جنازه د خــــپل ارمان
، پر اوږو نه شمه وړی
اخر انســــان يـــــمه،
ماتېــږمه څـه غر خو نه
يم
دومره غـــــمونه د جهان
، پر اوږو نه شمه وړی
زه د قــــــاتل د
مــــړي کــټ ته هم اوږه
ورکوم
زه تومــــتونه د
وجـــدان ، پر اوږو نه
شمه وړی
جـــــلاله ! نـــــــه ,
د محبت سـپکه کولی نه شم
د زړګي درد مې ، د درمان
، پر اوږو نه شمه وړی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
سـتا د ســـترګو پـــه
اثر ، شي رانه هېره
خپله څــړيکه د پرهر ،
شــي رانه هــېره
کله کــــله مازيګـــر
شــــي رانـــه هـېره
نـــېغه لاره د ګــــودر
، شـــي رانه هېره
دروغـجن نه يم ، هېرجن يم
، سودايي يم
چــــې وعده وکړم اکثر ،
شي رانه هېره
څه خبره مې په زړه وي ؛خو
ستا مخ ته
يو ناڅــــاپــــه شم
اوتر ، شي رانه هېره
خدای خو مه کړه چې د ژوند
په ازمايښت کې
تماشـــه دې د نـــــظر ،
شــــي رانــه هېـــــره
زه د عـــشق له شـرکه سل
ځله توبه کړم
خو چې راشم ستا په ور ،
شي رانه هېره
هــــسې نه د
شــــرنګېدلي شــعر له
غـمه
ملګــــرتيا د خــوږ هنر
، شــي رانه هېره
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
څه لويې خوارۍ ته غاړه
وتی يم
بس خو زندګۍ ته غاړه وتی
يم
اوس ستا د مړوند خوبونه
چرته دي
اوس خو تنهايۍ ته غاړه
وتی يم
دا څه په لانجه باندې
اووښتی يم
دا څه لېونۍ ته غاړه وتی
يم
ستا د قدرت راز مې کشف
کړی دی
حسن پرستۍ ته غاړه وتی يم
مينه دې جانانه عبادت ګڼم
ځکه بندګۍ ته غاړه وتی يم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
د ځوانۍ زور په غريبۍ کې
مات شي
د زړګي شور په تنهايۍ کې
مات شي
وړې جلۍ د زور مې نه يې
ګوره
نه چې هډوکي دې پښتۍ کې
مات شي
په ټپه ايزو باندې رنګ
بدلوي
زما ياران چې شاعرۍ کې
مات شي
د دښمن زور يې ماتولی نه
شي
لښکر به خپله سرکشۍ کې
مات شي
تندر د غرونو په سر
پرېوځي خو
تيران زمونږ په کوټنۍ کې
مات شي
چې پسې وژاړې او درد
ووينې
دا شين غمی دې ستا نتکۍ
کې مات شي
په خپل وجود باندې ځان
بار وګڼي
جلال چې کله په يارۍ کې
مات شي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
پړمخې پروت په ميکده کې
نه يم
جانانه لا خو په نشه کې
نه يم
څه وايې تا به راته نه
راکوي ؟
ورته پنځه وخته سجده کې
نه يم ؟
نصيبه ووايه ګناه مې څه
ده ؟
چې تل په ځه کې يم راځه
کې نه يم
نن مې په خپل نظر شکمن
غوندې يم
نن دې د سترګو ائېنه کې
نه يم
له دې نه پس درپسې نه
ژاړمه
له دې نه پس دې په کيسه
کې نه يم
د اسرافيل يوه شپېلۍ مو
ترمنځ
درنه په لرې فاصله کې نه
يم
زه درنه غواړمه پرېکړی
ځواب
زه دې منطق او فلسفه کې
نه يم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلال امرخېل
ستړې ده او ښه ، بې خوبه
شوې ده
غواړي لږ دمه ، بې خوبه
شوې ده
خدای ورکړه بانه ، بې
خوبه شوې ده
لاړه، شوه ويده ، بې خوبه
شوې ده
ما ورته کلونه شوګير کړی
دی
دا په يوه شپه ، بې خوبه
شوې ده
سترګې دواړه پټې پټې کيږي
پرې
مړه نه شي ډيوه ، بې خوبه
شوې ده
اوس به يې اواز شي زرکلن
شراب
اوس کوي مزه ، بې خوبه
شوې ده
نورې شپې به ما ترې خوب
کوی نه شو
دا وارې هغه ، بې خوبه
شوې ده
ټوله زمانه دې ده په
سترګو کې
ټوله زمانه ، بې خوبه شوې
ده
نه جلاله نور ازار يې مه
اخله
مه يې زوروه ، بې خوبه
شوې ده