د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه

غزل



سـتا د ســـترګو پـــه اثر ، شي رانه هېره
خپله څــړيکه د پرهر ، شــي رانه هــېره

کله کــــله مازيګـــر شــــي رانـــه هـېره
نـــېغه لاره د ګــــودر ، شـــي رانه هېره

دروغـجن نه يم ، هېرجن يم ، سودايي يم
چــــې وعده وکړم اکثر ، شي رانه هېره

څه خبره مې په زړه وي ؛خو ستا مخ ته
يو ناڅــــاپــــه شم اوتر ، شي رانه هېره
خدای خو مه کړه چې د ژوند په ازمايښت کې
تماشـــه دې د نـــــظر ، شــــي رانــه هېـــــره

زه د عـــشق له شـرکه سل ځله توبه کړم
خو چې راشم ستا په ور ، شي رانه هېره

هــــسې نه د شــــرنګېدلي شــعر له غـمه
ملګــــرتيا د خــوږ هنر ، شــي رانه هېره
 

د شاعر نور شعرونه ←