د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه

غزل



مه راوړه ماته زولنې ګوره بدنامه به شې
د وخت منصور يم زمانې ګوره بدنامه به شې
ګلونه مه رالېږه کلی ټول شکمن دی ګرانې
زما او ستا په يارانې ګوره بدنامه به شې
د پښتو چم دی دوی د پېغلو اوښکې کفر ګڼې
زړه دې قابو کړه پښتنې ګوره بدنامه به شې
مور ته دې مه وايه چې ما درته بنګړي مات کړي
ور ته کړه جوړې بهانې ګوره بدنامه به شې
زه او دا مخامخ انسان يو ځای کېدل غواړو نور
له منځه اوځه ائېنې ګوره بدنامه به شې
 

د شاعر نور شعرونه ←