د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سيد جيلاني جلان

د سيد جيلاني جلان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ښاغلې سیدجیلاني جلان

د لویې پکتیا فرهنګي څېره سیدجیلاني جلان د ښاغلي منګل زوی دی، چې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو په خیرمېنې کلي کې په ۱۳۶۲کال د ګلاخېلو په ټبر کې زېږېدلی دی. تر ۱۲ ټولګي زدکړې یې په پښتونخوا کې کړې دي، لوړې زدکړې یې د لیسانس تر کچې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو په برخه کې کړې او په کابل کې یې له دنیا خصوصي پوهنتون څخه د ادارې او تجارت په برخه کې ماسټري کړې .

جلان ډیر وخت کیږي چې شاعري او لیکوالي کوي؛ په ۱۳۷۸کال کې يې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو په ولسوالۍ کې د ځاځي بابا ادبي ټولنې بنسټ کیښوده، چې تر اوسه نوموړې ټولنې سلګونه شاعران او لیکوال روزلي دي او ګڼ شمېر کتابونه او مجلې یې خپرې او سلګونه فرهنګي او ټولنیزې غونډې یې جوړې کړې دي.

دجلان چاپ او ناچاپ اثار لري.

۱: دګلپاڼو اتڼ: په ۱۳۸۶کال چاپ او د ډيرو میناوالو په غوښتنه په ۱۳۸۷کال ددوهم ځل لپاره چاپ شو .

۲: دهېندارو دره: کابو ۲۵۰ صفحې لري په ۲۰۰۰ټوکو کې په ۱۳۹۰ کال کې له چاپ راووته . چې د ادب د میناوالو لخوا یې تود هر کلی وشو.

۳: غمي غمي سیندونه : اوس اوس یې دریمه شعري ټولګه (غمي غمي سیندونه) تازه له چاپه راوتې ده، چې کابو ۲۰۰ غزلونه او ۳۰ نظمونه لري

۴ : پنځلسي : (ناچاپه منظومه ) پنځلسی دلوې پکتیا خلکو یو پخوانی او ځانګړی دود دی؛ دغه دود په پنځلسي نومې شعر کې راخیستل شوی او منظومه شوی.

۵: پنځمه شعري ټولګه : ناچاپه

۶: دلنډو کیسه یوه ټولګه : ناچاپه

۷: د ژوند خاطري (نثر) کتاب: ناچاپ

۸: ټولنیزې انتقادي لیکنې کتاب: ناچاپ

۹: دافغانستان د مخابراتي سکتور په اړه د ماسټرۍ تیزیس یانې څیړنیز اثار: ناچاپ

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

46 خپاره شوي شعرونه

غزل : سيد جيلاني جلانبشپړ شعر ولولئ

غزل : سيد جيلاني جلان

سيد جيلاني جلان

غزل 

د ستا په شان نه یم منم د ګل په رنګ هم نه یم
خو دا به هم منې اشنا چې ډیر بدرنګ هم نه یم

... لکه پښتون ولاړ پر برید د ناقراره ژوند یم
سوله مې هم زړه نه مني راضي په جنګ هم نه یم

یو څوک خوشته چې مې په ستړي وخت کې مخ وراوړي
شکور د اوسپنې په شان خاورو کې زنګ هم نه یم

چې ته مې زړه کې ژوندی ساتې لکه بله ډیوه
زه به دې هیر کړم؟ نه قربان دومره بې ننګ هم نه یم

د خلکو مینه ده ،دنګ خیال مې بولي دنګ مې بولي
ګنې جلانه زه خو خاورې یمه دنګ هم نه یم

سیدجیلاني جلان .
کابل ژوندون راډیو تلویزیون

غزل : سيد جيلاني جلانبشپړ شعر ولولئ

غزل : سيد جيلاني جلان

سيد جيلاني جلان

 

غزل 

ګلاب ځوانې دې روغه غواړمه له ربه اشنا

په غرو رغو دې شي د ستا د وجود تبه اشنا

 

ما درته وې چې سپيلنى لوګي کوه هسې نه

په بلا واوړې د خپل حسن له سببه اشنا

...

خداى دې دستا سيورى زما له سره نه کموي

خداى مې دې وساتي ددې اور له غضبه اشنا

 

په بې ديدنه زمانې کې مې اوس داسې ګڼه

لکه په وچو ريګو ساه وزي له کبه اشنا

 

تا د جلان په روح روان کې ځان ته کورجوړکړى

ته يې اباد يې زړه کې ته يې ناست پر ژبه اشنا

 

سیدجیلاني جلان

غزل : سيد جيلاني جلانبشپړ شعر ولولئ

غزل : سيد جيلاني جلان

سيد جيلاني جلان

غزل 

لکه زړه، زړه ته نږدې مې يو حسين دى
د وجود جهان مې واړه پرې رنګين دى

تودوي د احساساتو پټې خونې 
د واورينې ورځې تک زيړ ماسپښين دى
...
رانږدې شه چې لباس د جلوو درکړم
له غميو نه مې ډک د زړه خورجين دى

چې دوښمن هم د جانان غوښتنه کړې 
ورسره مې لاس هسک کړې په امين دى

د ا له مينې ډک غزل دى د جلان که ؟
زرغون اور په ګلابونو کې راشين دى 

سیدجیلاني جلان

 

ګلابي جوړه: سيد جيلاني جلانبشپړ شعر ولولئ

ګلابي جوړه: سيد جيلاني جلان

سيد جيلاني جلان

 

 

ګلابي جوړه
شپه چې پوره نیمه شي
او خاموشي په کایناتو شونډې ولګوي
زه مې له خپلې بسترې نه غلی غلی پاڅم
ورو ورو روان شم دومره ورو
چې ان د پښو ښکالو مې هم نه اورم
د کور په کونج کې ځان وړې کوټې ته ورسوم
په ډیر احتیاط څراغ ته اور ورته کړم
خوره وره څو کتابونه ، کتابچې ټولې یوې خوا ته کړم
بیا دجیبي بټوې ژور جیبه نه
هغه درې کونجې کلي وکاږمه
پرې د لرګین صندوق کلف پرانیزم
او بیا بیا په مینه مینه
ستا پنجابي ستا ګلابي جوړه راوباسمه
غیږ کې یې ونیسمه
دومره یې ښکل کړم چې ان خپل ځا ن ته حیران پاتې شم
تردې چې ښه احساس کړم
دستا د ښکلي بدن خوږ بوی
هغه بوی
لکه لونګ چې د لمدو نکریزو بوی کې ګډ وي
نو دا مهال وژاړم وژاړمه ښه وژاړم
ا و په ژړا ژړا کې شاولې وولې ولویږمه
او ستا راکړې جوړه
په نیمي بدن راوغوړوم
خوب ته لاړ شم
پوهیږې خوب کې څه وي؟
په خوب کې زه وم ته وې
ته د ویالې په غاړه پورې زه راپورې ناست وم
زه وړې شګې ټولومه په تا وار کومه
خو ته په سرو لپو اوبه راشیندې
زماجامې ځای ځای لمدې په اوبو
خو ته لمده تر نیمي بدنه
مګر موږ نه پوهیږو
چې اوبه څه وي او لوندوالی یې څه وي ؟
ځکه چې مونږه د زریني مینې هغه جزیره کې ګرځو
چې هلته ویره ، کرکه ځای نلري

سیدجیلاني جلان

 

لكه باران : سيد جيلاني جلانبشپړ شعر ولولئ

لكه باران : سيد جيلاني جلان

سيد جيلاني جلان

غزل  

لکه باران مې په زړه خوږ خوږ اوریدلې راغلې
عمر دې ډیر دی همدا اوس مې یادولې راغلې

په هر نظرپه هرقدم کې ته وې ته وې ته وې
نن مې کړۍ ورځ سترګو سترګو ته کیدلې راغلې

زه ،خفګان،اوښکې ،شوګیر ټول به شوو راټول په شپه کې
تر روڼ سهاره به مو شمعې بلولې راغلې

قدم دې ونیسه چې دود کړم ګلابونه درته
ګرانه ! په ژوند کې مې همدغه شیبې ښکلې راغلې

جلانه! تا خو دانکار بندونه ډیر وتړل
څنګه ده؟ خدای چې مې په ګوتو راکولې راغلې

سیدجیلا ني جلان

|ښکالو : سيد جيلاني جلانبشپړ شعر ولولئ

|ښکالو : سيد جيلاني جلان

سيد جيلاني جلان

ښكالو

څه شوه خالقه څه شوه څه شوه ړنګه بنګه وړانګه
نن مې په زړه باندې بيا اوري هغه دنګه وړانګه

دپښو ښكالو ته يې تر سپين سحره ويښ اوسيدم
بيګاه ونه ګرځيده ستورو باندې چنګه وړانګه

ښايي د لمر له پا چاهۍ يې ور ته زېرى راوړ
بيا د كابل له اوږو تاو شوله قشنګه وړانګه

دا چې د څڼو رنګ ټومبمه د رڼا پر تندي
ملګرو ډېره مې خوښېږي غنم رنګه وړانګه

اوس د ځوانۍ ولولې پيو د بيلتون په تارو
د زړو د بام څخه مو والوته خوشرنګه وړانګه

دا به تر څو د اشارو په ژبه رمز غږوي
خالقه! تا كړه خبر بوله دغه ګونګه وړانګه

د غرور څلي څه نظر پرې د كرم ونكړو
ګنې څو ځله يې له پښو تاو شوه ملنګه وړانګه

سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل دګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى