پښتو ادب · شاعران
سيد جيلاني جلان
د سيد جيلاني جلان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ښاغلې سیدجیلاني جلان
د لویې پکتیا فرهنګي څېره سیدجیلاني جلان د ښاغلي منګل زوی دی، چې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو په خیرمېنې کلي کې په ۱۳۶۲کال د ګلاخېلو په ټبر کې زېږېدلی دی. تر ۱۲ ټولګي زدکړې یې په پښتونخوا کې کړې دي، لوړې زدکړې یې د لیسانس تر کچې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو په برخه کې کړې او په کابل کې یې له دنیا خصوصي پوهنتون څخه د ادارې او تجارت په برخه کې ماسټري کړې .
جلان ډیر وخت کیږي چې شاعري او لیکوالي کوي؛ په ۱۳۷۸کال کې يې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو په ولسوالۍ کې د ځاځي بابا ادبي ټولنې بنسټ کیښوده، چې تر اوسه نوموړې ټولنې سلګونه شاعران او لیکوال روزلي دي او ګڼ شمېر کتابونه او مجلې یې خپرې او سلګونه فرهنګي او ټولنیزې غونډې یې جوړې کړې دي.
دجلان چاپ او ناچاپ اثار لري.
۱: دګلپاڼو اتڼ: په ۱۳۸۶کال چاپ او د ډيرو میناوالو په غوښتنه په ۱۳۸۷کال ددوهم ځل لپاره چاپ شو .
۲: دهېندارو دره: کابو ۲۵۰ صفحې لري په ۲۰۰۰ټوکو کې په ۱۳۹۰ کال کې له چاپ راووته . چې د ادب د میناوالو لخوا یې تود هر کلی وشو.
۳: غمي غمي سیندونه : اوس اوس یې دریمه شعري ټولګه (غمي غمي سیندونه) تازه له چاپه راوتې ده، چې کابو ۲۰۰ غزلونه او ۳۰ نظمونه لري
۴ : پنځلسي : (ناچاپه منظومه ) پنځلسی دلوې پکتیا خلکو یو پخوانی او ځانګړی دود دی؛ دغه دود په پنځلسي نومې شعر کې راخیستل شوی او منظومه شوی.
۵: پنځمه شعري ټولګه : ناچاپه
۶: دلنډو کیسه یوه ټولګه : ناچاپه
۷: د ژوند خاطري (نثر) کتاب: ناچاپ
۸: ټولنیزې انتقادي لیکنې کتاب: ناچاپ
۹: دافغانستان د مخابراتي سکتور په اړه د ماسټرۍ تیزیس یانې څیړنیز اثار: ناچاپ
شعرونه
35 خپاره شوي شعرونه
غنم رنګ ستوريبشپړ شعر ولولئ
غنم رنګ ستوري
سيد جيلاني جلان
ستا د سترګو سيوري مې ليدلي دي
دوه غنم رنګ ستوري مې ليدلي دي
ځه چې پر ګلابو دې نن ولمانځم
اى ! د بڼ پر لوري مې ليدلي دي
ګرانه! د رڼا د مينارې پر سر
ستا د نامي توري مې ليدلي دي
يو شاعر غلام بل تخيل غلام
دوه تنه كمزوري مې ليدلي دي
وړي جلانه! زړه پوښتنه نه كوي
دې چم كې سر زوري مې ليدلې دي
غنم رنګ ستوريبشپړ شعر ولولئ
غنم رنګ ستوري
سيد جيلاني جلان
ستا د سترګو سيوري مې ليدلي دي
دوه غنم رنګ ستوري مې ليدلي دي
ځه چې پر ګلابو دې نن ولمانځم
اى ! د بڼ پر لوري مې ليدلي دي
ګرانه! د رڼا د مينارې پر سر
ستا د نامي توري مې ليدلي دي
يو شاعر غلام بل تخيل غلام
دوه تنه كمزوري مې ليدلي دي
وړي جلانه! زړه پوښتنه نه كوي
دې چم كې سر زوري مې ليدلې دي
د ګلپاڼو اتڼبشپړ شعر ولولئ
د ګلپاڼو اتڼ
سيد جيلاني جلان
د ښكاري نظر د تورو غشو ښكاريو
د دردو په څېر په سرو پرهارو بار يو
څو سيكې ستا د مسكا لرو په زړو كې
شكر سختې غريبۍ كې هم مالدار يو
موږ ساده يو خو په خپله سادګۍ كې
د شړيو د تارو په څېر ګلدار يو
مه مو وژنه د ښايست مور به كړې بوره
مونږ بچوڼي د سپرليو د سردار يو
په تڼاكو پښو په كاڼو په ازغيو
رسيدلي د سپينچكو تر بازار يو
د ديدن وړانګين لاسونه را اوږده كړه
د ارمان په ګړنګونو كې ايسار يو
د ګلپاڼو په اټن پسې جلانه !
ليوني يو خپلو زړو نه راګوزار يو
کټ مټبشپړ شعر ولولئ
کټ مټ
سيد جيلاني جلان
ستا ليونۍ سترګې له سپينو کاڼو تور اخلي
د فلسفو خبرې ځکه دلته زور اخلي
د ديدنونو مسلمانې شيبې څومره ښې دي
زه له ګلاب، ګلاب ،ګلاب ځېنې ټکور اخلي
پرون يې تاپسې دنيا چڼ کړه خبريې کنه؟
سپينچکه! لمر درنه يو څو جلوې په پور اخلي.
زه بې سواده يم په ټکي باندې نه پوهېږم
جانان د خولې ازمېيښت هم لکه کانکور اخلي
کټ مټ جانانه ! والله ستا قهر ته ورته ښکاري
د ستا جلان ځکه په غبرګو لپو اور اخلي
د يادونو سوداګربشپړ شعر ولولئ
د يادونو سوداګر
سيد جيلاني جلان
نظر د مينې مې د حسن سيپارې تخنوي
لكه سحر نسيم د ګل شونډې پستې تخنوي
زړه را نه غواړي د پستو څڼو وږمې ملګرو
بيا مې د اوښكو په رڼو ګوتو ليمې تخنوي
ستا د يادونو سوداګر زما د تن كلي كې
اوس ښه بلد شو د زړه پټې دروازې تخنوي
كه مې په ژبه وكرلې دا څه شرم نه دى
زېړوكى لمر هر مازديګر كې ګلدرې تخنوي
كله مسكى شي كله غونډې جلوه ګرې پيڅې
دا شوخكى نظر د چا دى؟ ايينې تخنوي
دا چې مې سترګو كې راشين شو د سكروټو ګل فرش
د خوب لمن راته جلانه شوګيرې تخنوي
ښكل يې كړه للو ديبشپړ شعر ولولئ
ښكل يې كړه للو دي
سيد جيلاني جلان
ستا د مخ جلوې كه پېغلتوب ته رسېدلي دي
زما هم اميدونه زلمېتوب ته رسېدلي دي
چم ته د جانان چې ښايستونو غېږې وركړلې
پوه شوم چې سپرلي هم مينتوب ته رسېدلي دي
پام كوه د شوخ نظر خاونده غضب مه شينده
دلته ګريوانونه ليونتوب ته رسېدلي دي
ښكل يې كړه للو دي د چا ياده تخنوه يې مه
اوس، اوس پرهارونه ايله خوب ته رسېدلي دي
هغه دي جلانه د ادب د ايينو پيڅې
څومره په هنر، هنر اريوب ته رسېدلي دي
لپې له سخا ډكېبشپړ شعر ولولئ
لپې له سخا ډكې
سيد جيلاني جلان
د ښتې دغاټولو يې روانې دمخ رنګ پسې
غرونه په ګونډو ګونډو ښويېري په يو دنګ پسې
دې ته تعجب سترګې مې شوې لپې له سخا ډكې
اوښكې وروړي در ګرده كور ته په ملنګ پسې
سرمو په تلي وي مونږ د ځان قتل غوښتونكي يو
تل ګرځوو زړونه د قاتلو سترګو جنګ پسې
څه ماشوم عادت لرې له ځانه څه خبره شه
دا دې شيخ توبې تړي، دستا د بنګړو شرنګ پسې
زر شه ساقي جانه! د مودو تندې اخيستي يو
ترك زړونه موچوي خدايګو، نور د جام په كړنګ پسې
لږ تم شه جلانه يو غزل په حسن وليكه
اوس راځي ملكه د ښايست د رباب ترنګ پسې
بابولالېبشپړ شعر ولولئ
بابولالې
سيد جيلاني جلان
رب چې خورې كړې په فطرت د ښايستونو څڼې
مونږه به هم لولو هميش په نظرونو څڼې
سپرلى په شونډو له مستۍ نه بابولالې وايي
پاسته نسيم ته اوړي را اوړي د ګلونو څڼې
زاهده ته پوه شه او خداى پوه شه چې خوند نكوي؟
دا چې كږې وږې پرتې دي په خالونو څڼې
پكې تصوير مې د ښكلوكې جانان لولپه شو
د خيال هيندارو كې مي شنې شوې د اورونو څڼې
لمر د شغلو په ګوتو بيا د كنډو زړه تخنوي
پر زړو مو و غزيدې بيا د اميدونو څڼې
په هغه وخت راځي غوږو ته د مچكو خرپ خرپ
دا لوړ چنار چې لمبوي په ګودرونو څڼې
اوس مې جلانه د شهيد ارمان مزار په پيڅو
ډيوې د وينو بلوي د پرهارونو څڼې
بې كچې ټكوربشپړ شعر ولولئ
بې كچې ټكور
سيد جيلاني جلان
د ايينو په دښتو اور ورېږي اور ورېږي
لا پرې هغه مړ شوى نه وي چې بيا نور ورېږي
د لمر سپينوكو وړانګو ټولې كړئ لمنې ترېنه
هسې نه تورې شي په دې كوڅو كې تور ورېږي
ملګرو لويې حوصلې كړئ د غرور كلى دى
دلته د هر يوه لفظ لفظ ځنې زور ورېږي
لږ پكې ونغاړه كرم چې نور مې نه ځوروي
ستا د نظر تندر خو زما د زړه په كور ورېږي
خدايه! دا كوم ښكلي ګلونه د خندا شيندلي ؟
نن مې دردونو باندې بې كچې ټكور ورېږي
ټوټې ټوټې شي د جلان په وير لړلې ټنډې
هلته خاموشه خاموشي ده دلته شور ورېږي
د شيدو جامبشپړ شعر ولولئ
د شيدو جام
سيد جيلاني جلان
د ګلو بدرګه چې ګام په ګام ورسره ځي
په مست او سندريز تګ مې ګلفام ورسره ځي
د مخ له ايينو نه يې ګېډۍ جلوې زنګېږي؟
که پيڅه کې د سپينو شيدو جام ورسره ځي
دا دوې کوترې دي د نامعلوم جادوګر لوڼه
د سرو پاپيو تلو کې روغ بام ورسره ځي
دستا د کلی خوا ته چې هر څوک درځي جانانه!
زمونږ له خولونه خامخا سلام ورسره ځي
اشنا چې د نازونو جامې واغوندي جلانه!
دنګ غرونه د ښايست په احترام ورسره ځي