د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

نجیب منلې

د نجیب منلې پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

په نژدې ورځو کي به د ښاغلي نجیب منلې صیب ژوند لیک او انځور پرلیکه کړو

دښاغلي منلې صیب څخه مننه چي خپل دوه کتابونه یی موږ پاڼې ته ډالۍ کړ 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

19 خپاره شوي شعرونه

د رباب نغمهبشپړ شعر ولولئ

د رباب نغمه

نجیب منلې

لکه چې پړک د برېښنا
په طلايي نوکانو
د خړو ورېځو په مخ
شوکارې ولګوي
يا چې په نرمه خندا
د ماشوم ستوري وړانګې
د تورې شومې تورتم
سره دانه وانه کړي
او د رڼا په پاولو
د اسمان توره لمن سپينه کاندې
دغسې تېر وختونه
چې را په ياد شي زما
بې اختياره په خندا شم ورته
٭
لکه په ډاګ کې رېدی
له خاورو سر پورته کړي
او په ساده ښکلا يې
په کاڼو اور ولګي
خوچې پسته وږمه يې
لمن ته لاس واچوي
د رېدي پاڼې تار په تار و لوېږي
دغسې تېر يادونه
د ژوند په تور راغه کې
چې ما موسکی غوندې کړي
نو د رباب تارونه
چې سره و شرنګېږي
زما د خيال د نيا ته
د حسرتو سوی بهير راولي
٭
نه دا نغمې وې هلته
نه دا رنګين باغونه
چېرته د کاڼو منځ کې
به ګنډېری ښکاره شو
يا به له لرې تړو
د سرګردان لاروي
له خو لې لنډۍ ووته
نو ما او تا به ورته خپلې کيسې
په هغه ځای پرېښودې
٭
اوس چې عمرونه تېر شول
چې زموږ تاندې هيلې
د زمانې بادونو مړاوې کړلې
ته په يو لوري لاړې
زه بله خو ا شوم درنه
نو هغه تېر وختونه
زما د خيال دنيا کې
په ټنګ ټکور بدل شول
ځکه نو اوس چې کله
د رباب غږ زما په غوږ ولګي
هغه زاړه يادونه
مې راژوندي شي بېرته
چې د رباب تارونه
سره په خوند شرنګېږي
زما د خيال دنيا ته
د حسرتو سوی کاروان راولي

د زندان پيره داربشپړ شعر ولولئ

د زندان پيره دار

نجیب منلې

د تا په ښکلي دام کې
د غم شپې سبا کومه
د غم دغې پنجرې کې
بې اسرې ژوند تېرومه

ته زما ښکلی صياد يې
زه دې دام کې بند مرغه يم
وزر مات پښې مې شلې
که بې تا شمه نور نه يم

ستا په لاس کې مې ژوندون دی
ستا په بند کې مې کړون دی

ته ملګری مې دلار يې
د زندان مې پيره دار يې
که له تا سره يم مرمه
که بې تا شمه هم مرمه

د پښو مې زولنه يې
په لاسو کې مې کړۍ
ستا په لاس کې چې بندي شوم
شوه زندان پر ما نړۍ

کله پښو ته مې رسۍ شې
کله دار مې شې د غاړې
کله ټوله راته باغ شې
کله شې ورانې ويجاړې

ته زما سترګو ته ګل يې
ته زما سترګو کې ګل يې

ته مرهم زما د زړه يې
ته مې غاړې ته چاړه يې

که له تا سره يم مرمه
که بې تا شمه هم مرمه

د تا مينه مې ګلزار ده
د تا مينه را ته اور شي
زړه مې تاباندې را ټول دی
ستا له لاسه مې زړه خور شي

ته مې دين، ته مې ايمان يې
ستا وصلت را ته جنت دی
بيا هم ته زما ګونا يې
دوزخونه دې وصلت دی

تا سره مې ژوند انګار دی
بې له تا هم خو ار و زار دی

نه پوهېږم چې زه څه شم؟
چې زه ستا شم که ستا نه شم

که له تا سره يم مرمه
که بې تا شمه هم مرمه
١٨/٢/۱۹٨٢

د سمندر مرګبشپړ شعر ولولئ

د سمندر مرګ

نجیب منلې

دغې د ناز او د نياز خو ږې خو ږې دنيا ته
په خپله خوښه شوم دننه ارزوګانو سره
مينه جنت راته ښکاره شو ، ما اسرې لرلې

ما وی زما نا ارام زړه به دې نا شنا دنيا کې
د بې دردۍ له درده خلاص شي په ترپکو به شي
بس په لوی لاس مې ځان تسليم کړ خونړۍ بلا ته

ما وی ياري هر څوک کولای شي ګلانو سره
خپله سينه کې د ازغيو مې دانې کرلې
ځان ته جنت مې جوړاوه د دوزخو غوغا کې

تږي زړګي ته مې وروڅښل د اورونو لښتي
د خپلې مېنې لار مې بنده کړه ښادۍخندا ته
نه وم خبر چې ژوندون ګران دی له مارانو سره
اوس دې په مينه پښېمان يم ده په غم لړلې
تا نه به لا ړ شمه خوبند يمه په دې سودا کې
چې له خپل ځانه چېرته لاړ شم ياد دې ما سره ځي
۱۲ / ۹ / ۱۹۸۲

د شهباز زولنېبشپړ شعر ولولئ

د شهباز زولنې

نجیب منلې

د سپېدو زړګی چې
وچوي لمبې پورته کړي
د تورو شپو ګناهګار
چې د وجدان څپېړو
مخ وي سور کړى ورته
د خپلو شومو جناياتو ياد يې
له خو به ويښ کړي بې ارامه يې کا
په خو بولو سترګو
لمر د ژوندون له ډاره
خپلې زرينې وړانګې
اوبي ، څادر جوړوي
د شوم هوس تيارې رانغاړي په کې
له شرمه ډکې سترګې
بيدې دنيا ته ګوري
خوچې په ځان ډاډه شي
پوه شي چې پټ حالونه
هغسې پټ پاتې دي
په بې حيا خندا دنيا ويښه کړي
له دروغجنې څېرې
يې د رڼا لښتي راوبهېږي
خودا رڼا تته وي
٭
لکه سرمست او بې پروا زلمی چې
خپل حريفان يې ګونډه کړي وي ټول،
د غرمې لمر هم د اسمان لمن کې
داسې يوازې په خندا ولاړ وي
په ټول جهان پورې ملنډې وهي
هم يې رڼا ډېره وي
هم يې تودوخه شته وي
خو
د غرمنو لمرونو
وړانګې بې رنګه ښکاري
په کې د پټې دوۍ خوند کله شته!
٭
د سر ګردانو منډو ترړو وروسته
د مازديګر د لمر ښکلا بېله وي:
هغه د خپلو نا مرادو هيلو
مړه کالبوتونه او بې روحه تنې
طلايي وزمو تابوتو کې نغاړي.
هغه د مرګ بې انتها لمن ته ،
لکه زلمی مين چې
د اشنا غېږ ته ورځي
په ټينګ تکل هسې بې ډاره درومي
بيا يې لا هم له حياناکو سترګو
د موسکا ګانو سېلاوونه څاڅي.
٭
د هندوکش شهبازه
ستا زورورو وزرو
د هسکو غرونو او ژورو درو
د اسمانونو ورېځې وڅيرلې،
ستا خو نړو منګولو
د ډېرو زرکو بڼې وشيندلې ،
ته له غروره ډک وې
ته به خپلواک ګرزېدې ،
تا ازادي له پاچاهۍ نه لا هم ښه ګڼله
د تا سهار او غرمې
هم دا دي تېرې شولې
د مازديګر په لمبو
د تا زړګوټی هم کباب ښکارېږي
تا پاچاهي په ازادۍ ورکړله،
تاته د بل حکم زندان ښکارېده !
ښه شو چې نن دې د سيندونو بتې
هغه قوي منګولې
په نا اشنا لومو کې بندې کړلې
ستا له مغرورو وزرو
يې د پرواز هوا هم ووېستله !
٭
د هندوکش شهبازه
زما مغروره اشنا
دغه هم زده کړه ګوره:
ازادي تر پاچاهۍ لا تېری کاندي
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي
بيا هم کله هسې ښه زندان پيدا شي
چې زرګونه ازادۍ دې ترې قربان شي
۱۲ / ۲ /۱۹۸۳

د کمره ګلونهبشپړ شعر ولولئ

د کمره ګلونه

نجیب منلې

په تورو خاورو کې پروت
زه ستا د مات منګوټي
يو خو ار کودی يم خوږې
خو
که دې را پورته کړلم
يو موټی خاورې دې هم
راباندې ولورېدې
ستا کشماليو ته به
سينه کې ځای ورکړمه

هغه ظريفې، مرمرينې زينې
چې تا ته ښکلې ښکاري
ورته دې زړه پسخېږي
که دې د خپلې ښکلا سيوری په کې
لټوې، پام کوه چې
د چا خيالي خيالي بوټانو تلي
دې پر مخ زخه نه شي

زما د ګلو لښتې
دغه خاورين تندي ته
په کم نظر مه ګوره
زما په سر وخېژه
نېغه شمله شه ګلې
پردو ګلانو پسې
ټوپونه څه ته وهې
لاس به دې تش پاتې شي
ماتې به کړې څنګلې
١٣/٥/٢٠٠٠

د لويې رازبشپړ شعر ولولئ

د لويې راز

نجیب منلې

د غونډۍ ګېډه پړسېدلې ولې
د غرونو سر په اسمانو ولې دی
غونډۍ د خاورو نه ده جوړه ولې
د غره زړه ډک په خزانو ولې دی

د غره سر ته ورختل څه اسان نه دي
باز پرې بره د همت په وزر ګرځي
غونډۍ سر په ځمکه اېښی دی نو ځکه
ډلې ډلې ماشومان يې په سر ګرځي

دا په دا چې غر په سخته کې لوی شوی
په پيدا کې يې خو ړلې دي ټکرې
پس له هغې هم دوران سره په جنګ و
ځکه شوې يې څوکې هسې په هسک برې

غونډۍ ځکه داسې نرمه او پسته ده
د بېديا د پستې غېږې پيداوار دی
دې چې ژوند کې ارامي ده غوره کړې
ښه يې ګورې څه يې قدر څه مقدار دی

لنډه دا چې په ارام کې لويې نه شته
که لويي غواړې نو ځه ورځه ميدان ته
هسې نه چې سر په ځمکه باندې کښېږدې
د همت وزر پيدا کړه ځه اسمان ته

لکه غر که غواړې ته چې پرتمين شې
ارام پرېږده ځه دوران سره په جنګ شه
که دې دا له لاسه نه کېږي نو کښېنه
هر هر چا ته په سجده غونډۍ په رنګ شه
۲۱ / ۱۲ / ۱۹۸۱

ګوربتبشپړ شعر ولولئ

ګوربت

نجیب منلې

Eagle
 
He clasps the crag with crooked hands
Close to the sun in lonely lands
Ringed with the azure world he stands
 
The wrinkled sea beneath him crawls
He watches from his mountain walls
And like a thunderbolt he falls
 
Alfred Lord Tennyson 1809 -1892

(ژ باړه : نجیب منلی)

پاس کمر یې په کږو لاسو نیولی
د لمرخوا ته پر بېکسه ځمکه باندې
شنه دنیا ترې نه چاپېره، دی ولاړ دی
 
ور نه لاندې ګونځې ګونځې سمندر په سینه ګرزي
دی د غره له دېواله نه ورته ګوري
او د ټکې غوندې لاندې راپریوزي

په وبا اخته ځناوربشپړ شعر ولولئ

په وبا اخته ځناور

نجیب منلې

ژان دو لافونتېن (۱۶۲۱ – ۱۶۹۵) / ژباړه : نجیب منلی


داسې رنځ چې وېره، ترهه ترې خپرېږي
داسې رنځ دی چې د خدای د قهر نخښه
پیدا شوی د دنیا د بدکاریو و سزا ته
اوس یې نوم درته اخلم، دا وبا ده
چې په ورځ کې هدیرې شي ډکولای
د ځنګله پر ځناورو یې اور بل کړ.
مرګ یې نه و خو دوی ټول په رنځ اخته وو
د تبا ژوندون له پاره د خوراک له هڅې پاتې
اشتها نه وه ورپاتې.
نه لېوانو نه ګیدړو
بې ګونا ښکارونه څارل.
د کوترو جوړې بېلې
مینه نه وه، ښادي نه وه.
د ځنګله باچا شورا راوغوښتله
وی یې وروڼو دا کړاو مو
خدای زموږ د ګناهونه په بدله کې رالېږلی
نو راځۍ چۍ څوک په موږ کې ګناهکار وي
هم هغه دې ځان قربان کړي هیله شته ده
چې نور ټول به له دې قهره په امان شي
په تاریخ کې داسې ډېرې پېښې شوې
چې وګړي خپل ژوند ښندي.
راځۍ، ځان غولول پرېږدو خپل ضمیر ته نظر وکړو
په اخلاص خپل ګناهونه را ښکاره کړو.
ما د نفس نغوته منلې
په سلګونو بې ګناه پسان مې شومه د خپل نس کړل
هغوی ما ته ضرر نه و رسولی، نه یې بد راته کتلي
دا لاڅه چې شپون مې هم ورسره وخوړ
که د تاسې پرې رضا وي
زه به خپل ځان قرباني کړم ، خو زه وایم
چې زما په څېر هر یو خپل ګناهونه
رابرسېر کړي، ځکه عدل
دغه وایي چې تر ټولو ګناهکار دې قرباني شي.
ګیدړ وویل سلطانه، ته زموږ مهربان مشر
څنګه دا وړې خبرې ګونا بولې
دا بې کاره مېږې، ګډې
بې له دې چې ته یې وخورې د څه ښې دي؟
دا ګونا نه ده سلطانه، تا و دوی ته
افتخار دی وربخښلی چې له ستوني دې تېر کړي
د شپون نوم چې تاسې یاد کړ
تر دې لاسخته سزا پرې د ختو وه
چې بې واکه ځناور یې تر ولکې لاندې راوستي.
د ګیدړ وینا ته ټولو ځناورو
د تمجید چکچکې وکړې.
د پړانګانو، د یږانو او د نورو زورورو
ناکردې ټولې معاف شوې
ان تر دې چې خوشې سپي هم
د پاکانو په حساب شول
د خره وار شو، وې یې لږلږ مې یادېږي
د ملا صاحب پټي و ، شنه واښه وو
زه هم وږی، ښه موقع وه ، شیطان هم و لمسولم
نو څو ډکي مې هغه ځای کې په خوله کړل
حق مې نه و چې دا کار مې هلته وکړ.
په یو غږ د ځنګله واړو اوسېدونکیو
تو لعنت پر ظالم خره کړل
یو لېوه چې په وینا تر نورو ښه و
دا ثابته کړه چې خر باید قربان شي،
دا مردار، دغه بې رحمه، د ځنګله له پاره شرم.
د هغه وړه خطا د جزا وړشوه
د پردي پټي واښه خوري، څه بد کار دی،
له مرګ پرته دې ګونا ته
بله هېڅ سزا نه ښایي.
مطلب دا که زورور یې
قضاوت به دې تک سپین کا، که نه تور

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

نجیب منلې

زما د هیلو درمند چې په نیمه شپه چا وسو
هماغه را ته وایي چې تیلی دې زما وسو

ما په څه خوارۍ دوه درې ګلان په کې کرلي
باغ نه و ټل ګی و، هغه هم را ته تا وسو

تا خو را ګوزار کړل، خو مې یو هم پر سر پرې نه ووت
کاڼي وو، خو زړه یې درلوده چې په ما وسو

وختونه بدل شوي، ګلان نور دي، ډیوې نورې
پتنګ جامې کړې څیرې، خدای وهلی بورا وسو

لا هغه شان بلېږي چې به څه وي سوو ته پاتې
پرون او نن ایرې شول، ناراغلی سبا وسو