د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نجیب منلې شعرونه

د لويې راز

د غونډۍ ګېډه پړسېدلې ولې
د غرونو سر په اسمانو ولې دی
غونډۍ د خاورو نه ده جوړه ولې
د غره زړه ډک په خزانو ولې دی

د غره سر ته ورختل څه اسان نه دي
باز پرې بره د همت په وزر ګرځي
غونډۍ سر په ځمکه اېښی دی نو ځکه
ډلې ډلې ماشومان يې په سر ګرځي

دا په دا چې غر په سخته کې لوی شوی
په پيدا کې يې خو ړلې دي ټکرې
پس له هغې هم دوران سره په جنګ و
ځکه شوې يې څوکې هسې په هسک برې

غونډۍ ځکه داسې نرمه او پسته ده
د بېديا د پستې غېږې پيداوار دی
دې چې ژوند کې ارامي ده غوره کړې
ښه يې ګورې څه يې قدر څه مقدار دی

لنډه دا چې په ارام کې لويې نه شته
که لويي غواړې نو ځه ورځه ميدان ته
هسې نه چې سر په ځمکه باندې کښېږدې
د همت وزر پيدا کړه ځه اسمان ته

لکه غر که غواړې ته چې پرتمين شې
ارام پرېږده ځه دوران سره په جنګ شه
که دې دا له لاسه نه کېږي نو کښېنه
هر هر چا ته په سجده غونډۍ په رنګ شه
۲۱ / ۱۲ / ۱۹۸۱

د شاعر نور شعرونه ←