د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نجیب منلې شعرونه

د زندان پيره دار

د تا په ښکلي دام کې
د غم شپې سبا کومه
د غم دغې پنجرې کې
بې اسرې ژوند تېرومه

ته زما ښکلی صياد يې
زه دې دام کې بند مرغه يم
وزر مات پښې مې شلې
که بې تا شمه نور نه يم

ستا په لاس کې مې ژوندون دی
ستا په بند کې مې کړون دی

ته ملګری مې دلار يې
د زندان مې پيره دار يې
که له تا سره يم مرمه
که بې تا شمه هم مرمه

د پښو مې زولنه يې
په لاسو کې مې کړۍ
ستا په لاس کې چې بندي شوم
شوه زندان پر ما نړۍ

کله پښو ته مې رسۍ شې
کله دار مې شې د غاړې
کله ټوله راته باغ شې
کله شې ورانې ويجاړې

ته زما سترګو ته ګل يې
ته زما سترګو کې ګل يې

ته مرهم زما د زړه يې
ته مې غاړې ته چاړه يې

که له تا سره يم مرمه
که بې تا شمه هم مرمه

د تا مينه مې ګلزار ده
د تا مينه را ته اور شي
زړه مې تاباندې را ټول دی
ستا له لاسه مې زړه خور شي

ته مې دين، ته مې ايمان يې
ستا وصلت را ته جنت دی
بيا هم ته زما ګونا يې
دوزخونه دې وصلت دی

تا سره مې ژوند انګار دی
بې له تا هم خو ار و زار دی

نه پوهېږم چې زه څه شم؟
چې زه ستا شم که ستا نه شم

که له تا سره يم مرمه
که بې تا شمه هم مرمه
١٨/٢/۱۹٨٢

د شاعر نور شعرونه ←