د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محبوب الله محبوب

د محبوب الله محبوب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

 

ښاغلي محبوب الله محبوب شعرونه

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

19 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب

يوځل چې دې ښار ته څوک راغلي دي
بېرته  ارمانجن  ورځنې  تللي  دي

چاچې  هم  په مينه  راکتلي  دي
مايې خاطرې زړه کې ساتلي دي

اوس به زه له عشقه څه انکار کوم
اوس مې چې هر څه په کې بايللي دي

هسې به ګيله له ښکلو څه کوم
ښکلي خو له ځايه پيدا ښکلي دي

دلته چې څوک زر لري او زور لري
دلته هماغه خلک ښاغلي دي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب

هغه رنځورې ، هغه مړاوې سترګې
يوځلې بيا دې کړه راتاوې سترګې


دښکلاخدای په کې له وراېه ښکاري
نن خوريښتيا پنځۍښکلاوې سترګې


ژوند ته دې وګوره په نوي نظر
په ناز راپرانيزه داناوې سترګې


لږ پرې راخور که دحيا پړونی
په چابه وکوي بلا وې سترګې


ماته به مينه اووفا رازده کړي
دډېرو خلکو بې وفاوې سترګې


خېردی ګيلې،مانې ېې ومنه زړه
جرګه راغلي دعشق پلاوې سترګې


لا ېې رنځور کړمه او روغ ېې نکړم
محبوبه؛ ستا خو مسيحاوې سترګې

د پسر ليو تصوره راشهبشپړ شعر ولولئ

د پسر ليو تصوره راشه

محبوب الله محبوب

يه لمر پرسته، ز ړوره راشه،
زما سرمسته، زو رو ره راشه،

خمار خمار سترګې دې تورې کړه بيا
د عشق په ميو يې مخمورې کړه بيا
دوخت پرپېغلې لمبې پورې کړه بيا

تر ستر ګورو ، سترګو ره راشه
زما سر مسته، زو رو ره راشه

رباب په غاړه د چندڼ واچوه
لاس کې ګلونه د ګلبڼ واچوه
د زړه محل کې مې اتن واچوه

وه سر ببره، څڼو ره راشه
زما سرمسته، زو روره راشه

جوړه د ښکلي ژوند کوډ له کړه بيا
د عشق زيارت کې ډيوه بله کړه بيا
پخوانۍ مينه دې راخپله کړه بيا

مسته ملنګه، مينجوره راشه
زما سر مسته، زو روره راشه

پر دې ساده ژوندون دې ناز وکوه
ديوه اتل غوندې انداز و کوه
لکه شاهين پورته پرواز و کوه

له ستړي ژونده مروره راشه
زما سر مسته، زوروره راشه

بيا دې زرينې ترانې و وايه
دژوند او مينې افسانې و وايه
په کې هر راز د زمانې و وايه

د فطر تونو هنر و ره راشه
زما سر مسته، زو روره راشه

دلوی څښتن له لوی درباره راشه
د رڼو ستورو له مد اره راشه
د نوي ژوند پر نوې لاره راشه

د پسر ليو تصوره راشه
زما سر مسته، زو روره راشه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب

تېره په دې کار کې تر فلکه شوې
دومره چې په زړه باندې ته کلکه شوې

څومره په خواريو مې پيدا کړلې
څومره په اسانه رانه ورکه شوې

اوس به دې نازونه زه ضرور منم
اوس چې په همزولو کې ملکه شوې

اوښکې مې رڼې که ترشبنم شولې
ته هم له ګلپاڼې نه نازکه شوې

ځای دې دمحبوب به زړه کې ونيوه
راغلې دسندرو ښاپېرکه شوې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب

مين پر ژوند ، مين پر ګل يمه زه
دشنه ځنګله فطري بلبل يمه زه

څه نيمګړتيا به وي ضرور په ما کې
دا چا ويل چې مکمل يمه زه

دوخت ناخوالو زه بې وخته سپين کړم
دپښتنې پېغلې اوربل يمه زه

ما مې دخپلو هيلو قتل کړی
خلکه ما ووژنئ قاتل يمه زه

دمينې راز مې په هربيت کې پټ دی
ديو مين شاعر غزل يمه زه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب

رابه شي رابه شي پاڼۍ زمو نږه
يوه ورځ به سوله شي راڼۍ زمونږه

داچې په سره اور کړېدلي يو مونږ
دغه له خپلې ناجاڼۍ زمونږه

باران دمينې به له زړونو يوسي
دغم سيکې کواڼۍ،کواڼۍ زمونږه

خدای به ېې بيا له اوه رنګو ډکه کړي
دژوندون تشې مشواڼۍ زمونږه

محبوبه ښکلی پسرلی به راشي
بيا به رنګينې کړي ماڼۍ زمونږه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب

رابه شي رابه شي پاڼۍ زمو نږه
يوه ورځ به سوله شي راڼۍ زمونږه

داچې په سره اور کړېدلي يو مونږ
دغه له خپلې ناجاڼۍ زمونږه

باران دمينې به له زړونو يوسي
دغم سيکې کواڼۍ،کواڼۍ زمونږه

خدای به ېې بيا له اوه رنګو ډکه کړي
دژوندون تشې مشواڼۍ زمونږه

محبوبه ښکلی پسرلی به راشي
بيا به رنګينې کړي ماڼۍ زمونږه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب

دنګه غاړه ، دنګه ونه مې خو ښيږ ي
لوړه پزه، غونډه زنه مې خو ښيږ ي

ته چې تاو شې،زمانه درسره تاو شي
ستا دګرد کميس لمنه مې خو ښيږ ي

څه دعقل کارخونه دی، چې به ګرم شم
کاردعشق دی ،تېروتنه مې خو ښيږ ي

ديوه پر ځای به لس ځوابه درکړم
ښکليه ستادخولې پوښتنه مې خو ښيږ ي ؛

دلوی والي ،يو لوی راز دې په کې پټ دی
ای محبوبه ستا بخښنه مې خو ښيږ ي

و ينهبشپړ شعر ولولئ

و ينه

محبوب الله محبوب

په و يښه څه

       چې زه په خوب کې هم

                                وينه ليدلی نه شم

رنګ خو ېې څه

             زه خو لا نوم دوينې

                               هېڅ اوريدلی نه شم

خو داسې خلک هم شته

                    چې لا دو ينو تويولو نه هم خوند اخلي

                     دانسانانو په وژنه ځانته ژوند اخلي

د هوا مرغانبشپړ شعر ولولئ

د هوا مرغان

محبوب الله محبوب

دا د هوا مرغان له موږ نه ښه دي

او د هوا بريدونه پيژني
هر خوا ګرځي او هر چيرې ځي
دوبی په يو ځای ځاله جوړه ژمی بل ځای کې وي
منی په يو ځای کې اوسيږي سپرلی بل ځای کې
خو زموږ تر منځ دي بلا کرښې تيرې
له چانه تاو د روايت کرښه ده
څوک زندانونو کې زاړه شول سره
له چانه تاوه د غربت کرښه ده
له چانه تاو د نژادونو کرښه

له چا نه تاو د مذهبونو کرښه
څوک د خپل فکر په زندان کې بندي
له چا نه تاو ده د فکرونه کرښه