افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
يوځل چې دې ښار ته څوک راغلي دي
بېرته ارمانجن ورځنې تللي دي
چاچې هم په مينه راکتلي دي
مايې خاطرې زړه کې ساتلي دي
اوس به زه له عشقه څه انکار کوم
اوس مې چې هر څه په کې بايللي دي
هسې به ګيله له ښکلو څه کوم
ښکلي خو له ځايه پيدا ښکلي دي
دلته چې څوک زر لري او زور لري
دلته هماغه خلک ښاغلي دي