افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
مين پر ژوند ، مين پر ګل يمه زه
دشنه ځنګله فطري بلبل يمه زه
څه نيمګړتيا به وي ضرور په ما کې
دا چا ويل چې مکمل يمه زه
دوخت ناخوالو زه بې وخته سپين کړم
دپښتنې پېغلې اوربل يمه زه
ما مې دخپلو هيلو قتل کړی
خلکه ما ووژنئ قاتل يمه زه
دمينې راز مې په هربيت کې پټ دی
ديو مين شاعر غزل يمه زه