د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

وږمه سبا عامر

د اغلۍ وږمه سبا عامر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

هرڅه به شي سم باور مې نه راځي
چوپ به شي داچم باور مې نه راځي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

16 خپاره شوي شعرونه

هيلهبشپړ شعر ولولئ

هيله

اغلۍ وږمه سبا عامر


ما غوښتل چې
د خوب د ښکلو ستورو د
نياګۍ کې
ما غو ښتل چې
د خوب د ژور سيند د لېونو
څپو کېږدۍ کې
ستا ديدن باندې مړه شم
لکه پرخه جل وهلې
ستا د ښکلې ځوانۍ باغ
باندې کږه شم
مګر درېغه خوب رانغى
مګر درېغه خوب رانغى

 ماتېبشپړ شعر ولولئ

 ماتې

اغلۍ وږمه سبا عامر

ګرانه !
نن راته د ماتو بنګړود
بار په شان ښکارې
او....
دزمري په خوله کې د ښکار
په شان ښکارې
له جګړې نه راستون شوي
ماتې خوړلي سالار په شان
ښکارې
پوهېږې ...؟
دا ټول رازونه
داپټ دردونه
په زړګي کې دې پراته
حسرتونه
ماله څه نه وموندل
له نمجنو سترګو
او مړاوې څېرې نه دې
په هغو شېبو کې
چې مخامخ راته ناست وې
او د بريا خبرې دې کولې

شمعې په لاس کېبشپړ شعر ولولئ

شمعې په لاس کې

اغلۍ وږمه سبا عامر


شمعې په لاس کې
ګر ځوم لاليه
رڼا به تاله
درکوم لاليه

دلونګين مقام ته
ورسېدې
پاس په سينه دې
زنګوم لاليه
 
راوړى مور يې
مينه زه درکوم

لکه ماشوم دې
نازوم لاليه

ستا سپين بشر مې
مخ ته ودريږي
سترګې چې کله
توروم لاليه

هاغه شېبې او
هاغه شپې مه
غواړه
نوره له برمه
پرېوتم لالي

زمکه څه چې شينبشپړ شعر ولولئ

زمکه څه چې شين

اغلۍ وږمه سبا عامر


زمکه څه چې شين
اسمان زما خو
ښيږي
دا په سترګو د
جانان زما خو
ښيږي
 
ته کافر حسن لرې
زه مسلمانه
ستا له مخه هر
انسان زما خو
ښيږي
 
که وحشت يې ددنيا
سترګو کې خار دى

خو بيا هم سپېره
افغان زما خو
ښيږي
 
سباوون د رڼاګانو
خداى نه غواړم

دانيمګړى شان
ارمان زما خو
ښيږي

يو سپرلي کې د
يار مخ ګلاب ګلاب
وي
بل په ژمي کې
باران زما خو
ښيږي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اغلۍ وږمه سبا عامر


غزل

تورو تورو شپو
سره مې وژړل
سپينو اننګو سره
مې وژړل

ما ته مې د ځان
په څېر ښکاره شو
دوى
ټولو لېونو سره
مې وژړل

شابسې پروا هم په
ما نه کاندې
مينې ! په شېبو
سره مې وژړل

هلته يو شپونکى
په بم الوتى و

دنګو دنګو غرو
سره مې وژړل

پل به د سبا په
درشل خنګه وي
خپلو اندېښنو سره
مې وژړل

 غزلبشپړ شعر ولولئ

 غزل

اغلۍ وږمه سبا عامر

 غزل

خبرې ټولې دې په
زړه پاتې شوې
دجانان مخکې چوپه
خوله پاتې شوې

دنيا مزل په هر
يو لوري کوي
پښتونه ولې ته
ويده پاتې شوې
 
شېبه شېبه ستا د
راتلو په هيله

زما دځان غوښې
اوبه پاتې شوې

مادې شېبې په
انتظار شمېرلې

ته د رقيب ظالم
په خوله پاتې شوې
 
اوښکې مې هم درته
جرګه کړې ياره
ولې بيا هم راته
غصه پاتې شوې
 
ستا د ښکالو د
اورېدو په تکل
زما دزړه سترګې
په وره پاتې شوې

١٣٧٠/١١/١٦

کابل