د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلۍ وږمه سبا عامر شعرونه

زمکه څه چې شين

زمکه څه چې شين اسمان زما خو ښيږي
دا په سترګو د جانان زما خو ښيږي
 
ته کافر حسن لرې زه مسلمانه
ستا له مخه هر انسان زما خو ښيږي
 
که وحشت يې ددنيا سترګو کې خار دى
خو بيا هم سپېره افغان زما خو ښيږي
 
سباوون د رڼاګانو خداى نه غواړم
دانيمګړى شان ارمان زما خو ښيږي

يو سپرلي کې د يار مخ ګلاب ګلاب وي
بل په ژمي کې باران زما خو ښيږي

د شاعر نور شعرونه ←