د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلۍ وږمه سبا عامر شعرونه

غزل

غزل

تورو تورو شپو سره مې وژړل
سپينو اننګو سره مې وژړل

ما ته مې د ځان په څېر ښکاره شو دوى
ټولو لېونو سره مې وژړل

شابسې پروا هم په ما نه کاندې
مينې ! په شېبو سره مې وژړل

هلته يو شپونکى په بم الوتى و
دنګو دنګو غرو سره مې وژړل

پل به د سبا په درشل خنګه وي
خپلو اندېښنو سره مې وژړل
د شاعر نور شعرونه ←