پښتو ادب · شاعران
محب الله اسرار
د محب الله اسرار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محب الله اسرار
زه او ته خو یــــــــولــــــــه بــــــــله مـــــــــــــرور یو
مرور کړو چـــــــا کــــــــــــه خپـــــــله مـــــــرور یو
یار خو دا څلی بی څــــــــــایـــــــــه پښتو کاندی
ګنی دا ســـــــی خــــــــو څلــــــــه مـــــــــرور یـــــو
زړه می غواړی زړه دی غواړی چی په خولا شو
که وی داســـــــــی نـــــــو بـــــیا څـــــــله مرور یو
پیښور د امن څــــــــــای دی کــــــــــه را درومی
یاره مونږ خـــــــــو لـــــــــه کــــــابــــــــله مرور یو
داسرار خبره ومنـــــــــه پـــــــــــه خـــــــــــولا شه
کنه بیا به تل تــــــــــر تــــــــــله مـــــــــرور یـــــــو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محب الله اسرار
خدایه زړګی می د ګیلی لمن ته لاس اچوی
څنګه شیطان د فرشتی لمن ته لاس اچوی
دوه زړه ولاړ یم میـــــکده کی زه د چا ومنم
یو د ساقی بل د تـــــوبی لمن ته لاس اچوی
د تقدس ساتــــــــــــنه یی وکړی زوروره ربه
اسراره ګوره د هغی لــــــمن تــــه لاس اچوی
څوک ابرهه می د کعبی لمن ته لاس اچوی
د سندریــــــزو ګودرونو اوبه څکلی جانان
هره کیسه کــی یی د ټپی لمن ته لاس اچوی
چی له لیمو یی حیا څاڅی دا د وخت تورونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محب الله اسرار
که بی وخته دیدن غواړمه نو څـــــــــه شی
د قضا لمونڅ خو ادا په لمـــــــــر خاته شی
د خما اعجاز می ولیــــــــــــد ساقی جانه
په هر جام کی د یــــــار مخ راته لیده شی
د اسمــان له بام یی ستوری تماشه کړی
مین لمر چی د شپی غیږه کی اوده شی
په ګلشــــن کــــــــی ستا د مخ له برکته
ګلان سترګی شی اغزی راته باڼه شی
دا یی بخت که بی بختی ده نه پوهیږم
چی اسرار ته یی خویونه پښتانه شی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محب الله اسرار
د مینی داغ می ښه لیـــده ولـــګیــــد
ستا په لمن زما په زړه ولــــــګیـــــــد
سره له دی چـــــــــی وروی اورونــــــه
د کتو دا انداز دی ښــــــــه ولــــــګید
ستا دبڼو غشی پــــــــــوره دی اشـــنا
دا زما زړه وایه په څه ولــــګیـــــــد؟
د بارودی نظرونو جنــــګ کی اسرار
هر څو که پټ پټ ګرځــــیده ولــګید
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محب الله اسرار
چل راځی چی څنګه بی قرار زړه په قـــــــرار کړم
ښکلی بلا ډیر دی خو بس یو به ورته یـــــار کړم
ډار لرم چی غشی د بڼو د خـــــــــطا نــــــــــه شی
وار وکړه بس دومره چی لږ ځان ورته تیار کړم
نور یی پر وعدو د وفا څه وایــــــــــم چی څه کا
غریم خو اوبه به شم چی داسی انتـــــــظار کړم
څه وایی ته زړه غواړی د مینی په بــــــــدل کی
زړه خو درنه زار دی وایه نور څه درنه زار کړم
نور می ستمګره هیڅ ښیری په خوله رانغلی
خدای د ښایست یو په دوه کړه دا درتــــــه از
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محب الله اسرار
شپه چی له سهاره ټــــــولــــوی لمن
خود به یار له یاره ټــــــولــــوی لمن
یار چی له اغیاره ټولــــوی لمــــــن
درد می له پرهاره ټولــــوی لــــمن
خدای خبر د مینی پیغمــــبر ولی
ورو ورو له دی ښاره ټولوی لمن
خدایه په ګل مخی جانان څه وشول
سره یی له رخساره ټولوی لمن
دی ته به یی ناز که غرور ووایو
ځی چی په دی لاره ټولوی لمن
هسی بهانه کړی نقاضا د وخت
یار درنه اسراره ټولوی لـــــــمن
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محب الله اسرار
داځل به نیسو د سپـــرلــــــــــو لمـنی
که بیا رنګینی شوی د غرو لمــــــنی
په دیدن څای کی می پر مخ پریوتی
وخته د ستا د نــــا کـــــــــــردو لمنی
ستا په مسکا کی رنګارنـګه نغمو
په ګډا سرکړی د تـــــوبــــــــو لمنی
چی له دی ښاره ځی د یار تـــر کلی
اسراره نیسه د هــغـــــــو لمـــــــنی