افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
شپه چی له سهاره ټــــــولــــوی لمن
خود به یار له یاره ټــــــولــــوی لمن
یار چی له اغیاره ټولــــوی لمــــــن
درد می له پرهاره ټولــــوی لــــمن
خدای خبر د مینی پیغمــــبر ولی
ورو ورو له دی ښاره ټولوی لمن
خدایه په ګل مخی جانان څه وشول
سره یی له رخساره ټولوی لمن
دی ته به یی ناز که غرور ووایو
ځی چی په دی لاره ټولوی لمن
هسی بهانه کړی نقاضا د وخت
یار درنه اسراره ټولوی لـــــــمن