افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
که بی وخته دیدن غواړمه نو څـــــــــه شی
د قضا لمونڅ خو ادا په لمـــــــــر خاته شی
د خما اعجاز می ولیــــــــــــد ساقی جانه
په هر جام کی د یــــــار مخ راته لیده شی
د اسمــان له بام یی ستوری تماشه کړی
مین لمر چی د شپی غیږه کی اوده شی
په ګلشــــن کــــــــی ستا د مخ له برکته
ګلان سترګی شی اغزی راته باڼه شی
دا یی بخت که بی بختی ده نه پوهیږم
چی اسرار ته یی خویونه پښتانه شی