د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

نجیب الله اکرامي

د نجیب الله اکرامي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

صبرد زړگـــــي مـــــــې په زابل کښې دى
يا د رقيــــــــبانــــــــو په منگول کښې دى

مونږ ته په کښې ټول ځوانان تبا ښکاري
چا ويــــــــل چــــــې امن په کابل کښې دى

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

8 خپاره شوي شعرونه

غواړيبشپړ شعر ولولئ

غواړي

نجیب الله اکرامي

دا پرهرونه به گنډل غواړي
رقيبان ټول به سوځول غواړي
 
ډيره موده يې بهر تيره کړله
نور د يار زړه کښې اوسيدل غواړي
 
ما او جانان به سره بيا يو ځاى شو
دا نفرتونه ختميدل غواړي
 
نور په بالښت خوبونه نه کومه
نن مې زړگى د يار څنگل غواړي
 
چې چاته پته هيڅ ونه لگيږي
زړونه يو بل کښې ورکيدل غواړى
 
دې "اکرامي" سره دې خداى ښه وکړى
ما او جانان يو ځاى کول غواړي
 
 ١-١٢-٢٠٠٧
د زړه انگړبشپړ شعر ولولئ

د زړه انگړ

نجیب الله اکرامي

چې را روان يې ځان سره ياره گلونه راوړه
د انتظار کلي ته خير  دى ديدنونه راوړه

 

په کښې تياره ده رڼاگانو ورنه کډه کړي
د زړه انگړ ته مې جانانه څراغونه راوړه
ستړې مينهبشپړ شعر ولولئ

ستړې مينه

نجیب الله اکرامي

ته که جفا راکوې زه به وفا لټوم
د خپلې مينې ياره ورانه دنيا لټوم
 
گڼو دوکو باندې دې ډېر غولولى يمه
ستا د سبا طمعې ته خپله رڼا لټوم
 
د پښتنو هېواد دى خلک به څه څه وايي
دې ليوني زړگي ته خلکو خندا لټوم
 
نه مې گناه کړې ده نه مې خطا کړې ده
گرځم تېريږي عمر ځان او اشنا لټوم
 
رقيب کړې ډلې جوړې ، يار او ارمان مې وژني
راغله نجيبه بلا؛ ميا او ملا لټوم
د غاړې هاربشپړ شعر ولولئ

د غاړې هار

نجیب الله اکرامي

ژوند مې دربخښلى دى په دار مې که
يو ځلې د خپلې غاړې هار مې که
 
خدايه چې لږ وخت خو په کښې تېر کړمه
خير دى د جانان کور کښې بيمار مې که
 
ما باندې جامونه اثر نه کوي
ومې نيسه غېږه کښې خمار مې که
 
خير دى که د ځان لايق مې نه بولې
ځان سره په کور کښې څوکيدار مې که
 
څو پورې به مونږه روسته پاتې يو
خدايه د غفلت خوب نه بيدار مې که
 
زه "نجيب" که تاته پاتې راغلمه
وې مې سه گړنگ ته ورگوزار مې که

٢٩_٩ –  ٠٠٧ ٢
بلا وخيژيبشپړ شعر ولولئ

بلا وخيژي

نجیب الله اکرامي

دلته چې نوم څوک د عشق واخلى په سزا وخيژي
مونږه چې چاله زړگى ورکړو بې وفا وخيژي

 
مونږه چې کوم مشر پيدا کړو په دې خپل وطن کښې
عمر يې کم شي د دښمن په لاس ترې ساه وخيژي

 
اول کښې لاپي وهي زه به دا وطن جوړ کړمه
چې په تخت کښينې يا ايجنټ شي يا بلا وخيژي

 

ډير پاچاهان په کښې تير شوي او تيريږي به لا
يو نيم په کښې لکه ميرويس او احمد شاه وخيژي

 

"اکرامي" نور دې زړگې مه خوره په قراره کښينه
اول خو ښه وي چې په تخت شي د بل چا وخيژي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

نجیب الله اکرامي

جانانه تا ډېر ځورولى يمه
پر سرولمبو  دې سوځولى  يمه
 
څه مې گناه څه مې خطا کړې ده
چې دې له دره هم  شړلى يمه
 
ماته طبيب مورجانې مه راولئ
له  طبيبانو يې ويستلى يمه
 
قسمت مې خپل دى خداى مو مل شه مورې
يار په کمڅو باندې وهلى يمه
 
زه"اکرامي" به چاته څه ووايم
يار مې مرگي ته رسولى يمه 
 
٢٠-٦-٠٠٧ ٧
د زړه لټونبشپړ شعر ولولئ

د زړه لټون

نجیب الله اکرامي

زړه مې رانه ورک و لټولو مې کوڅو کښې
 يار کور ته چې لاړم لوغړيدلو د يار پښوکښې
 
نه مني د چا، نه نصيحت پرې څه اثر کوي
گرځي د جانان پسې په تکو تورو شپو کښې
 
خدايه چې دا ولې داسې  کيږي په ما هر وختې
گل ته چې لاس ويسمه  لگيږي په اغزو کښې
 
نه مى و شراب وي نه جامونه او نشه شمه
يار چې راته وگوري  د سترگو په بڼو کښې
 
دا او هغه نه کيږي پړېکړه وروستۍ واور وه
يا دې زړگى راکه يامې وله په مغزو کښې
 
گوره  "اکرامي" د خپل جانان له لاسه داحال شو
گرځي ليوني غوندې په دښتو او ميرو کښې
نشته دىبشپړ شعر ولولئ

نشته دى

نجیب الله اکرامي

دلته مرگونه دي بقا نشته دى
دلته ژړا ده هيڅ خندا نشته دى

 
ډيموکراسي ده څه چې زړه دې غواړي
هر څه کوه دلته سزا نشته دى

 
دلته پوډر دلته شراب آزاد دي
دلته قاضي،دلته ملا نشته دى

 
مونږه به څنګه مه زلونه کوو
ټول تورتمونه دي رڼا نشته دى

 
زړونه دي ډک له نفرتونو دلته !
په کښې د هيچا زړه صفا نشته دى

 
د خلکو سترگې وچې شوي دلته
ځکه خو شرم او حيا نشته دى

 
"اکرامي" لاړ شه چېر ته غرو کښې اوسه!
د دې ځاى خلکو کښې وفا نشته دى