د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نجیب الله اکرامي شعرونه

د زړه لټون

زړه مې رانه ورک و لټولو مې کوڅو کښې
 يار کور ته چې لاړم لوغړيدلو د يار پښوکښې
 
نه مني د چا، نه نصيحت پرې څه اثر کوي
گرځي د جانان پسې په تکو تورو شپو کښې
 
خدايه چې دا ولې داسې  کيږي په ما هر وختې
گل ته چې لاس ويسمه  لگيږي په اغزو کښې
 
نه مى و شراب وي نه جامونه او نشه شمه
يار چې راته وگوري  د سترگو په بڼو کښې
 
دا او هغه نه کيږي پړېکړه وروستۍ واور وه
يا دې زړگى راکه يامې وله په مغزو کښې
 
گوره  "اکرامي" د خپل جانان له لاسه داحال شو
گرځي ليوني غوندې په دښتو او ميرو کښې
د شاعر نور شعرونه ←