افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
جانانه تا ډېر ځورولى يمه
پر سرولمبو دې سوځولى يمه
پر سرولمبو دې سوځولى يمه
څه مې گناه څه مې خطا کړې ده
چې دې له دره هم شړلى يمه
چې دې له دره هم شړلى يمه
ماته طبيب مورجانې مه راولئ
له طبيبانو يې ويستلى يمه
له طبيبانو يې ويستلى يمه
قسمت مې خپل دى خداى مو مل شه مورې
يار په کمڅو باندې وهلى يمه
يار په کمڅو باندې وهلى يمه
زه"اکرامي" به چاته څه ووايم
يار مې مرگي ته رسولى يمه
يار مې مرگي ته رسولى يمه
٢٠-٦-٠٠٧ ٧